د پېدايښت کِتاب

يوڅلوېښتم باب

د حضرت يُوسف د فِرعون د خوبُونو تعبير کول

۱پُوره دوه کاله تېر شوى وُو چې د مِصر فِرعون خوب وليدو چې هغه د نيل درياب په غاړه ولاړ وو، ۲چې کله اووۀ ښې ښائسته اؤ څربې غواګانې د درياب نه راوختلې اؤ په واښو کښې په څرېدلو شروع شوې. ۳اووۀ نورې غواګانې هم راوختلې، دا کمزورې اؤ نرۍ وې. دا راغلې اؤ د درياب په غاړه د نورو غواګانو سره ودرېدلې، ۴هغه نرو اؤ کمزورو غواګانو، ښائسته اؤ څربې غواګانې وخوړلې. بيا فِرعون راويښ شو. ۵هغه بيا اُودۀ شو اؤ يو بل خوب يې وليدو. هغۀ د غلې اووۀ ډک اؤ پاخۀ وږى وليدل، چې په يو ډنډر باندې راشوى وُو. ۶بيا هغۀ يو بل ډنډر وليدو چې په دې باندې اووۀ نور وږى راشوى وُو چې نرى وُو اؤ ګرمې هوا وچ کړى وُو، ۷اؤ د غلې هغه نرو وږو هغه ډک اؤ پاخۀ وږى تېر کړل. فِرعون راويښ شو اؤ پوهه شو چې هغۀ خوب ليدلو. ۸سحر هغه پرېشان وو، نو هغۀ د مِصر ټول نجوميان اؤ هوښيار خلق راوغوښتل. هغۀ ورته خپل خوبُونه ووئيل، خو هيچا هم هغۀ ته د دې تعبير نۀ شو ښودلے. ۹بيا ساقى فِرعون ته ووئيل، ”صاحِبه! نن زۀ دا خبره څرګندوم چې زما نه غلطى شوې ده. ۱۰يو ځل چې فِرعون خپلو خِدمت‌ګارانو ته غُصه شو نو زۀ اؤ مشر نانبائى يې د څوکيدارانو مشر د کور په قېد‌خانه کښې قېد کړُو. ۱۱يوه شپه مُونږ دواړو يو يو خوب وليدو اؤ د هغه خوبُونو بېل بېل مطلبُونه وُو. ۱۲يو ځوان عبرانے هلته زمُونږ سره وو چې هغه د څوکيدارانو د مشر خِدمت‌ګار وو. مُونږ هغۀ ته خپل خوبُونه ووئيل اؤ هغۀ مُونږ ته د دې تعبيرُونه وښودل. ۱۳چې څنګه هغۀ وئيلى وُو هم هغه شان وشول :  تا زۀ بيا په خپل ځائ کښېنولم، خو نانبائى دې راځوړند کړو.“ ۱۴فِرعون يُوسف راوغوښتو اؤ هغه فوراً د قېد‌خانې نه راوستلے شو. چې هغۀ د سر اؤ ګيرې وېښتۀ کل کړل اؤ جامې يې بدلې کړې، نو هغه فِرعون ته پېش شو. ۱۵فِرعون يُوسف ته ووئيل، ”ما يو خوب ليدلے دے اؤ هيڅ څوک هم د دې تعبير نۀ شى ښودلے. ما ته چا وئيلى دى چې تۀ په خوبُونو پوهېږى اؤ تعبير يې ښودلے شې.“ ۱۶يُوسف جواب ورکړو، ”صاحِبه! زۀ دا نۀ شم کولے، خو خُدائ پاک دې ښۀ تعبير درکړى.“ ۱۷فِرعون يُوسف ته ووئيل، ”ما خوب وليدلو چې زۀ د نيل درياب په غاړه ولاړ وم، ۱۸چې کله اووۀ ښائسته اؤ څربې غواګانې د درياب نه راوختلې اؤ په واښو کښې په څرېدلو شروع شوې. ۱۹بيا اووۀ نورې غواګانې راوختلې چې نرۍ اؤ کمزورې وې. ما په مِصر کښې دومره ډېرې بې‌کاره غواګانې چرته هم نۀ دى ليدلې. ۲۰بيا دې کمزورو غواګانو هغه څربې غواګانې وخوړلې، ۲۱خو هيچا به داسې نۀ وې وئيلى چې هغه يې خوړلې دى، ځکه چې هم هغه شان کمزورې معلُومېدې لکه چې څنګه مخکښې وې. بيا زۀ راويښ شوم. ۲۲ما دا خوب هم وليدو چې په يو ډنډر باندې د غلې اووۀ ډک اؤ پاخۀ وږى راشوى وُو، ۲۳بيا د غلې اووۀ نور وږى راوشول، چې دا نرى اؤ د صحرا هوا سوزولى وُو، ۲۴اؤ د غلې اووۀ نرو وږو هغه ډک وږى تېر کړل. ما دا خوبُونه نجوميانو ته ووئيل، خو هيچا ما ته د دې تعبير نۀ شو ښودلے.“

