د پېدايښت کِتاب

څلورڅلوېښتم باب

د سپينو زرو جام ورکېدل

۱يُوسف د خپل کور مشر خِدمت‌ګار له حُکم ورکړو چې، ”د هغه کسانو بوجۍ د غلې نه دومره ډکې کړئ چې هغوئ څومره وړلے شى اؤ د هر يو کس روپۍ د هغۀ د بوجۍ په خُله کښې کېږدئ. ۲زما د سپينو زرو جام د کشر ورور د بوجۍ په خُله کښې کېږده اؤ ورسره هغه د غلې روپۍ هم کېږده.“ نو هم هغه شان يې وکړل چې څنګه ورته وئيلے شوى وُو. ۳بل سحر وختى، د هغۀ ورُوڼه د خپلو خرُونو سره په خپله مخه لاړل. ۴چې کله دوئ د ښار نه لږ غوندې لرې لاړل، نو يُوسف د خپل کور مشر خِدمت‌ګار ته ووئيل، ”په هغه کسانو پسې زر لاړ شه. چې کله تۀ هغوئ ته ورسېږې نو د هغوئ نه تپوس وکړه چې، تاسو د ښو په بدل کښې بد ولې کړى دى؟ ۵تاسو زما د نېک د سپينو زرو جام ولې پټ کړے دے؟ دا هغه جام دے چې په کُوم کښې هغه څښى اؤ د فال د پاره يې استعمالوى. دا تاسو غلط کار کړے دے.“ ۶چې کله خِدمت‌ګار هغوئ له ورورسېدلو، هم هغه خبرې يې ورته وکړې. ۷هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”صاحِبه! داسې خبرې تۀ ولې کوې؟ مُونږ قسم کوُو چې مُونږ داسې کار نۀ دے کړے. ۸تاسو ته پته ده چې مُونږ د کنعان د وطن نه هغه روپۍ تاسو له واپس راوړې چې مُونږ د بوجو په خُلو کښې ومُوندلې. نو بيا مُونږ څنګه ستا د نېک د کور نه سرۀ زر يا سپين زر پټ کړُو؟ ۹صاحِبه! کۀ په مُونږ کښې د چا سره هغه ومُوندلے شو، نو هغه به مړ کړے شى اؤ مُونږ نور ټول به د خپل نېک غُلامان شُو.“ ۱۰هغه ووئيل، ”ټيک ده، خو د چا سره چې جام ومُوندلے شى نو صِرف هغه به زما غُلام شى اؤ نور خلاص يئ تلے شئ.“ ۱۱نو هغوئ زر زر خپلې بوجۍ زمکې ته راکُوزې کړې اؤ هر يو کس خپله بوجۍ کولاؤ کړه. ۱۲د يُوسف خِدمت‌ګار هغوئ د مشر ورور نه واخله تر کشر پورې ټول ښۀ ولټول اؤ جام د بنيامين په بوجۍ کښې راووتلو. ۱۳د هغه ورُوڼو د خفګان نه خپلې جامې وشلولې، خرُونه يې بار کړل اؤ ښار ته واپس شول. ۱۴چې کله يهُوداه اؤ د هغۀ ورُوڼه د يُوسف کور ته راغلل، نو هغه تر اوسه پورې هلته وو. اؤ هغوئ د هغۀ په مخکښې په زمکه پرېوتل، ۱۵اؤ يُوسف ورته ووئيل، ”تاسو څۀ کړى دى؟ تاسو ته پته نۀ وه چې زما په شان سړے په فال څيزُونه معلُوموى؟“ ۱۶يهُوداه ورته ووئيل، ”صاحِبه! مُونږ تا ته څۀ ووايُو؟ مُونږ څۀ وئيلے شُو؟ مُونږ د خپل ځان صفائى څنګه پېش کړُو؟ خُدائ پاک زمُونږ غلطى راڅرګنده کړې ده. اوس به مونږ ټول سره د هغه وروره چې جام ورسره نيولے شوے دے ستا غُلامان شُو.“ ۱۷يُوسف ورته ووئيل، ”نه! زۀ به هيڅ کله هم داسې ونۀ کړم، هم هغه يو به زما غُلام وى چې د چا سره جام راوتلے وو. باقى نور په خېر سره خپل پلار ته واپس تلے شئ.“

