د پېدايښت کِتاب

دوه څلوېښتم باب

د حضرت يُوسف د ورُوڼو غلې پسې مِصر ته تلل

۱چې کله يعقُوب خبر شو چې په مِصر کښې غله شته، هغۀ خپلو زامنو ته ووئيل چې، ”ولې يو بل ته ګورئ؟ ۲ګورئ! ما اؤرېدلى دى چې په مِصر کښې غله شته، هلته لاړ شئ اؤ لږه واخلئ چې ژوندى پاتې شُو اؤ د لوږې نه مړۀ نۀ شُو.“ ۳نو د يُوسف لس مېرنى ورُوڼه د غلې اخستلو د پاره مِصر ته لاړل، ۴خو يعقُوب د يُوسف سکه ورور بنيامين د هغوئ سره ونۀ لېږلو، ځکه چې هغه په دې يرېدو چې څۀ نُقصان به ورته ورسېږى. ۵نو د يعقُوب زامن د نورو خلقو سره غلې اخستلو د پاره راغلل ځکه چې د کنعان په وطن کښې قحط وو. ۶يُوسف د مِصر د وطن د مشر په توګه د ټولې دُنيا په خلقو باندې غله خرڅوله. نو د يُوسف ورُوڼه راغلل اؤ د هغۀ په مخکښې ټيټ شول اؤ خپل سرُونه يې ورته په زمکه ولګول. ۷يُوسف خپل ورُوڼه وليدل، هغۀ دوئ وپېژندل، خو ځان يې داسې کړو لکه چې هډو دوئ پيژنى نه. اؤ د هغوئ سره يې سختې خبرې کولې، ”تاسو د کُوم ځائ نه راغلى يئ؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”صاحِبه! مُونږ د خوراک اخستلو د پاره د کنعان نه راغلى يُو.“ ۸يُوسف خپل ورُوڼه وپېژندل، خو هغوئ هغه ونۀ پېژندو. ۹هغۀ ته هغه خوبُونه راياد شول کُوم يې چې د هغوئ په باره کښې ليدلى وُو اؤ ورته يې ووئيل، ”تاسو جاسُوسان يئ، تاسو زمُونږ د وطن کمزورى معلُومولو له راغلى يئ.“ ۱۰هغوئ جواب ورکړو، ”نه، صاحِبه! مُونږ ستا خِدمت‌ګاران د خوراک د پاره راغلى يُو. ۱۱مُونږ ټول د يو سړى زامن يُو. صاحِبه! مُونږ جاسُوسان نۀ يُو، مُونږ صحيح خلق يُو.“ ۱۲يُوسف ورته ووئيل، ”نه، تاسو زمُونږ د وطن کمزورى معلُومولو له راغلى يئ.“ ۱۳هغوئ ورته ووئيل، ”صاحِبه! مُونږ دولس ورُوڼه وُو. د کنعان په وطن کښې د يو سړى زامن يُو. يو ورور مو مړ دے اؤ کشرے ورور مو اوس د خپل پلار سره دے.“ ۱۴يُوسف ورته ووئيل، ”هم دغه شان ده لکه چې څنګه ما ووئيل تاسو جاسُوسان يئ. ۱۵زۀ دا معلُومول غواړم چې په رښتيا سره تاسو څوک يئ :  زۀ د فِرعون په سر قسم کوم چې تاسو به تر هغې پورې لاړ نۀ شئ چې ستاسو کشرے ورور دلته راغلے نۀ وى. ۱۶ستاسو نه يو کس ورولېږئ اؤ هغه راولئ. تاسو باقى نور به په قېد‌خانه کښې واچولې شئ چې ستاسو دا خبره معلُومه کړے شى چې تاسو رښتيا وايئ کۀ نۀ. ګنى، د فِرعون په سر مې قسم دے چې تاسو په رښتيا جاسُوسان يئ.“ ۱۷بيا درې ورځې يې هغوئ ټول په قېد‌خانه کښې بند کړل. ۱۸په دريمه ورځ يُوسف هغوئ ته ووئيل، ”زۀ د خُدائ پاک نه يرېږم اؤ زۀ به تاسو په يو شرط ژوندى پرېږدم، ۱۹چې دا ثابِته شى چې تاسو رښتونى يئ، ستاسو نه به يو کس په قېد‌خانه کښې بند وى، باقى نور ټول تلے شئ اؤ چې کُومه غله تاسو اخستې ده هغه خپلو قحط وهلو خلقو له يوسئ. ۲۰خو تاسو به خامخا خپل کشرے ورور ما له رارولئ. د دې نه به دا ثابِته شى چې تاسو رښتيا وايئ اؤ زۀ به تاسو نۀ وژنم.“ نو هغوئ دې ته راضى شول. ۲۱اؤ يو بل ته يې ووئيل، ”دا اوس چې مُونږ کړېږُو دا د هغې نتيجه ده چې مُونږ د خپل ورور سره څۀ کړى وُو، هغه چې په کُوم لوئ مُصيبت کښې وو مُونږ وليدلو چې کله هغۀ مِنت زارى کوله، خو مُونږ وانۀ ورېدله. دا ځکه اوس مُونږ په دې تکليف کښې راګېر يُو.“ ۲۲روبين ووئيل، ”ما تاسو ته وئيل چې هلک له تکليف مۀ ورکوئ، خو تاسو وانۀ ورېدل. اؤ اوس به زمُونږ نه د هغۀ د وينې حِساب غوښتې شى.“ ۲۳هغوئ ته پته ونۀ لګېده چې يُوسف د دوئ په خبرو پوهېږى، ځکه چې هغۀ د هغوئ سره د يو تُرجمان په ذريعه خبرې کولې. ۲۴يُوسف د هغوئ نه لاړو اؤ په ژړا شو. چې کله هغۀ د ژړا نه پس خبرې کولے شوې نو راواپس شو، شمعُون يې رابېل کړو اؤ د هغوئ په مخکښې يې وتړلو.