۲۵يُوسف فِرعون ته ووئيل، ”صاحِبه! د دې دواړو خوبُونو هم يو مطلب دے، خُدائ پاک تا ته وښودل چې هغه به په راتلُونکى وخت کښې څۀ کوى. ۲۶دا اووۀ څربې غواګانې اووۀ کالونه دى اؤ دا د غلې اووۀ ډک وږى هم اووۀ کالونه دى، د دې دواړو هم يو مطلب دے. ۲۷هغه اووۀ نرۍ غواګانې چې کُومې وروستو راوختلې اؤ هغه اووۀ د غلې نرى وږى کُوم چې ګرمې هوا وچ کړل د قحط اووۀ کالونه دى. ۲۸لکه څنګه چې ما تا ته ووئيل، خُدائ پاک تا ته ښودلى دى چې هغه به په راتلُونکى وخت کښې څۀ کوى. ۲۹اووۀ کاله به د ټول مِصر په وطن کښې ښۀ ډېر پېداوار کېږى. ۳۰د هغې نه پس به اووۀ کاله د قحط وى اؤ هغه ټول آباد کالونه به مو هېر شى، ځکه چې قحط به وطن تباه کړى. ۳۱آباد وخت به مو بېخى هېر شى، ځکه چې ورپسې کُوم قحط راځى هغه به ډېر سخت وى. ۳۲ستا د دوه ځل خوبُونو مطلب دا دے چې دا د خُدائ پاک فېصله ده اؤ زر به خُدائ پاک داسې وکړى. ۳۳اوس تاسو يو هوښيار اؤ ښۀ پوهه سړے ولټوئ اؤ هغه د مِصر د وطن مشر مُقرر کړئ. ۳۴تاسو له نور آفسران هم مُقررول په کار دى اؤ د آبادۍ په دې اووۀ کالونو کښې د فصلُونو پينځمه حِصه اخلئ. ۳۵نو هغوئ له حُکم ورکړئ چې راروان ښۀ کالونه دى چې د خوراک ټول څيزُونه راغونډ کړى اؤ هغوئ له اِختيار ورکړئ چې په ښارُونو کښې غله جمع کړى اؤ د هغې حِفاظت وکړى. ۳۶هغه خوراک به د دې وطن د پاره يوه ذخيره وى، د قحط د هغو اووۀ کالونو د پاره کُوم چې د مِصر په وطن راروان دى. نو داسې خلق به د لوږې نه نۀ مرى.“