د يهُوداه د بنيامين د پاره مِنت زارى کول

۱۸يهُوداه يُوسف ته ورنزدې شو اؤ ورته يې ووئيل، ”اے نېکه! زۀ تا ته سوال کوم چې خپل خِدمت‌ګار له اِجازت ورکړه، زۀ به د خپل نېک په غوږ کښې يوه خبره وکړم. ما ته مۀ غُصه کېږه، تۀ د فِرعون برابر طاقت لرې. ۱۹نېکه! تا زمُونږ نه تپوس وکړو چې ستاسو پلار يا بل ورور هم شته؟ ۲۰نو مُونږ درته ووئيل چې زمُونږ پلار شته چې ضعيف سړے دے اؤ زمُونږ يو کشر ورور هم شته چې د هغۀ په بُوډاتوب کښې پېدا شوے دے. د دې هلک ورور مړ دے اؤ دا د مور يکى يو ژوندے بچے دے. خپل پلار ورسره ډېره مينه کوى. ۲۱صاحِبه! تا مُونږ ته ووئيل چې هغه دلته راولئ، چې تۀ هغه وګورې، ۲۲اؤ مُونږ ووئيل چې هغه هلک د خپل پلار نه نۀ شى جُدا کېدے، کۀ هغه جُدا شى، نو د هغۀ پلار به مړ شى. ۲۳بيا تا ووئيل چې کۀ تاسو سره خپل کشرے ورور نۀ وى راغلے نو تاسو زما په دربار کښې نۀ شئ حاضرېدلے. ۲۴کله چې مُونږ واپس خپل پلار له لاړُو، صاحِبه! چې تا څۀ وئيلى وُو هغه خبرې مو هغۀ ته وکړې. ۲۵هغۀ مُونږ ته ووئيل چې بيا لاړ شئ اؤ لږه نوره غله واخلئ. ۲۶مُونږ ورته ووئيل چې مُونږ تر هغې پورې نۀ شُو تلے، چې خپل کشرے ورور راسره نۀ وى نو مُونږ د هغه سړى په دربار کښې نۀ شُو حاضرېدلے. مُونږ صِرف په دې يو شرط تلے شُو کۀ کشرے ورور هم زمُونږ سره لاړ شى. ۲۷زمُونږ پلار مُونږ ته ووئيل، تاسو ته پته ده چې زما د ښځې راحيل نه زما صِرف دوه زامن پېدا شوى دى. ۲۸هغه يو خو زما نه مخکښې تلے دے. هغه به خامخا ځنګلى ځناورو ټوټې ټوټې کړے وى، ځکه چې ما بيا نۀ دے ليدلے. ۲۹کۀ تاسو اوس دا هم زما نه بوځئ اؤ په هغۀ څۀ وشى اؤ تاسو چې په کُوم غم ما آخته کوئ نو ما سپين‌ګيرے به قبر ته ولېږئ، زۀ ضعيف سړے يم.“ ۳۰يهُوداه خبرې کولې، ”اؤ اوس صاحِبه! کۀ د دې هلک نه بغېر واپس خپل پلار ته لاړ شم، چې څنګه هغه ما وګورى اؤ هلک زما سره نۀ وى، نو هغه به مړ شى. د هغۀ ژوند د دې هلک په ژوند پورې تړلے دے، هغه ډېر ضعيف سړے دے اؤ چې مُونږ يې په کُوم غم آخته کړُو د هغې نه به مړ شى. ۳۲بله خبره دا ده چې، ما خپل پلار له خپل ځان په ضمانت کښې ورکړے دے. ما هغۀ ته وئيلى دى چې کۀ دا هلک مې واپس هغۀ له رانۀ وستلو، نو زۀ به همېشه د پاره هغۀ ته ملامته يم. ۳۳اؤ اوس صاحِبه! د دې هلک په ځائ به زۀ ستا غُلام شم، دا پرېږده چې واپس د خپلو ورُوڼو سره لاړ شى. ۳۴چې دا هلک زما سره نۀ وى نو زۀ څنګه واپس خپل پلار له لاړ شم؟ داسې غم چې زما په پلار راشى نو هغه زۀ نۀ شم زغملے.“