د حضرت يُوسف د ورُوڼو واپس کنعان ته تلل

۲۵يُوسف حُکم ورکړو چې د هغۀ د ورُوڼو بوجۍ د غلې نه ډکې کړئ، د هر يو کس روپۍ واپس د هغۀ په بوجۍ کښې کېږدئ اؤ هغوئ له د سفر د پاره خوراک هم ورکړئ. اؤ هم دغه شان يې ورسره وکړل. ۲۶د هغۀ ورُوڼو چې کُومه غله اخستې وه د هغې نه يې خپل خرُونه بار کړل اؤ بيا دوئ لاړل. ۲۷چې کله په سرائى کښې يو کس خپله بوجۍ کولاؤ کړه چې خپل خرۀ له خوراک ورکړى نو د بوجۍ په خُله کښې يې روپۍ وليدلې. ۲۸هغۀ خپل ورُوڼه راوغوښتل، ”دېخوا ګورئ! ما ته يې خپلې روپۍ واپس کړې دى، دا دى زما په بوجۍ کښې!“ د هغوئ ساه ډُوبه شوه اؤ ويرېدل اؤ هغوئ د يو بل نه پوښتنه وکړه، ”دا خُدائ پاک زمُونږ سره څۀ کوى؟“ ۲۹چې کله دوئ په کنعان کښې خپل پلار يعقُوب له راغلل، هغوئ هغۀ ته هر څۀ ووئيل چې د هغوئ سره شوى وُو :  ۳۰”د مِصر مشر زمُونږ سره سختې خبرې کولې اؤ هغۀ په مُونږ اِلزام ولګولو چې مُونږ د هغۀ په وطن کښې جاسُوسى کوُو. ۳۱مُونږ ورته ووئيل چې مُونږ جاسُوسان نۀ يُو مُونږ صحيح خلق يُو. ۳۲مُونږ ټول دولس ورُوڼه د يو پلار زامن وُو. يو ورور مو مړ دے اؤ کشرے ورور مو د پلار سره په کنعان کښې دے. ۳۳هغه سړى مُونږ ته ووئيل، يو کس زما سره پاتې شئ نو ما ته به پته ولګې چې تاسو صحيح خلق يئ، اؤ باقى نور به خپلو نهَرو کورَنو له غله يوسئ اؤ لاړ شئ. ۳۴خپل کشرے ورور ما ته راولئ. بيا به ما ته پته ولګې چې تاسو جاسُوسان نۀ يئ اؤ صحيح خلق يئ، زۀ به تاسو له خپل ورور در‌واپس کړم اؤ بيا تاسو دلته پاتې شئ اؤ سوداګرى کوئ.“ ۳۵نو چې کله هغوئ خپلې بوجۍ تشولې نو هر يو کس د رُوپو کڅوړې ومُوندلې، اؤ چې روپۍ يې وليدلې، نو هغوئ اؤ د هغوئ پلار ويرېدل. ۳۶خپل پلار يعقُوب هغوئ ته ووئيل، ”تاسو ما د ټولو زامنو نه خلاصول غواړئ څۀ؟ يُوسف لاړو، شمعُون لاړو، اؤ اوس به تاسو بنيامين هم بوځئ! دا ټول تکليفُونه په ما راغلى دى.“ ۳۷روبين خپل پلار ته ووئيل، ”کۀ بنيامين ما واپس تا له رانۀ وستلو، نو تۀ زما دوه زامن ووژنه. بنيامين زما په حواله کړه اؤ زۀ به يې واپس تا له راولم.“ ۳۸خو يعقُوب ووئيل، ”زما زوئ به ستاسو سره نۀ ځى، د هغۀ ورور مړ دے اؤ هغه يکى يواځې پاتې دے. په لار کښې به په هغۀ څۀ وشى. زۀ ضعيف سړے يم اؤ چې تاسو ما په کُوم غم آخته کوئ نو ما سپين‌ګېرے به قبر ته ولېږئ.“