د پېدايښت کِتاب

شپږدېرشم باب

د حضرت عيساؤ اولاد

د تاريخ اول کِتاب ۱‏ :  ۳۴‏-۳۷

۱دا د عيساؤ اولاد دے، چې د ادوم په نُوم هم يادېدو. ۲عيساؤ کنعانۍ جينکۍ وادۀ کړې :  د حِتى اېلون لُور عده، د صبعون حِوى د عنه د زوئ لُور، اُهليبامه، ۳اؤ د اِسمٰعيل لُور د نبايوت خور، بشامه. ۴د عده نه اليفز پېدا شو، د بشامه نه رُعواېل پېدا شو، ۵اؤ اُهليبامه نه يعوس، يعلام اؤ قورح پېدا شول، د عيساؤ دا ټول زامن د کنعان په وطن کښې پېدا شوى وُو. ۶بيا عيساؤ د خپلو ښځو، خپلو زامنو، لُوڼو اؤ د خپل کور ټولو خلقو سره اؤ خپلو ټولو څاروو اؤ د هغه هر څۀ سره چې هغۀ په کنعان کښې ګټلى وُو، روان شو اؤ د خپل ورور يعقُوب نه بل وطن ته لاړو. ۷هغه ځکه لاړو چې په کُوم ځائ کښې هغه اؤ يعقُوب اوسېدل هلته يې ګُزاره نه کېدله، د هغوئ څاروى ډېر زيات وُو اؤ نور دوئ په يو ځائ اوسېدلے نۀ شول. ۸نو عيساؤ د غرُونو وطن ادوم کښې اوسېدو. ۹دا د ادوميانو د پلار نيکۀ، د عيساؤ اولاد دے. ۱۰د عيساؤ د ښځې عده نه يو زوئ، اليفز پېدا شو. اؤ د اليفز پينځۀ زامن وُو :  تيمان، اومر، صفو، جعتام اؤ قنز. اؤ د بلې ښځې، تمنت نه د هغۀ يو بل زوئ عماليق وو. د عيساؤ د ښځې بشامه نه د هغۀ يو زوئ رُعواېل پېدا شو اؤ د رُعواېل څلور زامن وُو :  نحت، زارح، سمه اؤ مِزه. ۱۴د عنه لُور د صبعون نمسۍ چې د عيساؤ ښځه وه د هغې نوم اُهليبامه وو د هغې د عيساؤ نه دا درى زامن پېدا شول :  يعوس، يعلام اؤ قورح. ۱۵دا د عيساؤ اولاد نه جوړې شوې قبيلې دى. د عيساؤ مشر زوئ اليفز د دې قبيلو پلار نيکۀ وو :  تيمان، اومر، صفو، قنز، ۱۶قورح، جعتام اؤ عماليق. دا ټول د عيساؤ د ښځې عده اولاد دے. ۱۷د عيساؤ زوئ رُعواېل د دې قبيلو پلار نيکۀ وو :  نحت، زارح، سمه اؤ مِزه. دا ټول د عيساؤ د ښځې بشامه اولاد وو. ۱۸دا قبيلې د عيساؤ د ښځې اُهليبامه اولاد دے چې هغه د عنه لُور وه :  يعوس، يعلام اؤ قورح. ۱۹دا ټولې قبيلې د عيساؤ په اولاد کښې راځى.

د شعير اولاد

د تاريخ اول کِتاب ۱ :  ۳۸‏-۴۲

۲۰د ادوم د وطن اصلى اوسېدُونکى په قبيلو کښې تقسيم وُو چې د دوئ نسب‌نامه د حورى، شعير دې اولاد ته ځى :  لوطان، سوبل، صبعون، عنه، ديسون، ايصر اؤ ديسان. ۲۲لوطان د حورى اؤ هيمان قومُونو پلار نيکۀ وو. د لوطان د خور تمنت نُوم وو. ۲۳سوبل د علوان، منحات، عيبال، سفو اؤ د اونام قومُونو پلار نيکۀ وو. ۲۴د صبعون دوه زامن آيه اؤ عنه وُو. دا هغه عنه دے چې کله هغۀ د خپل پلار خرۀ څرول نو په صحرا کښې يې ګرمې چينې ومُوندلې. ۲۵عنه د ديسون پلار وو، هغه د حمدان، اشبان، يتران اؤ کِران قومُونو پلار نيکۀ وو. د عنه يوه لُور وه چې د هغې نُوم هم اُهليبامه وو. ۲۷ايصر د بِلهان، زعوان اؤ عقان قومُونو پلار نيکۀ وو. ۲۸ديسان د عُوض اؤ اِران قومُونو پلار نيکۀ وو. ۲۹دا د ادوم په وطن کښې حورى قبيلې دى :  لوطان، سوبل، صبعون، عنه، ديسون، ايصر اؤ ديسان.

د ادوم بادشاهان

د تاريخ اول کِتاب ۱ :  ۴۳‏-۵۴

۳۱د دې نه مخکښې په بنى اِسرائيلو هيچا هم بادشاهى نۀ وه کړې اؤ دې بادشاهانو د ادوم په وطن بادشاهى وکړه :  د دِنهابا نه د بعور زوئ بالع، د بصرا نه د زارح زوئ يوباب، د تيمان د علاقې نه حشيم اؤ د عويت نه د بدد زوئ هدد. هدد د موآب په وطن کښې په يو جنګ کښې ميديانو ته شکست ورکړے وو :  د مُسرقه نه شمله، د سيند د غاړې رحوبوت نه شاؤل، د عکبور زوئ بعل حنان، د پاوُ نه حدد، د هغۀ ښځه مهيطب‌اېل، د مطرِد لُور اؤ ميضاهاب نمسۍ وه. ۴۰عيساؤ د دې ادومى قبيلو پلار نيکۀ وو :  تمنت، علوه، يتيت، اُهليبامه، ايله، فينون، قنز، تيمان، مِبصار، مجدِاېل اؤ عِرام. يوه علاقه به د هم هغه قبيلې په نُوم مشهُوره وه چې چرته به هغه قبيله اوسېده.