د پېدايښت کِتاب

پنځه دېرشم باب

د يعقُوب واپس بيت‌اېل ته راتلل

۱څۀ موده وروستو خُدائ پاک يعقُوب ته ووئيل، ”پاڅه اؤ سمدستى بيت‌اېل ته لاړ شه اؤ هلته اوسېږه. هلته ما ته يوه قُربان‌ګاه جوړه کړه. زۀ هغه خُدائ پاک يم چې تا ته راڅرګند شوے وم چې کله تۀ د خپل ورور عيساؤ نه تښتېدلى.“ ۲نو يعقُوب خپلې کورنۍ ته اؤ هغه ټولو ته چې د هغۀ سره وُو ووئيل، ”تاسو سره چې کُوم پردى بُتان دى هغه وغورزوئ، خپل ځانُونه پاک کړئ اؤ صفا جامې واغوندئ. ۳مُونږ به د دې ځائ نه بيت‌اېل ته ځُو، هلته به زۀ خُدائ پاک ته يوه قُربان‌ګاه جوړه کړم چا چې په تکليف کښې زما سوال اؤرېدلے دے اؤ چې زۀ چرته هم تلے يم نو هغه زما مل وو.“ ۴نو هغوئ هغه ټول پردى بُتان چې د دوئ سره وُو اؤ د دوئ په غوږُونو کښې چې کُومې والۍ وې، هغه يې يعقُوب له ورکړل. هغۀ دا شِکم ته نزدې د څېړۍ د ونې لاندې ښخ کړل. ۵چې کله يعقُوب اؤ د هغۀ زامن په سفر روان وُو، نو د ګېر‌چاپېره ښارُونو په خلقو باندې د خُدائ پاک سخته يره راغله، نو هيڅ څوک ورپسې نۀ شول. ۶يعقُوب د خپلو ټولو خلقو سره لُوز ته راغلو، کُوم چې د کنعان په وطن کښې په بيت‌اېل مشهُور دے. ۷هغۀ هلته يوه قُربان‌ګاه جوړه کړه اؤ په هغه ځائ يې ”د بيت‌اېل خُدائ پاک“ نُوم کېښودو، ځکه چې خُدائ پاک هغۀ ته هلته راڅرګند شوے وو کله چې هغه د خپل ورور نه تښتېدلو. ۸د رِبقه خِدمت‌ګاره دبوره مړه شوه اؤ بيت‌اېل ته نزدې د څېړۍ د ونې لاندې ښخه شوه. نو ځکه د دې نُوم ”د ژړا څېړۍ“ شو. ۹چې کله يعقُوب د ميسوپوتاميه نه راواپس شو، خُدائ پاک يعقُوب ته بيا راڅرګند شو اؤ هغۀ له يې برکت ورکړو. ۱۰خُدائ پاک هغۀ ته ووئيل، ”ستا نُوم يعقُوب دے، خو د نن نه پس ستا نُوم اِسرائيل شو.“ نو د هغۀ نُوم يې اِسرائيل کېښودو. ۱۱اؤ خُدائ پاک هغۀ ته ووئيل، ”زۀ قادر خُدائ پاک يم. تۀ ډېر اولاد پېدا کړه. قومُونه به ستا د اولاد نه جوړېږى اؤ ستا په اولاد کښې به بادشاهان جوړېږى. ۱۲زۀ به هغه وطن تا له درکړم کُوم چې ما اِبراهيم اؤ اِسحاق له ورکړے وو اؤ ستا نه پس به دا وطن ستا اولاد له هم ورکوم.“ ۱۳بيا خُدائ پاک د هغۀ نه لاړو. ۱۴چرته چې خُدائ پاک د هغۀ سره خبرې کړې وې، نو يعقُوب يو يادګارى کاڼے ودرولو اؤ وقف يې کړو، شراب اؤ تېل يې پرې واچول. ۱۵هغۀ په هغه ځائ بيت‌اېل نُوم کېښودو.

د راحيل مرګ

۱۶بيا يعقُوب اؤ د هغۀ کورنۍ د بيت‌اېل نه کډه وکړه اؤ چې کله دوئ د اِفرات نه لږ غوندې لرې وُو، د راحيل د ماشُوم د پېدا کېدو وخت راغلو اؤ هغه په سخت درد کښې وه. ۱۷چې کله هغه په سخت درد کښې وه د هغې ماشُوم پېدا شو، دايڼې هغې ته ووئيل، ”راحيل! يرېږه مه، اوس ستا بل زوئ هم شته.“ ۱۸هغه مړه کېدله اؤ د هغې ساه په وتلو وه. نو هغې په خپل زوئ بِن اَونى نُوم کېښودو، خو يعقُوب پرې بنيامين نُوم کېښودو. ۱۹چې راحيل په حق ورسېده، نو هغه د اِفرات د لار په غاړه ښخه کړے شوه، چې هغه ځائ اوس د بيت‌لحم په نُوم يادېږى. ۲۰يعقُوب هلته يو يادګارى کاڼے ودرولو اؤ دا تر نن ورځې پورې د راحيل د قبر نښه ده. ۲۱يعقُوب بيا کډه يوړه اؤ د عدر د څوکيدارۍ د برج بل طرف ته يې خېمه ولګوله.

د حضرت يعقُوب زامن

د تاريخ اول کِتاب ۲‏ :  ۱‏-۲

۲۲چې کله يعقُوب په هغه وطن کښې اوسېدو، روبين لاړو اؤ د خپل پلار د بلې ښځې بِلهاه سره څملاستو، يعقُوب د دې نه خبر شو اؤ غُصه شو. د يعقُوب دولس زامن وُو. ۲۳دا د لِياه زامن دى :  روبين د يعقُوب مشر زوئ، شمعُون، ليوى، يهُوداه، يساکار اؤ زبولون. ۲۴د راحيل زامن يُوسف اؤ بنيامين وُو. ۲۵د راحيل د وينځې بِلهاه زامن، دان اؤ نفتالى وُو. ۲۶د لِياه د وينځې زِلفه زامن جاد اؤ اشير وُو. دا د يعقُوب زامن دى چې په ميسوپوتاميه کښې پېدا شوى وُو.

د حضرت اِسحاق وفات کېدل

۲۷يعقُوب واپس خپل پلار اِسحاق ته، حبرون سره نزدې ممرې ته راغلو، دا هغه ځائ دې چرته چې اِبراهيم اؤ اِسحاق اوسېدلى وُو. ۲۸د اِسحاق ټول عُمر يو سل اتيا کاله وو ۲۹اؤ اِسحاق ساه ورکړه اؤ ښۀ په پوخ عُمر کښې وفات شو اؤ هغه خپلو زامنو عيساؤ اؤ يعقُوب ښخ کړو.