د پېدايښت کِتاب

اته دېرشم باب

يهُوداه اؤ تامار

۱هم هغه وخت يهُوداه خپل ورُوڼه پرېښودل، لاړو اؤ د حيره نُومې يو سړى سره اوسېدو، چې هغه د عدولام د ښار وو. ۲هلته يهُوداه د يوې کنعانۍ جينۍ سره مِلاؤ شو چې د هغې د پلار نُوم سُوع وو. يهُوداه هغه وادۀ کړه اؤ ورسره څملاستو، ۳د هغې يو زوئ وشو، چې هغۀ پرې عير نُوم کېښودو. ۴هغه بيا اُميدواره شوه اؤ يو بل زوئ يې پېدا شو اؤ هغې پرې اونان نُوم کېښودو. ۵د هغې يو بل زوئ وشو اؤ د هغۀ نُوم يې سيله کېښودو. يهُوداه په کزيب کښې وو چې کله دا ماشُوم پېدا شو. ۶يهُوداه د خپل مشر زوئ د پاره ښځه وکړه چې د هغې نُوم تامار وو. ۷د عير سلُوک د مالِک خُدائ په نظر کښې ډېر خراب وو اؤ هغه ترې ناراضا شو، نو مالِک خُدائ هغه مړ کړو. ۸بيا يهُوداه د عير ورور اونان ته ووئيل، ”لاړ شه اؤ د خپلې کونډې ورندارې سره څمله. د هغې د خاوند د ورور په توګه د هغې سره خپله ذِمه وارى پُوره کړه، نو داسې ستا د ورور به هم اولاد وى.“ ۹خو اونان ته پته ولګېده چې هغه بچى به د اونان خپل نۀ وى، نو چې کله به هغه د خپلې کونډې ورندارې سره څملاستو نو هغۀ به د نر اوبۀ په زمکه څڅولې، چې داسې به د هغۀ د ورور بچى نۀ وى. ۱۰هغۀ چې څۀ کول مالِک خُدائ ترې نه په دې ناراضا شو اؤ مالِک خُدائ هغه هم ووژلو. ۱۱بيا يهُوداه خپلې اېنږور تامار ته ووئيل، ”د خپل پلار کور ته لاړه شه اؤ تر هغې پورې کونډه پاتې شه چې زما زوئ سيله لوئ شوے نۀ وى.“ هغۀ دا ځکه ووئيل چې هغه يرېدو چې سيله به ووژلے شى، لکه چې د هغۀ خپل ورُوڼه هم وژلے شوى وُو. نو تامار لاړه اؤ د خپل پلار په کور کښې اوسېده. ۱۲څۀ وخت وروستو د يهُوداه ښځه مړه شوه. چې کله په هغۀ د غم ورځې تېرې شوې، هغه اؤ د هغۀ ملګرې د عدولام حيره، تمنت ته لاړل، چرته چې د هغۀ د ګډو وړۍ کلېدلې. ۱۳تامار ته چا ووئيل چې د هغې سخر ګډو کلولو له تمنت ته ځى. ۱۴نو هغې د کونډتوب جامې وويستلې چې هغې اغوستې وې اؤ مخ يې په څادر پټ کړو اؤ د تمنت په لاره د عينيم ښار سره نزدې ورته کښېناسته. ځکه چې هغې ته ښه پته وه چې د يهُوداه وړُوکے زوئ لوئ شوے وو اؤ تر اوسه پورې يې ودېدو له نۀ وه ورکړې. ۱۵چې کله يهُوداه هغه وليده، نو خيال يې دا وو چې ګنى کنجره ده، ځکه چې هغې خپل مخ پټ کړے وو. ۱۶هغه د لار په غاړه هغې له ورَغلو اؤ وې وئيل، ”زۀ تا سره څملاستل غواړم.“ هغۀ ته پته نۀ وه چې هغه يې اېنږور ده. هغې ووئيل، ”تۀ به ما له څۀ راکړې؟