د حضرت يُوسف مشر مُقررېدل

۳۷د فِرعون اؤ د هغۀ د درباريانو په نظر کښې دا منصُوبه ښۀ راغله، ۳۸اؤ فِرعون هغوئ ته ووئيل، ”مُونږ ته به هيڅ کله هم د يُوسف نه ښۀ سړے مِلاؤ نۀ شى، يو داسې سړے چې په هغۀ کښې د خُدائ پاک رُوح وى.“ ۳۹فِرعون يُوسف ته ووئيل، ”خُدائ پاک تا ته هر څۀ ښودلى دى، دا څرګنده خبره ده چې ستا نه لوئ هوښيار اؤ ښه پوهه لرُونکے کس بل نشته. ۴۰زۀ به تا د خپل وطن مشر جوړ کړم اؤ زما ټول خلق به ستا حُکم منى. تۀ به ما پسې دويم اِختيارمن سړے يې. ۴۱زۀ اوس تا په ټول مِصر مشر مُقرروم.“ ۴۲فِرعون خپله ګوته د لاس نه وويستله چې په هغې د بادشاهۍ مُهر لګېدلے وو اؤ يُوسف ته يې ورپه ګوته کړه. هغۀ ته يې د رېښمو يوه ښائسته چُوغه ورواغوستله اؤ د سرو زرو هار يې ورپه غاړه کړو. ۴۳هغۀ له يې د ګرځېدو د پاره هغه دويمه د اسُونو بادشاهى ګاډۍ ورکړه اؤ عِزت ورکوُونکى فوجيان د هغۀ نه مخکښې روان وُو اؤ چغې يې وهلې چې، ”لار پرېږدئ! مشر راروان دے.“ نو يُوسف په ټول مِصر مشر مُقرر شو. ۴۴بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”زۀ فِرعون يم. اؤ ستا د اِجازت نه بغېر به په ټول مِصر کښې هيڅ څوک هم لاس خپه نۀ شى ښوزولے.“ ۴۵په هغۀ يې د مِصريانو نُوم ”صافنت فعينح“ کېښودو اؤ هغۀ ته يې يوه ښځه آسِناتھ په نِکاح کړه، چې هغه د اُون د يو اِمام فوطيفرع لُور وه. يُوسف د دېرشو کالو وو چې هغۀ د مِصر د فِرعون خِدمت کول شروع کړل. هغه د فِرعون د دربار نه لاړو اؤ د مِصر ټول وطن يې وکتلو، ۴۷د آبادۍ په هغو اووۀ کالونو کښې هغه وطن ډېره زياته غله وکړه، ۴۸هغه هر څۀ يُوسف راغونډ کړل اؤ په ښارُونو کښې يې ذخيره کړل. هغۀ په هر ښار کښې د ګېر‌چاپېره پټو نه خوراک راجمع کړو. ۴۹دا غله دومره زياته وه چې يُوسف يې تلل پرېښودل. دا د سمندر په غاړه د شګو په شان ډېره وه. ۵۰د قحط د کالونو نه مخکښې د يُوسف د آسِناتھ نه دوه زامن پېدا شول. ۵۱هغۀ ووئيل، ”خُدائ پاک زما ټولې سختۍ اؤ زما د پلار ټوله کورنۍ زما نه هېره کړې ده“، نو يُوسف په خپل مشر زوئ منشه نُوم کېښودو. ۵۲هغۀ دا هم ووئيل، ”خُدائ پاک زما د تکليف په وطن کښې ما له بچى راکړى دى“، نو هغۀ په خپل دويم زوئ اِفرائيم نُوم کېښودو. ۵۳د مِصر د وطن د آبادۍ هغه اووۀ کالونه ختم شول، ۵۴اؤ د قحط اووۀ کالونه شروع شول هم هغه شان لکه چې څنګه يُوسف وئيلى وُو. په نورو ټولو وطنُونو کښې قحط وو، خو د مِصر په ټول وطن کښې خوراک وو. ۵۵چې کله مِصريان ډېر زيات وږى شول، دوئ فِرعون ته د خوراک د پاره فرياد وکړو. نو هغۀ هغوئ له حُکم ورکړو چې يُوسف ته لاړ شئ اؤ هم هغسې وکړئ چې څنګه هغه تاسو ته وائى. ۵۶قحط سخت شو اؤ په ټول وطن کښې خور شو، نو يُوسف ټول ګودامُونه کولاؤ کړل اؤ په مِصريانو به يې غله خرڅوله. ۵۷د يُوسف نه غله اخستلو د پاره د ټولې دُنيا نه خلق مِصر ته راتلل، ځکه چې قحط په هر ځائ کښې ډېر سخت وو.