د پېدايښت کِتاب

دوه دېرشم باب

د حضرت يعقُوب اؤ د حضرت عيساؤ مِلاوېدل

۱چې يعقُوب څنګه خپل وطن ته لاړو، د خُدائ پاک څۀ فرِښتې ورسره مِلاؤ شوې. ۲چې هغه يې وليدلې، نو وې وئيل، ”دا د خُدائ پاک لښکر دے.“ نو په هغه ځائ يې محنايم نُوم کېښودو. ۳يعقُوب د خپل ځان نه مخکښې د ادوم په وطن کښې د شعير په علاقه کښې خپل ورور ته پېغام وړُونکى ولېږل. ۴هغۀ ورته ووئيل چې زما نېک عيساؤ ته دا پېغام ورسوئ :  ”زۀ ستا تابعدار خِدمت‌ګار يعقُوب يم، چې د ډېر وخت نه د لابن سره د يو مُسافر په شان دېره يم، ۵زۀ غوَيى، خرۀ، ګډې، چېلۍ اؤ نوکران لرم. نېکه! زۀ تا ته خبر درلېږم، د دې د پاره چې ستا په نظر کښې ښۀ راشم.“ ۶کله چې هغه پېغام وړُونکى يعقُوب ته واپس راغلل، هغوئ ووئيل، ”مُونږ ستا ورور عيساؤ له لاړُو اؤ هغه د مخکښې نه تا سره مِلاوېدو د پاره راروان دے. څلور سوه کسان ورسره دى.“ ۷يعقُوب سخت ويرېدو اؤ پرېشانه شو. د هغۀ سره چې کُوم خلق اؤ رَمې، غواګانې اؤ اُوښان وُو هغه يې په دوه ډلو کښې تقسيم کړل. ۸د هغۀ خيال دا وو، ”کۀ عيساؤ راشى اؤ هغه وړومبۍ ډله ختمه کړى نو هغه بله ډله چې کُومه پاتې وى هغه به وتښتى.“ ۹بيا يعقُوب دُعا وکړه، ”زما د نيکۀ اِبراهيم خُدايه پاکه اؤ زما د پلار اِسحاق خُدايه پاکه! زما سوال واوره، مالِکه خُدايه! تا ما ته ووئيل چې خپل وطن اؤ خپلوانو ته لاړ شه اؤ تۀ به زما د پاره هر څۀ سم کړې. ۱۰تا چې خپل خِدمت کوُونکى ته، کُومه مِهربانى اؤ وفادارى ښودلې ده زۀ د هغې قابِل نۀ يم، زۀ چې د اُردن سيند نه پورېوتم نو زما سره هيڅ هم نۀ وُو صِرف يوه امسا وه اؤ اوس زما نه دوه ډلې جوړې شوې دى. ۱۱زۀ تا ته سوال کوم چې ما د خپل ورور عيساؤ نه بچ کړه. زۀ يرېږم هسې نه چې هغه په مُونږ حمله وکړى نو مُونږ به سره د ښځو اؤ ماشُومانو ټول تباه کړى. ۱۲هغه وعده راياده کړه چې تا زما سره کړې وه چې زما د پاره به هر څۀ سم کړې اؤ ما له به دومره اولاد راکړې چې څوک به يې شمېرلے نۀ شى، دومره ډېر لکه چې د سمندر په غاړه شګې دى.“ ۱۳هلته د شپې تېرولو نه پس، يعقُوب د خپلو څاروو نه د خپل ورور عيساؤ د پاره تُحفې خوښې کړې :  دوه سوه چېلۍ اؤ شل چېلى، دوه سوه ګډې اؤ شل ګډان، دېرش هغه اُوښې چې پئ ورکوى د بچو سره، څلوېښت غواګانې اؤ لس غوَيى، شل خرې اؤ لس خرۀ. ۱۶هغۀ دا په دوه ډلو کښې تقسيم کړل اؤ د خپلو نوکرانو نه يې يو يو په هره ډله مشران مُقرر کړل. هغۀ ورته ووئيل، ”زما نه مخکښې لاړ شئ اؤ د مخکښې ډلې اؤ ورپسې راروانې ډلې په مېنځ کښې فاصله وساتئ.“ ۱۷هغۀ وړومبى نوکر له حُکم ورکړو، ”زما ورور عيساؤ چې درسره ملاوېږى اؤ تپوس کوى چې، ستا نېک څوک دے؟ تۀ چرته ځې؟ ستا نه مخکښې دا ځناور د چا دى؟ ۱۸نو ته ورته وايه چې دا ستا د خِدمت‌ګار يعقُوب دى. هغه دا خپل نېک عيساؤ له په تُحفه کښې لېږى. اؤ يعقُوب په خپله په مُونږ پسې راروان دے.“ ۱۹هغۀ دويم اؤ دريم له هم دغه شان حُکم ورکړو اؤ هغه ټولو له چې کُوم د ډلو مشران وُو :  ”تاسو به خامخا داسې وايئ چې کله تاسو د عيساؤ سره مِلاوېږئ. ۲۰تاسو به خامخا وايئ چې ستا خِدمت‌ګار يعقُوب په خپله په مُونږ پسې راروان دے.“ د يعقُوب خيال دا وو چې، ”زۀ به د دې تُحفو سره د هغۀ غُصه سړه کړم اؤ چې کله ورسره مخامخ شم کېدے شى چې هغه ما ته په خېر راغلے ووائى.“ ۲۱هغۀ هغه تُحفې د ځان نه مخکښې ولېږلې اؤ هغه شپه په محنايم کښې پاتې شو.

