د پېدايښت کِتاب

يودېرشم باب

د حضرت يعقُوب د لابن نه تښتېدل

۱نو يعقُوب واؤرېدل چې د لابن زامن وائى، ”زمُونږ د پلار سره چې څۀ هم وُو نو هغه يعقُوب د خپل ځان سره وړى دى. د هغۀ سره چې څومره دولت دے هغه ټول زمُونږ د پلار وو.“ ۲هغۀ ته دا پته هم ولګېده چې لابن اوس دومره ورسره ښۀ نۀ دے لکه چې هغه څومره مخکښې وو. ۳بيا مالِک خُدائ هغۀ ته ووئيل، ”واپس د خپل پلار نيکۀ وطن اؤ خپلوانو له لاړ شه. زۀ به ستا مل يم.“ ۴نو يعقُوب راحيل اؤ لِياه راوغوښتلې چې د هغۀ سره په پټى کښې مِلاؤ شى چرته چې د هغۀ رَمې وې. ۵هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”ما ته پته لګېدلې ده چې ستاسو پلار زما سره دومره ښۀ نۀ دے لکه چې څومره مخکښې وو، خو زما د پلار خُدائ پاک زما مل دے. ۶تاسو دواړو ته پته ده چې ما د خپل ټول طاقت سره ستاسو د پلار خِدمت وکړو. ۷هغۀ زۀ دهوکه کړم اؤ لس ځل يې زما مزدُورى بدله کړې ده. خو خُدائ پاک هغه ما ته څۀ نُقصان رسولو ته پرې نۀ ښودلو. ۸چې کله هم لابن وئيلى دى، برَګې چېلۍ به ستا مزدُورى وى، ټولو رَمو برَګ بچى راوړل. چې کله هغۀ ووئيل، د کرښو والا چېلۍ به ستا مزدُورى وى، نو ټولو رَمو د کرښو والا بچى راوړل. ۹خُدائ پاک ستاسو د پلار نه رَمې اخستې دى اؤ هغه يې ما له راکړى دى. ۱۰د څاروو د وار راوړو په وخت کښې ما يو خوب وليدو اؤ ما وکتل چې کُوم چېلى چې چېلۍ مال کوى هغه د کرښو والا، ټکى ټکى اؤ برَګ وُو. ۱۱د خُدائ پاک فرِښتې ما ته په خوب کښې ووئيل، يعقُوبه! ما جواب ورکړو، زۀ حاضر يم. ۱۲هغې ووئيل، وګوره، هغه ټول چېلى کُوم چې چېلۍ مال کوى هغه د کرښو والا ټکى ټکى اؤ برَګ دى. زۀ داسې ځکه کوم چې لابن تا سره څۀ کوى نو ما ته د هغه هر څۀ پته ده. ۱۳زۀ خُدائ پاک يم چې په بيت‌اېل کښې تا ته راڅرګند شوے وم، چې هلته تا يو کاڼے د يادګار په توګه وقف کړو اؤ په هغې دې تېل واچول اؤ هلته تا زما سره يو لوظ وکړو. اوس تۀ هغه وطن ته واپس لاړ شه چرته چې تۀ پېدا شوے يې.“ ۱۴راحيل اؤ لِياه يعقُوب ته ووئيل، ”مُونږ ته زمُونږ د پلار په ميراث کښې هيڅ هم پاتې نۀ دى. ۱۵هغه مُونږ په پردو کښې شمېرى. هغۀ مُونږه خرڅې کړى يُو اؤ زمُونږ په سر هغۀ چې څومره روپۍ اخستې وې هغه ټولې يې ختمې کړى دى. ۱۶هغه ټول دولت کُوم چې خُدائ پاک زمُونږ د پلار نه اخستے دے هغه زمُونږ اؤ زمُونږ د بچو دے. چې تا ته خُدائ پاک څۀ وئيلى دى هم هغسې وکړه.“ ۱۷نو يعقُوب واپس خپل پلار ته د تلو تيارى وکړه چې د هغۀ پلار د کنعان په وطن کښې وو. هغۀ خپل زامن اؤ د هغوئ ښځې په اُوښانو سورې کړې اؤ خپلې ټولې رَمې يې د خپل ځان نه مخکښې روانې کړې، اؤ سره د هغه هر څۀ چې هغۀ په ميسوپوتاميه کښې ګټلى وُو. ۱۹لابن د خپلو ګډو نه وړۍ کلولو د پاره تلے وو اؤ چې هغه نۀ وو نو راحيل د خپل پلار د کور بُتان پټ کړل. ۲۰يعقُوب لابن دهوکه کړو ځکه چې هغه يې د خپل تګ نه خبر نۀ کړو. ۲۱د هغۀ سره چې څۀ وُو هغه يې راواخستل اؤ په تېزۍ سره لاړو. هغه د فرات د سيند نه پورې وتلو اؤ د غرُونو وطن جِلعاد ته روان شو.

