د پېدايښت کِتاب

پنځه څلوېښتم باب

د حضرت يُوسف په ورُوڼو ځان پېژندل

۱بيا يُوسف د خپلو خِدمت‌ګارانو په مخکښې زړۀ نۀ شو کلک کولے، نو هغۀ ټولو مِصريانو له حُکم ورکړو چې د هغۀ نه لاړ شى. چې کله يُوسف په خپلو ورُوڼو ځان پېژندلو د هغۀ سره نور هيڅ څوک هم نۀ وُو. ۲هغۀ دومره په چغو چغو وژړل چې مِصريانو هم دا ژړا واؤرېده اؤ دا خبر د فِرعون محل ته ورسېدو. ۳يُوسف خپلو ورُوڼو ته ووئيل، ”زۀ يُوسف يم. ولې زما پلار لا ژوندے دے؟“ خو چې د هغۀ ورُوڼو دا واؤرېدل، هغوئ دومره ويرېدل چې هغوئ خبرې هم نۀ شوې کولے. ۴بيا يُوسف هغوئ ته ووئيل، ”ما ته لږ رانزدې شئ.“ اؤ هغوئ ورنزدې شول اؤ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ ستاسو ورور يُوسف يم، کُوم چې تاسو په مِصر کښې خرڅ کړے وو. ۵اوس مۀ خفه کېږئ اؤ مۀ خپل ځانُونه ملامته کوئ چې تاسو دلته زۀ خرڅ کړم. بې‌شکه زۀ خُدائ پاک ستاسو نه مخکښې ولېږلم چې د خلقو ژوند بچ کړم. ۶دا خو په زمکه د قحط صِرف دويم کال دے، پينځه نور کالونه به هم وى چې کَرل اؤ رېبل به په کښې نۀ کېږى. ۷خُدائ پاک زۀ ستاسو نه مخکښې دلته رالېږلے يم چې تاسو په دُنيا کښې داسې په عجيبه طريقه بچ شئ اؤ چې دا خبره يقينى وى چې تاسو اؤ ستاسو اولاد ژوندے پاتې شى. ۸نو دا تاسو نۀ وئ، خُدائ پاک وو چې هغۀ زۀ دلته راولېږلم. هغۀ زۀ د فِرعون د ټولو نه لوئ وزير، د هغۀ د دربار مشر اؤ په ټول مِصر مشر جوړ کړے يم. ۹اوس زر زر واپس زما پلار له لاړ شئ اؤ هغۀ ته ووايئ چې ستا زوئ يُوسف داسې وائى :  خُدائ پاک زۀ په ټول مِصر مشر جوړ کړے يم، زر زر ما ته راشه. ۱۰تاسو به د جشن په علاقه کښې اوسېږئ، چرته چې به تۀ، ستاسو بچى، نمسى، ستاسو ګډې، چېلۍ، څاروى اؤ ستاسو هر څۀ به ما ته نزدې وى. ۱۱کۀ تاسو په جشن کښې يئ نو زۀ به ستاسو خيال ساتم. د قحط پينځۀ کالونه خو لا پاتې دى، اؤ زۀ دا نۀ غواړم چې تاسو، ستاسو کورنۍ اؤ ستاسو څاروى دې د لوږې نه مړۀ شى. ۱۲اؤ ګورئ، اوس بنيامين اؤ تاسو هم ما وينئ چې زۀ په رښتيا يُوسف يم چې ستاسو سره خبرې کوم. ۱۳زما پلار ته ووايئ چې ما ته دلته په مِصر کښې څومره عِزت مِلاؤ شوے دے اؤ هغه هر څۀ ورته ووايئ چې تاسو ليدلى دى. اؤ زر زر يې دلته راولئ.“ ۱۴هغۀ د خپل ورور بنيامين نه لاسُونه تاؤ کړل اؤ وې ژړل، بنيامين هم وژړل چې هغه يې غاړه ويستلو. ۱۵بيا په ژړا ژړا کښې، هغۀ خپل ټول ورُوڼه غاړه ويستل اؤ ښُکل يې کړل. د هغې نه پس د هغۀ ورُوڼو ورسره خبرې اترې شروع کړې. ۱۶چې کله دا خبر محل ته ورسېدو چې د يُوسف ورُوڼه راغلى دى، نو فِرعون اؤ د هغۀ درباريان خوشحال شول. ۱۷فِرعون يُوسف ته ووئيل، ”خپلو ورُوڼو ته ووايه چې خپل څاروى بار کړى اؤ د کنعان وطن ته دې واپس لاړ شى. ۱۸هغوئ دې خپل پلار اؤ خپلې کورنۍ دلته راولى اؤ دلته دې واپس راشى. زۀ به دوئ له په مِصر کښې د ټولو نه ښۀ زمکه ورکړم اؤ هغوئ به د هغې زمکې نه ښۀ ډېره ګټه واخلى. ۱۹هغوئ ته دا هم ووايه چې د مِصر نه خپل ځان سره ګاډۍ بوځى چې په کښې خپلې ښځې، ماشُومان اؤ خپل پلار د ځان سره راولى. ۲۰د هغوئ نه چې کُوم مالُونه اؤ سامانونه پاتې شى د هغې غم دې نۀ کوى، ځکه چې په مِصر کښې د ټولو نه ښۀ زمکه به د هغوئ وى.“ ۲۱د يعقُوب زامنو هم هغه شان وکړل چې څنګه فِرعون حُکم کړے وو نو يُوسف هغوئ له ګاډۍ اؤ د سفر د پاره خوراک هم ورکړو. ۲۲هغۀ هر يو له د جامو نوې جوړې هم ورکړې، خو هغۀ بنيامين له درې سوه د سپينو زرو سيکې اؤ پينځۀ جوړه نوې جامې ورکړې. ۲۳هغۀ خپل پلار له د مِصر په ښۀ سامانُونو بار لس خرې اؤ لس د غلې بار خرې، ډوډۍ اؤ د سفر د پاره خوراک هم ورولېږلو. ۲۴هغۀ خپل ورُوڼه رُخصت کړل اؤ چې هغوئ څنګه روان شول هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”په لاره کښې بحث مۀ کوئ.“ ۲۵دوئ د مِصر نه روان شول اؤ د کنعان په وطن کښې خپل پلار اؤ کور ته لاړل. ۲۶هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”يُوسف ژوندے دے. هغه د ټول مِصر مشر دے.“ يعقُوب حق حېران شو اؤ د هغوئ په خبرو يې يقين نۀ راتلو. ۲۷خو چې کله هغوئ ورته هغه هر څۀ ووئيل کُوم چې يُوسف هغوئ ته وئيلى وُو اؤ چې هغه ګاډۍ يې هم وليدلې کُومې چې يُوسف رالېږلې وې چې هغه به په کښې مِصر ته بوځى، نو د هغوئ پلار يعقُوب کښې ساه راغله. ۲۸هغۀ ووئيل، ”زما زوئ يُوسف ژوندے دے! بس هم دغه مې غوښتل! زۀ ورځم چې د مرګ نه مخکښې يې ووينم.“