د حضرت يعقُوب په فنى‌اېل کښې کُشتى کول

۲۲هم په هغه شپه يعقُوب پاڅېدو، هغۀ خپلې دوه نِکاح کړې ښځې، د هغۀ دوه نورې ښځې اؤ خپل يولس زامن روان کړل اؤ د يبوق په سيند کښى هغه ځائ کښې پورې وتل چرته چې اوبۀ کمى وى. ۲۳هغۀ هغوئ روان کړل اؤ پورې يې ويستل، د هغۀ سره چې څۀ وُو هغه يې هم پورې ولېږل، ۲۴خو هغه يواځې پاتې شو. بيا يو سړے راغلو اؤ د هغۀ سره يې د سحر د رڼا پورې کُشتى وکړه. ۲۵چې کله هغه سړى ته پته ولګېده چې مُقابله يې نۀ شوه ګټلے، نو هغۀ يعقُوب په پتُون ووهلو اؤ پتُون يې د بند نه ووتلو. ۲۶هغه سړى ووئيل، ”د سحر رڼا شوه، ما پرېږده چې لاړ شم.“ يعقُوب ورته ووئيل، ”زۀ به تا کله هم نۀ پرېږدم، چې تر څو پورې دې ما له برکت نۀ وى راکړے.“ ۲۷هغه سړى ترې تپوس وکړو، ”ستا څۀ نُوم دے؟“ نو هغۀ ورته ووئيل، ”يعقُوب.“ ۲۸هغه سړى ورته ووئيل، ”د نن نه پس به ستا نُوم يعقُوب نۀ وى. تا د خُدائ پاک اؤ د اِنسان سره مُقابله کړې ده اؤ تا ګټلې ده، د اوس نه به ستا نُوم اِسرائيل وى.“ ۲۹يعقُوب ورته ووئيل، ”اوس تۀ ما ته خپل نُوم وښايه.“ خو هغۀ ورته ووئيل، ”تۀ ولې زما د نُوم تپوس کوې؟“ بيا هغۀ يعقُوب له برکت ورکړو. ۳۰يعقُوب ووئيل، ”ما خُدائ پاک مخامخ ليدلے دے اؤ بيا هم لا ژوندے پاتې يم“، نو په هغه ځائ يې فنى‌اېل نُوم کېښودو. ۳۱نمر راختلو چې يعقُوب د فنى‌اېل نه تلو اؤ د خپل پتُون په وجه ګُډ ګُډ روان وو. ۳۲تر نن ورځې پورې د اِسرائيل اولاد هغه پله نۀ خورى کُومه چې د پتُون په بند پورې وى، ځکه چې د پتُون د بند هم په دې ځائ هغه سړى يعقُوب وهلے وو.