د پېدايښت کِتاب

دري څلوېښتم باب

مِصر ته دويم سفر

۱نو په کنعان کښې قحط نور هم سخت شو، ۲اؤ چې کله د يعقُوب کورنۍ ټوله غله وخوړله کُومه چې د مِصر نه راوړلے شوې وه، يعقُوب خپلو زامنو ته ووئيل، ”بيا لاړ شئ اؤ زمُونږ د پاره لږه نوره غله راوړئ.“ ۳يهُوداه هغۀ ته ووئيل، ”هغه سړى مُونږ ته په ټينګه خبردارے راکړے دے چې مُونږ د ځان سره خپل ورور نۀ وى راوستلے مُونږ د هغۀ په دربار کښې نۀ شُو حاضرېدلے. ۴کۀ تۀ زمُونږ سره زمُونږ ورور لېږل غواړې، نو مُونږ به لاړ شُو اؤ ستا د پاره به خوراک واخلُو. ۵اؤ کۀ تۀ نۀ غواړې، نو مُونږ به نۀ ځُو، ځکه چې هغه سړى مُونږ ته وئيلى دى چې زمُونږ سره خپل ورور نۀ وى نو مُونږ د هغۀ په دربار کښې نۀ شُو حاضرېدلے.“ ۶يعقُوب ورته ووئيل، ”تاسو زۀ په دومره سخت تکليف کښې ولې آخته کړے يم چې هغه سړى ته مو ووئيل چې زمُونږ بل ورور هم شته؟“ ۷هغوئ جواب ورکړو، ”هغه سړى زمُونږ اؤ زمُونږ د کورنۍ په باره کښې تپوسُونه کول چې، ستاسو پلار تر اوسه پورې ژوندے دے څۀ؟ ستاسو بل ورور شته څۀ؟ مُونږ خو صِرف د هغۀ د تپوسُونو جواب ورکولو. مُونږ ته څۀ پته وه چې هغه به مُونږ ته وائى چې تاسو د ځان سره خپل ورور هم راولئ؟“ ۸يهُوداه خپل پلار ته ووئيل، ”دا هلک ما سره ولېږه اؤ مُونږ به سمدستى لاړ شُو. هسې نه چې زمُونږ ماشُومان اؤ مُونږ د لوږې نه مړۀ شُو. ۹زۀ به په خپله د هغۀ حِفاظت کوم اؤ تۀ د هغۀ ذِمه وارى زما په غاړه کولے شې. کۀ زۀ دا تا له واپس روغ اؤ سلامت رانۀ ولم، نو زۀ به همېشه تا ته ملامته يم. ۱۰کۀ مُونږ دومره وخت ضائع کړے نۀ وے، نو مُونږ هلته تلې شوُو اؤ تر اوسه پورې دوه ځل واپس هم راتلے شوُو.“ ۱۱خپل پلار هغوئ ته ووئيل، ”کۀ هم دغه شان کېږى، نو د دې وطن د ټولو نه ښۀ څيزُونه په خپلو بوجو کښې کېږدئ اؤ هغه مشر له يې په تُحفه کښې يوسئ :  لږ عطر، شات، خوشبُودارې مصالحې، پسته اؤ بادام. ۱۲د خپل ځان سره يو په دوه روپۍ هم يوسئ، ځکه چې کُومې روپۍ ستاسو د بوجو په خُلو کښې واپس کړے شوے وې هغه به يې خامخا ستاسو نه واپس اخلى. کېدے شى چې په غلطۍ سره داسې شوى وى. ۱۳خپل ورور روان کړئ اؤ سمدستى هغه سړى له واپس ورشئ. ۱۴قادر خُدائ پاک دې هغه سړے په تاسو مِهربانه کړى، نو هغه به بنيامين تاسو له درکړى اؤ هغه بل ورور به هم تاسو ته واپس کړى. کۀ زما بچى خامخا مړۀ کېږى، نو مړۀ دې شى.“ ۱۵نو هغه کسانو هغه تُحفې اؤ يو په دوه روپۍ واخستلې اؤ مِصر ته د بنيامين سره روان شول. اؤ هلته د يُوسف په حضُور کښې پېش شول. ۱۶چې کله يُوسف بنيامين د هغوئ سره وليدلو، نو هغۀ د خپل کور مشر خِدمت‌ګار ته ووئيل، ”دا سړى زما کور ته بوځه. د غرمې ډوډۍ به دوئ زما سره خورى، نو يو څاروے حلال کړه اؤ تيار يې کړه.“ ۱۷نو خِدمت‌ګار هم هغه شان وکړل چې څنګه ورته حُکم شوے وو اؤ هغه کسان يې د يُوسف کور ته بوتلل.