د لابن په حضرت يعقُوب پسې تلل

۲۲درې ورځې وروستو لابن خبر شو چې يعقُوب تښتېدلے دے. ۲۳نو هغۀ خپل سړى ځان سره کړل اؤ اووۀ ورځې په يعقُوب پسې وُو چې د غرُونو وطن جِلعاد سره يې را ايسار کړو. ۲۴په هغه شپه خُدائ پاک لابن ته په خوب کښې راغلو اؤ هغۀ ته يې ووئيل، ”خيال کوه چې يعقُوب ته هيڅ هم ونۀ وائې.“ ۲۵لابن يعقُوب د جِلعاد په غرُونو کښې ګېر کړو، چرته چې يعقُوب خېمه لګولې وه. لابن هم د خپلوانو سره هلته خېمه ولګوله. ۲۶لابن يعقُوب ته ووئيل، ”تا ولې زۀ دهوکه کړم اؤ زما لُوڼه دې داسې بوتلې لکه د تُورې په زور دې نيولې وى؟ ۲۷تا ولې زۀ دهوکه کړم اؤ زۀ دې خبر هم نۀ کړم اؤ وتښتېدلې؟ کۀ تا ما ته وئيلى وے، نو ما به تۀ په خپله مخه په خوشحالۍ سره اؤ د سندرو اؤ د رباب، منګى سره رُخصت کړے وې. ۲۸تا دې ته هم پرې نۀ ښودم چې ما خپل نمسى اؤ لُوڼه ښُکل کړے وے اؤ دوئ ته مې په مخه ښه وئيلى وے. دا دې د کم عقلۍ کار کړے دے. ۲۹زۀ تا ته د نُقصان رسولو زور لرم، خو تېره شپه زما د پلار خُدائ پاک ما له خبردارے راکړو چې تا ته هيڅ هم ونۀ وايم. ۳۰ما ته پته وه چې تۀ ځې ځکه چې تۀ واپس کور له تلو ته ډېر بې‌صبره وې، خو زما د کور هغه بُتان دې ولې پټ کړل؟“ ۳۱يعقُوب جواب ورکړو، ”زۀ يرېدم، زما خيال دا وو چې تۀ خپلې لُوڼه زما نه په زور بوځې. ۳۲خو کۀ تا دلته د چا سره هم ستا بُتان پېدا کړل، نو هغه به ژوندے نۀ شى پرېښودلے. دلته زمُونږ د خپلوانو په مخکښې يې وګوره، چې ستا څۀ څيز هم وى نو خپل څيز يوسه.“ يعقُوب ته پته نۀ وه چې د لابن بُتان راحيل پټ کړى وُو. ۳۳لابن لاړو اؤ د يعقُوب خېمه يې ولټوله، بيا هغه د لِياه خېمې اؤ د هغه دوه وينځو خېمې ته لاړو، خو هغۀ خپل بُتان ونۀ مُوندل. بيا هغه د راحيل خېمې ته لاړو. ۳۴راحيل د کور هغه بُتان راخستى وُو اؤ هغه يې د اُوښ د زين په کڅوړه کښې کېښودلى وُو اؤ په هغې باندې ناسته وه. لابن هغه ټوله خېمه ولټوله، خو هغه يې ونۀ مُوندل. ۳۵راحيل خپل پلار ته ووئيل، ”پلاره! ما ته مۀ غُصه کېږه، خو چې تۀ دلته يې ستا په مخکښې زۀ نۀ شم پاڅېدلے، په ما د ښځو بيمارى راغلې ده.“ لابن لټُون وکړو خو د خپل کور هغه بُتان يې پېدا نۀ کړل. ۳۶بيا يعقُوب غُصه شو، ”ما څۀ بد کړى دى؟ زما ګُناه څۀ ده چې تۀ داسې تېز په ما پسې راورسېدې؟ ۳۷اوس چې زما سره څۀ دى هغه ټول دې ولټول، تا د خپل کور کُوم يو څيز مُوندلے دے چې هغه ستا وى؟ دا دلته بهر ښکاره کېږده چې زما اؤ ستا خپلوان يې وګورى اؤ دوئ به فېصله وکړى چې په مُونږ کښې څوک په حقه دے. ۳۸زۀ ستا سره د شلو کالو نه يم، ستا ګډو اؤ ستا چېلو په يو کال هم بچے نۀ دے ضائع کړے اؤ ما يو ګډ هم ستا د رَمو نه نۀ دے خوړلے. ۳۹چې کله هم يو ځنګلى ځناور ستا ګډه خوړلې ده، ما هغه تاوان په خپله درکړے دے. تا هر هغه څيز زما نه غوښتے دے چې چا د ورځې يا شپې پټ کړے وى. ۴۰ډېر ځل زۀ د ورځې ګرمۍ سوے يم اؤ د شپې يخنۍ وچ کړے يم. اؤ زما خوب تښتيدلے وو. ۴۱د شلو کالو نه زۀ ستا په کور کښې يم. څوارلس کاله ما ستا دوه لُوڼو اؤ شپږ کاله ستا د رَمو د پاره، ستا خِدمت کړے دے. اؤ بيا هم، تا لس ځل زما مزدُورى بدله کړه. ۴۲کۀ زما د پلار خُدائ پاک، کُوم چې د اِبراهيم اؤ اِسحاق خُدائ پاک دے، زما مل نۀ وے، نو تا به زۀ مخکښې خالى لاسُونه لېږلے وے. خو خُدائ پاک زما تکليف اؤ کُوم خِدمت چې ما کړے دے هغه ليدلے دے اؤ ځکه خُدائ پاک تېره شپه تۀ ملامته کړې.“