“ ۱۷هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ به تا له د خپلې رَمې نه يوه چېلۍ درولېږم.“ هغې ووئيل، ”ټيک ده، خو تۀ ما له په ضمانت کښې څۀ راکړه چې د ځان سره يې تر هغې پورې کېږدم چې تا چېلۍ نۀ وى رالېږلې.“ ۱۸هغۀ ترې تپوس وکړو، ”زۀ په ضمانت کښې څۀ درسره کېږدم؟“ هغې ورته ووئيل، ”ستا په غاړه کښې خپل مُهر سره د مزى اؤ ستا په لاس کښې دا لخته.“ هغۀ دا څيزُونه هغې له ورکړل. بيا دوئ څملاستل اؤ هغه اُميدواره شوه. ۱۹تامار کور ته لاړه، څادر يې لرې کړو اؤ د کنډتوب جامې يې بيا واغوستلې. ۲۰وروستو يهُوداه خپل ملګرے حيره د چېلۍ سره ورولېږلو چې د ضمانت څيزُونه د هغه ښځې نه واپس راوړى، خو حيره هغه ونۀ مُونده. ۲۱هغۀ په عينيم کښې د څۀ کسانو نه تپوس وکړو، ”هغه کنجره چرته ده چې د لارې په غاړه ناسته وه؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”دلته خو کنجره نۀ وه.“ ۲۲هغه يهُوداه ته واپس راغلو اؤ وې وئيل، ”ما هغه ونۀ مُوندله. د هغه ځائ خلقو ووئيل چې په هغه ځائ کښې کله هم کنجره نۀ وه.“ ۲۳يهُوداه ووئيل، ”پرېږده چې هغه څيزُونه هغه د ځان سره وساتى. مُونږ نۀ غواړُو چې خلق راپورې وخاندى. ما هغې له د مزدُورۍ ورکولو کوشش وکړو، خو تا هغه ونۀ مُوندله.“ ۲۴تقريباً درې مياشتې وروستو يهُوداه ته چا ووئيل، ”ستا اېنږور تامار کنجرتوب کولو اؤ اوس هغه اُميدواره ده.“ يهُوداه ووئيل، ”هغه بهر راوباسئ اؤ په اور کښې يې وسوزوئ.“ ۲۵چې هغه بهر راوويستلے شوه، هغې خپل سخر له خبر ورولېږلو :  ”زۀ د هغه سړى نه اُميدواره يم چې دا څيزُونه د چا وى. دې ته وګورئ چې دا مُهر سره د مزى اؤ دا لخته د چا دى.“ ۲۶يهُوداه دا وپېژندل اؤ وې وئيل، ”هغه په حقه ده. زۀ د هغې سره په خپله ذِمه وارۍ کښې ناکام شوے يم. ځکه چې ما هغه خپل زوئ سيله ته وادۀ نۀ کړه.“ اؤ يهُوداه د هغې سره بيا شپه تېره نۀ کړه. ۲۷چې کله د هغې د بچى پېدا کېدو وخت راغلو، دا پته ولګېده چې د هغې جوړه بچى پېدا کېدُونکى دى. ۲۸چې کله هغه په تکليف کښې وه، يو ماشُوم لاس رابهر کړو، دايڼې يې لاس راونيولو، سُور تار يې ترې تاؤ کړو اؤ وې وئيل، ”دا وړومبے پېدا شوے دے.“ ۲۹خو هغۀ خپل لاس واپس راښکلو اؤ د هغۀ ورور وړومبے پېدا شو. بيا هغه دايڼې ووئيل، ”تا څنګه د ځان د پاره د راوتلو لار جوړه کړې ده!“ نو د هغۀ نُوم فرص شو. ۳۰بيا د هغۀ ورور پېدا شو چې د هغۀ د لاس نه سُور تار تاؤ وو اؤ د هغۀ نُوم زارح شو.