د پېدايښت کِتاب

دري دېرشم باب

د حضرت يعقُوب د حضرت عيساؤ سره مِلاوېدل

۱يعقُوب چې وکتل نو عيساؤ يې وليدو اؤ څۀ ګورى چې څلور سوه کسان ورسره راروان وُو. نو هغۀ خپل بچى په لِياه، راحيل اؤ په هغه دوه نورو ښځو باندې تقسيم کړل. ۲هغۀ نورې ښځې اؤ د هغوئ بچى مخکښې کړل، بيا يې لِياه اؤ د هغې بچى کړل اؤ راحيل اؤ يُوسف يې وروستو کړل. ۳يعقُوب د دوئ نه مخکښې لاړو اؤ چې څنګه خپل ورور ته ورسېدو، نو ټيټ شو اؤ اووۀ ځل يې تندې په زمکه ولګولو. ۴خو عيساؤ مِلاوېدو د پاره هغۀ له ورمنډه کړل اؤ د هغۀ نه يې لاسُونه تاؤ کړل، غاړه يې ويستلو اؤ ښُکل يې کړو. دوئ دواړو وژړل. ۵چې کله عيساؤ وکتل اؤ هغه ښځې اؤ ماشُومان يې وليدل، نو هغۀ تپوس وکړو، ”دا ستا سره څوک دى؟“ يعقُوب ورته ووئيل، ”صاحِبه! خُدائ پاک په ما ډېر مهربان دے اؤ دا بچى يې راکړى دى.“ ۶بيا هغه نورې ښځې اؤ د هغوئ بچى رامخکښى شول اؤ ورته ټيټ شول، ۷بيا لِياه اؤ د هغې بچى راغلل اؤ په آخِر کښې يُوسف اؤ راحيل راغلل اؤ ورته ټيت شول. ۸عيساؤ ترې تپوس وکړو، ”د هغې بلې ډلې سره چې زۀ مِلاؤ شوم هغه دې د څۀ مقصد د پاره راوستلې ده؟“ يعقُوب ورته ووئيل، ”د دې د پاره چې زما نېک راسره ښۀ شى.“ ۹خو عيساؤ ووئيل، ”زما وروره! زما سره هر څۀ ډېر دى، چې ستا سره هم څۀ دى هغه د ځان د پاره وساته.“ ۱۰يعقُوب ووئيل، ”نه، زۀ تا ته سوال کوم، کۀ تۀ په ما مهربان يې، نو زما د لاسُونو نه دا تُحفه قبُوله کړه. چې ستا مخ ته مې وکتل دا داسې شوه لکه چې د خُدائ پاک مخ ته مې کتلى وى، اوس تۀ زما سره ډېر ښۀ يې. ۱۱زۀ تا ته سوال کوم چې دا تُحفه زما نه قبُوله کړه کُومه چې ما تا له راوړې ده، خُدائ پاک په ما مهربان دے اؤ چې د څۀ څيز هم ضرُورت وو هغه يې راکړے دے.“ يعقُوب په هغۀ زور راوړو نو هغه يې قبُوله کړه. ۱۲عيساؤ ووئيل، ”ځئ چې په خپل سفر باندې ځُو. زۀ به ستاسو سره ځم.“ ۱۳يعقُوب ووئيل، ”زما نېکه! تا ته پته ده چې ماشُومان کمزورى دى، په کار دى چې زۀ د دې ګډو اؤ څاروو اؤ د دوئ د بچو خيال وساتم. کۀ دا مُونږ يوه ورځ هم تېز بوځُو، نو ټول څاروى به مړۀ شى. ۱۴زۀ خپل نېک ته سوال کوم چې د خپل خِدمت‌ګار نه مخکښې لاړ شى اؤ نېکه! زۀ به په مزه مزه د څاروو اؤ د هغوئ د بچو په قدم په تا پسې درځم اؤ په ادوم کښې به درسره مِلاؤ شم.“ ۱۵عيساؤ ووئيل، ”زۀ به تا سره زما خپل څۀ کسان پرېږدم.“ خو يعقُوب ورته ووئيل، ”د دې هيڅ حاجت نشته، زۀ صِرف دا غواړم چې ستا په نظر کښې ښۀ راشم.“ ۱۶نو هم په هغه ورځ عيساؤ په خپله مخه ادوم ته واپس شو. ۱۷خو يعقُوب سُکات ته لاړو، چرته چې هغۀ د خپل ځان د پاره کور اؤ د څاروو د پاره شپولُونه جوړ کړل. نو د هغه ځائ نُوم سُکات شو. ۱۸د ميسوپوتاميه نه په واپسۍ کښې يعقُوب د کنعان په وطن کښې شِکم ښار ته په سلامتۍ سره ورسېدو اؤ د ښار سره نزدې يې په يو پټى کښې خپلې خېمې ولګولې. ۱۹هغۀ د هغه پټى دا حِصه د شِکم پلار همور د اولاد نه د سپينو زرو په سلو سيکو واخستله. ۲۰هغۀ هلته يوه قُربان‌ګاه جوړه کړه اؤ اېل نُوم يې پرې کېښودو کُوم چې د اِسرائيلو خُدائ پاک دے.