د پېدايښت کِتاب

څلورم باب

قائِن اؤ هابيل

۱بيا آدم د حوا سره څملاستو، نو هغه اُميدواره شوه. اؤ يو زوئ يې وشو اؤ وې وئيل، ”مالِک خُدائ زما مدد وکړو اؤ زما زوئ يې وشو.“ نو هغې پرې قائِن نُوم کېښودو. ۲وروستو يې بيا يو بل زوئ، هابيل وشو. هابيل شپُون شو، خو قائِن زميدار وو. ۳څۀ موده پس، قائِن د خپل فصل څۀ حِصه راوړه اؤ د مالِک خُدائ په حضُور کښې يې پېش کړه. ۴بيا هابيل د خپلو ګډو وړومبے ګډُورے راوستو اؤ حلال يې کړو اؤ د ټولو نه ښۀ اندامُونه يې د مالِک خُدائ په حضُور کښې پېش کړل. مالِک خُدائ د هابيل نه رضا شو اؤ د هغۀ قُربانى يې خوښه شوه، ۵خو قائِن اؤ د هغۀ قُربانى يې نامنظُوره کړه. قائِن د غُصې نه تک سُور شو اؤ تندے يې تريو کړو. ۶بيا مالِک خُدائ قائِن ته ووئيل، ”تۀ ولې دومره غُصه يې؟ تا ولې تندے دومره تريو کړے دے؟ ۷کۀ تا ښۀ کړى وے، نو تۀ به مُسکے وې، خو تا بد کړى دى، نو ګُناه په تا حمله کولو ته تياره ده. دا په تا حُکم چلول غواړى، خو تۀ پرې خامخا غالِب شه.“ ۸بيا قائِن خپل ورور هابيل ته ووئيل، ”ځه چې بهر پټو ته لاړ شُو.“ کله چې دوئ په پټو کښې وُو، قائِن په خپل ورور حمله وکړه اؤ وې وژلو. ۹مالِک خُدائ د قائِن نه تپوس وکړو، ”ستا ورور هابيل چرته دے؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ما ته پته نشته، ولې د ورور خيال ساتل زما کار دے څۀ؟“ ۱۰بيا مالِک خُدائ هغۀ ته ووئيل، ”تا ولې دا ظلم کړے دے؟ ستا د ورور وينه د زمکې نه ما ته داسې چغې وهى، لکه چې څوک بدل اخستل غواړى. ۱۱په تا دې لعنت وى. اؤ د زمکې کَرل رېبل دې په تا نور بند وى ځکه چې تا خپل ورور ووژلو اؤ د هغۀ وينه دې په زمکه باندې توئ کړه. ۱۲کله چې تۀ يوې کوې، نو زمکه به هيڅ پېداوار نۀ درکوى، تۀ به بې‌کوره يې اؤ په زمکه به يو ځائ بل ځائ ګرځې.“ ۱۳نو قائِن مالِک خُدائ ته ووئيل، ”دا سزا زما د برداشت نه بهر ده. ۱۴تۀ ما د زمکې نه وباسې اؤ زۀ به ستا د مخ نه پناه شم، زۀ به بې‌کوره يم اؤ په زمکه به يو ځائ بل ځائ ګرځم، کۀ څوک مې وګورى نو ما به ووژنى.“ ۱۵خو مالِک خُدائ جواب ورکړو، ”داسې نۀ ده، کۀ څوک تا ووژنى، نو اووۀ کسان به په بدل کښې وژلے شى.“ نو مالِک خُدائ په قائِن يوه نښه ولګوله چې خلقو ته پته وى چې څوک يې ګورى نو نۀ به يې وژنى. ۱۶نو قائِن د مالِک خُدائ د حضُور نه لرې لاړو اؤ د عدن نَمرخاتۀ طرف ته په يوه علاقه کښې اوسېدو چې نُوم يې ”مُسافر“ وو.

د قائِن اولاد

۱۷قائِن د خپلې ښځې سره څملاستو اؤ يو زوئ يې وشو اؤ حنوک نُوم يې پرې کېښودو. بيا قائِن يو ښار جوړ کړو اؤ په دې ښار يې هم ”حنوک“ نُوم کېښودو. ۱۸د حنوک نه عيراد پېدا شو، هغه د محويااېل پلار وو اؤ د محويااېل زوئ متوسااېل پيدا شو، چې هغه د لمک پلار وو. ۱۹د لمک دوه ښځې يوه عده اؤ بله ضِله وه. ۲۰د عده نه يابل پېدا شو، چې د هغو خلقو پلار وو چې څاروى ساتى اؤ په خېمو کښې اوسېږى. ۲۱د هغۀ ورور يوبل وو، هغه د هغو ټولو موسيقارانو پلار وو چې رباب اؤ شپېلۍ غږوى. ۲۲د ضِله نه توبلقائِن پېدا شو، چې هغۀ به د پيتلو اؤ اوسپنې نه هر قِسم آوزار جوړول. د توبلقائِن خور نعمه وه. ۲۳لمک خپلو ښځو ته ووئيل، ”عدې اؤ ضِلې، زما خبره واورئ :  ما يو ځلمے وژلے دے ځکه چې هغۀ زۀ وهلے وم. ۲۴کۀ د قائِن د وژلو په بدل کښې اووۀ کسان وژلے شى، نو زما د وژلو په بدل کښې به اووۀ اؤيا کسان ووژلے شى.“

شيث اؤ انوش

۲۵د آدم اؤ حوا يو بل زوئ وشو. هغې ووئيل، ”خُدائ پاک د هابيل په ځائ ما له يو زوئ راکړے دے، هغه هابيل کُوم چې قائِن وژلے وو.“ نو په هغۀ يې شيث نُوم کېښودو. ۲۶د شيث يو زوئ وشو چې په هغۀ يې انوش نُوم کېښودو. نو د دې نه پس خلقو د مالِک خُدائ نُوم په عِبادت کښې اخستل شروع کړل.