د پېدايښت کِتاب

څلوردېرشم باب

د دينه بې عِزتى کېدل

۱يوه ورځ، د يعقُوب اؤ لِياه لُور دينه، د کنعانۍ ښځو سره مِلاوېدو د پاره ووتله. ۲همور حِوى د هغې علاقې مَلک وو. د هغۀ زوئ شِکم هغه وليده، نو هغه يې بوتله اؤ د هغې بې عِزتى يې وکړه. ۳خو د يعقُوب لُور دينه د هغۀ نه زړۀ يوړو اؤ هغه په هغې مئين شو اؤ هغۀ د هغې سره خوږې خبرې وکړى. ۴نو شِکم خپل پلار همور ته ووئيل، ”دا جينۍ ما ته وادۀ کړه.“ ۵يعقُوب خبر شو چې د هغۀ د لُور بې عِزتى شوې ده، خو د هغۀ زامن د خپلو څاروو سره په پټو کښې وُو نو ځکه هغۀ د هغوئ د راتلو نه مخکښې څۀ ونۀ وئيل. ۶د شِکم پلار همور ووتلو چې د يعقُوب سره د دې مسئلې په حقله خبرې وکړى، ۷د يعقُوب زامن د پټو نه واپس راروان وُو چې کله هغوئ خبر شول چې شِکم د يعقُوب د لُور بې عِزتى کړې ده نو هغوئ خفه شول اؤ سخت غُصه شول ځکه چې دا د اِسرائيليانو د برداشت نه بهر غلط کار وو. ۸همور هغۀ ته ووئيل، ”زما زوئ شِکم ستا په لُور مئين شوے دے، زۀ تا ته سوال کوم چې هغه پرېږده چې وادۀ يې کړى. ۹زمُونږ سره خپلولۍ وکړئ، خپلې لُوڼه مُونږ له راکړئ اؤ زمُونږ لُوڼه تاسو وکړئ. ۱۰نو تاسو دلته زمُونږ سره په دې وطن کښې اوسېدے شئ، چې تاسو چرته اوسېدل غواړئ دا وطن ستاسو په وړاندې دے، په آزادۍ سره کاروبار کوئ اؤ خپل جائيدادُونه جوړ کړئ.“ ۱۱بيا شِکم د دينه پلار اؤ ورُوڼو ته ووئيل، ”کۀ تاسو زما سره دا ښېګړه کول غواړئ، نو چې تاسو څۀ هم غواړئ زۀ به يې درکړم. ۱۲ما ته ووايئ، چې تاسو څومره مهر هم غواړئ زۀ به يې درکړم، خو تاسو اِجازت راکړئ چې دا جينۍ زۀ وادۀ کړم.“ ۱۳شِکم د هغوئ د خور دينه بې عِزتى کړې وه، نو ځکه د يعقُوب زامنو شِکم اؤ د هغۀ پلار همور ته په چل سره جواب ورکړو. ۱۴دوئ ورته ووئيل، ”مُونږ خپله خور داسې سړى ته نۀ شُو ورکولے چې هغه سُنت نۀ وى، دا به زمُونږ د پاره د شرم خبره وى. ۱۵مُونږ به دا صِرف په يو شرط درکړُو چې تاسو زمُونږ په شان شئ اؤ تاسو ټول نران سُنت کړئ. ۱۶بيا به مُونږ تاسو له خپلې لُوڼه درکړُو اؤ ستاسو لُوڼه به خپلو ځانُونو له وکړُو. مُونږ به ستاسو سره اوسېږُو اؤ يو قوم به شُو. ۱۷کۀ تاسو ته زمُونږ شرطونه منظُور نۀ وى اؤ سُنت نۀ شئ، نو مُونږ به خپله خور بوځُو اؤ لاړ به شُو.“ ۱۸د همور اؤ د هغۀ د زوئ شِکم دا خبرې خوښې شوې، ۱۹اؤ هغه ځوان په دې کار کولو کښې سستى ونۀ کړه، ځکه چې هغه د يعقُوب په لُور مئين وو. هغه د پلار په کورنۍ کښې د ټولو نه عِزتمند سړے وو. ۲۰همور اؤ د هغۀ زوئ شِکم د ښار د دروازې سره نزدې د جرګې ځائ ته لاړل. اؤ د ښار خلقو سره يې خبره وکړه چې :  ۲۱”دا د خېر خلق دى، دوئ دې زمُونږ سره په دې وطن کښې اوسېږى اؤ کاروبار دې کوى. دا وطن د دوئ د پاره هم ښۀ لوئ دے. مُونږ به د دوئ لُوڼه وکړُو اؤ خپلې لُوڼه به دوئ له ورکړو. ۲۲خو دا خلق به صِرف په يو شرط زمُونږ سره اوسېږى اؤ يو قوم به شُو چې مُونږ خپل ټول نران سُنت کړُو، لکه چې دوئ هم سُنت شوى دى. ۲۳د دوئ ټول څاروى اؤ د نور هر څۀ دې زمُونږ نۀ شى څۀ؟ راځئ چې جوړه ورسره وکړُو نو دوئ به زمُونږ سره اوسېږى.“ ۲۴د ښار ټول خلق د همور اؤ شِکم په خبره باندې راضى شول اؤ ټول نران سُنت شول. ۲۵په دريمه ورځ چې د سُنت کېدو په وجه ټول سړى خوږېدل، د يعقُوب دوه زامنو، د دينه سکه ورُوڼو، شمعُون اؤ ليوى، خپلې تُورې راواخستلې، ښار ته دننه په آسانۍ سره راغلل اؤ ټول سړى يې ووژل. ۲۶دوئ همور اؤ د هغۀ زوئ شِکم په تُوره ووژل. بيا دوئ دينه د شِکم د کور نه بوتله اؤ لاړل. ۲۷د دې قتلِ‌عام نه پس د يعقُوب نورو زامنو ښار لُوټ کړو چې د خپلې خور د بې‌عِزتۍ بدل واخلى. ۲۸دوئ رَمې څاروى، خرۀ اؤ په ښار اؤ پټو کښې چې څۀ هم وُو هغه يې يوړل. ۲۹دوئ مال دولت يوړو، ټولې ښځې اؤ ماشُومان يې ونيول اؤ د کورُونو نه يې هر څۀ لُوټ کړل. ۳۰يعقُوب، شمعُون اؤ ليوى ته ووئيل، ”تاسو زۀ په تکليف کښې اچولے يم، اوس به کنعانيان، فرزيان اؤ د دې وطن هر يو کس زما نه نفرت کوى. زما سره دومره سړى نشته، کۀ دوئ ټول زما خِلاف يو ځائ شى اؤ په ما حمله وکړى نو زمُونږ ټوله کورنۍ به تباه شى.“ ۳۱خو هغوئ ووئيل، ”مُونږ دا نۀ شُو زغملے چې زمُونږ خور سره دې د کنجرې په شان سلُوک وشى.“