۱۸چې کله يې هغوئ کور ته راروان کړى وُو، هغوئ ويرېدل اؤ فکر يې کولو چې، ”مُونږ ته په وړومبى ځل چې کُومې روپۍ واپس کړے شوې وې د هغې په وجه يې دلته راروان کړى يُو. دوئ به ناڅاپى په مُونږ حمله وکړى، زمُونږ خرۀ به بوځى اؤ مُونږ به خپل غُلامان کړى.“ ۱۹نو د کور د دروازې سره هغوئ مشر خِدمت‌ګار ته ووئيل، ۲۰”اے صاحِبه! مُونږ دلته يو ځل مخکښې د خوراک اخستلو د پاره راغلى وُو. ۲۱مُونږ چې کله سرائى ته ورسېدو، مُونږ خپلې بوجۍ کولاؤ کړې، نو هر يو کس خپلې ټولې روپۍ د خپلې خپلې بوجۍ په خُله کښې ومُوندلې. مُونږ هغه د ځان سره واپس راوړې دى. ۲۲مُونږ د ځان سره د نور خوراک اخستلو د پاره نورې روپۍ هم راوړې دى. مُونږ ته پته نشته چې هغه روپۍ زمُونږ په بوجو کښې چا واپس ايښې وې.“ ۲۳د خِدمت‌ګارانو مشر ورته ووئيل، ”خېر به شى، مۀ يرېږئ. ستاسو اؤ ستاسو د پلار خُدائ پاک درله هغه روپۍ ستاسو په بوجو کښې ايښې وې. ستاسو روپۍ ما ته مِلاؤ شوې.“ بيا هغۀ شمعُون هغوئ له راوستلو. ۲۴هغه خِدمت‌ګار دوئ دننه کور ته بوتلل اؤ هغوئ له يې د خپو وينځلو د پاره اوبۀ ورکړې اؤ د هغوئ خرُونو ته يې واښۀ واچول. ۲۵هغوئ خپلې تُحفې تيارې کړې چې يُوسف ته يې پېش کړى چې کله هغه د غرمې راورسېږى، ځکه چې هغوئ ته وئيلى شوى وُو چې هغوئ به د هغۀ سره ډوډۍ خورى. ۲۶چې کله يُوسف کور ته راغلو، هغوئ تُحفې دننه کور ته هغۀ له يوړې اؤ د هغۀ په مخکښې زمکې ته ټيټ شول. ۲۷هغۀ د هغوئ نه د خېر خېريت پوښتنه وکړه اؤ بيا يې ورته ووئيل، ”تاسو ما ته د خپل ضعيف پلار په باره کښې وئيلى وُو، هغه څنګه دے؟ هغه ژوندے دے؟“ ۲۸هغوئ ورته ووئيل، ”زمُونږ پلار ستاسو خِدمت‌ګار تر اوسه پورې ژوندے دے اؤ روغ جوړ دے.“ اؤ هغوئ د هغۀ په مخکښې خپل سرُونه ټيټ کړل. ۲۹چې کله يُوسف د خپلې مور زوئ، خپل سکه ورور بنيامين وليدو، هغۀ ووئيل، ”نو دا ستاسو کشرے ورور دے، چې تاسو د هغۀ په باره کښې ما ته وئيلى وُو؟ زما زويه! خُدائ پاک دې په تا مِهربانه شى.“ ۳۰بيا يُوسف فوراً لاړو، ځکه چې د خپل ورور په ليدو د هغۀ زړۀ نرم شو. اؤ د ژړا نه يې سترګې ډکې شوې، نو هغه خپلې کوټې ته لاړو اؤ وې ژړل. ۳۱د هغې نه پس چې کله هغۀ مخ ووينځلو، هغه بهر راغلو اؤ خپل زړۀ يې کلک کړو، هغۀ حُکم وکړو چې ډوډۍ راوړئ. ۳۲يُوسف په يو دسترخوان ډوډۍ ته ناست وو اؤ په بل باندې د هغۀ ورُوڼه ناست وُو. اؤ چې کُومو مِصريانو هلته ډوډۍ خوړله، هغوئ ته يې په بل ځائ کښې ډوډۍ کېښودله، ځکه چې هغوئ د عبرانيانو سره ډوډۍ خوړل حرام ګڼل. ۳۳د هغۀ ورُوڼه په دسترخوان ناست وُو، د هغوئ د عُمر په حِساب سره د مشر نه کشر پورې يُوسف ته مخامخ کښېنولے شوى وُو. چې کله هغوئ ته پته ولګېده چې هغوئ څنګه کښېنولے شوى دى، نو دوئ په حېرانتيا سره يو بل ته کتل. ۳۴د يُوسف د دسترخوان نه هغوئ له ډوډۍ ورکولے شوه اؤ د بنيامين د نورو نه يو په پينځۀ زياته مېلمستيا وشوله. نو هغوئ د يُوسف سره خوړل څښل وکړل اؤ ښۀ په سُر کښې شول.