د پېدايښت کِتاب

شپږڅلوېښتم باب

د حضرت يعقُوب د کورنۍ مِصر ته تلل

۱يعقُوب د خپل هر څۀ سره په خپل سفر روان شو اؤ بيرسبع ته راغلو، هلته يې د خپل پلار اِسحاق خُدائ پاک ته قُربانۍ پېش کړې. ۲د شپې خُدائ پاک په خوب کښې د هغۀ سره خبرې وکړې اؤ ورته يې ووئيل، ”يعقُوبه، يعقُوبه!“ هغۀ ورته ووئيل، ”اؤ، زۀ حاضر يم.“ ۳ورته يې ووئيل، ”زۀ ستا د پلار خُدائ پاک يم. مِصر ته تلو نه مۀ يرېږه، زۀ به هلته ستا د اولاد نه يو لوئ قوم جوړوم. ۴زۀ ستا سره مِصر ته تلو کښې مل يم اؤ زۀ به ستا اولاد واپس دې وطن ته راولم. چې تۀ وفات شې نو يُوسف به تا کفن دفن کړى.“ ۵نو يعقُوب د بيرسبع نه روان شو. د هغۀ زامنو، هغه، خپل واړۀ بچى اؤ خپلې ښځې يې په هغه ګاډو کښې کښېنولې کُومې چې فِرعون رالېږلې وې. ۶هغوئ خپل څاروى اؤ هغه هر څۀ کُوم چې دوئ په کنعان کښې ګټلى وُو، روان کړل اؤ مِصر ته لاړل. يعقُوب د ځان سره خپل ټول اولاد روان کړو :  ۷خپل زامن، نمسى، خپلې لُوڼه اؤ نمسۍ. ۸دا د يعقُوب د اولاد نومُونه دى کُوم چې د هغۀ سره مِصر ته لاړل، خپل مشر زوئ روبين ورسره وو ۹اؤ د روبين زامن :  حنوک، فلو، حصرون اؤ کرمى. ۱۰شمعُون اؤ د هغۀ زامن :  يمو‌اېل، يمين، اُهد، يکين، صحر اؤ شاؤل د کنعانۍ ښځې زوئ. ۱۱ليوى اؤ د هغۀ زامن :  جيرسون، قُهات اؤ مرارى. ۱۲يهُوداه اؤ د هغۀ زامن :  سيله، فرص اؤ زارح. د يهُوداه نور زامن، عير اؤ اونان د کنعان په وطن کښې مړۀ وُو. د فرص زامن حصرون اؤ حمُول وُو. ۱۳يساکار اؤ د هغۀ زامن :  تولع، فووه، يوب اؤ سِمرون. ۱۴زبولون اؤ د هغۀ زامن :  سرد، اېلون اؤ يحلى‌اېل. ۱۵دا د يعقُوب هغه زامن دى کُوم چې د هغۀ د ښځې لِياه نه په ميسوپوتاميه کښې پېدا شوى وُو، د هغۀ د لُور دينه نه بغېر. د لِياه نه د هغۀ ټول اولاد په شمېر کښې درې دېرش کسان وُو. ۱۶جاد اؤ د هغۀ زامن :  صفيان، حجى، سونى، اصبان، عيرى، ارودى اؤ اريلى. ۱۷اشير اؤ د هغۀ زامن :  يمنه، اسواه، اِسوى، بريعاه اؤ د هغوئ خور سِره. د بريعاه زامن حِبر اؤ ملکى‌اېل وُو. ۱۸دا شپاړس تنه، د زِلفه نه د يعقُوب اولاد دے، هغه وينځه کُومه چې لابن خپلې لُور لِياه له ورکړې وه. ۱۹د يعقُوب د ښځې راحيل نه د يعقُوب دوه زامن پېدا شول :  يُوسف اؤ بنيامين. ۲۰په مِصر کښې، د اون د يو اِمام فوطيفرع د لُور آسِناتھ نه، د يُوسف دوه زامن، منشه اؤ اِفرائيم پېدا شول. ۲۱د بنيامين زامن، بالع، بکر، اشبيل، جيرا، نعمان، احى، رَوس، مُفيم، حُفيم اؤ ارد وُو. ۲۲دا څوارلس تنه، د راحيل نه د يعقُوب اولاد دے. ۲۳دان اؤ د هغۀ زوئ حشيم. ۲۴نفتالى اؤ د هغۀ زامن :  يحصى‌اېل، جونى، يصر اؤ سليم. ۲۵دا اووۀ تنه، د بِلهاه نه د يعقُوب اولاد دے، دا هغه وينځه وه کُومه چې لابن خپلې لُور راحيل له ورکړې وه. ۲۶په خپله د يعقُوب د اولاد ټول شمېر شپږ شپېتۀ وو کُوم چې مِصر ته لاړل، دا د هغۀ د زامنو د ښځو نه بغېر دى. ۲۷د يُوسف دوه زامن په مِصر کښې پېدا شوى وُو، کُوم چې هلته لاړل د يعقُوب د کورنۍ هغه ټول کسان په شمېر کښې اؤيا تنه وُو.

حضرت يعقُوب اؤ د هغۀ کورنۍ په مِصر کښې

۲۸يعقُوب يهُوداه د ځان نه مخکښې يُوسف ته ولېږلو چې د جشن په علاقه کښې د يعقُوب سره مِلاؤ شى. چې کله هغوئ د جشن علاقې ته ورسېدل، ۲۹نو يُوسف په خپله بادشاهى ګاډۍ کښې سور شو اؤ د خپل پلار سره مِلاوېدو د پاره جشن ته لاړو. چې کله هغوئ مِلاوېدل، نو يُوسف د خپل پلار نه لاسُونه تاؤ کړل اؤ غاړه يې ويستلو اؤ ډېر وخت يې وژړل. ۳۰يعقُوب يُوسف ته ووئيل، ”چې تۀ ژوندے يې اؤ زما ستا سره مُلاقات وشولو، نو کۀ اوس مړ شم نو خېر دے.“ ۳۱بيا يُوسف خپلو ورُوڼو اؤ د خپل پلار د کورنۍ باقى نورو کسانو ته ووئيل، ”زۀ ځم چې فِرعون اؤ نور کسانو ته ووايم چې زما ورُوڼه اؤ زما د پلار ټوله کورنۍ، چې د کنعان په وطن کښې وُو، ما له راغلى دى. ۳۲زۀ به هغۀ ته ووايم چې تاسو شپانۀ يئ اؤ څاروى ساتئ اؤ تاسو خپلې رَمې اؤ څاروى اؤ چې تاسو څۀ هم لرل هغه تاسو راوړى دى. ۳۳چې کله فِرعون تاسو راوغواړى اؤ تپوس درنه کوى چې ستاسو کسب څۀ دے، ۳۴نو هغۀ ته ووايئ چې تاسو د وړُوکوالى نه تر اوسه پورې څاروى ساتئ، لکه څنګه چې ستاسو پلار نيکۀ ساتل. نو داسې هغه به تاسو د جشن په علاقه کښې اوسېدو ته پرېږدى.“ يُوسف داسې ځکه ووئيل چې مِصريانو شپانو ته په سپک نظر کتل.