د حضرت يعقُوب اؤ لابن په مېنځ کښې مُعاهده

۴۳بيا لابن يعقُوب له جواب ورکړو، ”دا ځوانې ښځې زما لُوڼه دى، د دوئ بچى زما دى اؤ دا رَمې زما دى. چې تۀ دلته څۀ هم ګورې هغه زما دى. خو زۀ خپلې لُوڼه اؤ د هغوئ بچى نۀ شم ساتلے، ۴۴نو زۀ تا سره يو تړون کولو ته تيار يم. راځه چې داسې څۀ وکړُو چې زمُونږ دا تړون پرې مُونږ ته رايادېږى.“ ۴۵نو يعقُوب يوه تيږه راواخستله اؤ هغه يې د يو يادګار په توګه ودروله. ۴۶هغۀ خپلو سړو ته ووئيل چې څۀ کاڼى راټول کړئ نو هغوئ کاڼى راټول کړل اؤ يو ډېرے يې ترې نه جوړ کړو. بيا هغوئ د هغه کاڼو د ډېرى سره ډوډۍ وخوړله. ۴۷لابن په دې يجرشاهدوتها نُوم کېښودو، خو يعقُوب پرې جِلعاد نُوم کېښودو. ۴۸لابن يعقُوب ته ووئيل، ”دا د کاڼو ډېرے به زمُونږ د دواړو د پاره يو يادګار وى.“ نو ځکه د هغه ځائ نُوم جِلعاد شو. ۴۹لابن دا هم ووئيل، ”مالِک خُدائ دې په مُونږ نظر وساتى چې کله مُونږ د يو بل نه جُدا يُو.“ نو د هغه ځائ نُوم مصفاه هم شو. ۵۰لابن ووئيل، ”کۀ تۀ زما د لُوڼو سره بد سلُوک کوې يا نورې ښځې وادۀ کوې، کۀ ما ته پته هم نۀ وى، ياد لره چې خُدائ پاک مُونږ ګورى. ۵۱دا هغه کاڼى دى چې ما زمُونږ په مېنځ کښې ډېرے کړى دى اؤ دا هغه يادګارى تيږه ده. ۵۲دا ډېرے اؤ دا يادګارى تيږه دواړه يادګارُونه دى. زۀ به کله هم په تا حمله کولو د پاره د دې نه نۀ درتېرېږم اؤ تۀ هم په ما حمله کولو د پاره د دې يادګارى تيږې نه مۀ راتېرېږه. ۵۳د اِبراهيم خُدائ پاک اؤ د ناحور خُدائ پاک به په مُونږ نظر وکړى چې مُونږ کُومه مُعاهده کړې ده چې د هغې خيال ساتُو.“ بيا، يعقُوب د هغه خُدائ پاک په نُوم د کُوم چې د هغۀ پلار اِسحاق عِبادت کولو پوخ لوظ وکړو چې دا وعده به پُوره کوى. ۵۴هغۀ يو ځناور حلال کړو اؤ دا يې په غر باندې د قُربانۍ په توګه پېش کړو اؤ يعقُوب ډوډۍ له د هغۀ خپلوان راوغوښتل، دوئ ډوډۍ وخوړه اؤ بيا يې په غر باندې شپه تېره کړه. ۵۵بل سحر وختى لابن خپل نمسى اؤ لُوڼه ښُکل کړل اؤ په مخه ښه يې ورته ووئيل اؤ واپس کور ته روان شو.