د پېدايښت کِتاب

دېرشم باب

۱خو د راحيل نه د يعقُوب هيڅ بچى پېدا شوى نۀ وُو. نو په راحيل خپله خور بده لګېده اؤ يعقُوب ته يې ووئيل، ”زۀ غواړم چې زما نه دې هم بچى وى ګنى زۀ به مړه شم.“ ۲يعقُوب راحيل ته غُصه شو اؤ وې وئيل، ”زۀ څۀ خُدائ پاک خو نۀ يم چې تا له د بچو نِعمت نۀ درکوى.“ ۳هغې ووئيل، ”زما وينځه بِلهاه بوځه، د هغې سره څمله، نو د هغې به زما د پاره بچى پېدا شى. اؤ د هغې په وجه به زما کور آباد شى.“ ۴نو هغې بِلهاه خپل خاوند له ورکړه اؤ هغه د هغې سره څملاستو. ۵بِلهاه اُميدواره شوه اؤ د يعقُوب يو زوئ ترې پېدا شو. ۶راحيل ووئيل، ”خُدائ پاک زما په حق کښې فېصله کړې ده. هغۀ زما سوال اؤرېدلے دے اؤ ما له يې يو زوئ راکړے دے“، نو د هغۀ نُوم يې دان کېښودو. ۷بِلهاه يو ځل بيا اُميدواره شوه اؤ د يعقُوب ترې دويم زوئ وشو. ۸راحيل ووئيل، ”ما د خپلې خور سره لويه مُقابله کړې ده. خو ما ګټلې ده“، نو د هغۀ نُوم يې نفتالى کېښودو. ۹چې کله لِياه ته دا پته ولګېده چې د هغې به نور بچى نۀ کېږى، نو هغې خپله وينځه زِلفه يعقُوب له ورکړه چې ښځه يې شى. ۱۰بيا د زِلفه نه د يعقُوب يو زوئ وشو. ۱۱لِياه ووئيل، ”زۀ بختوره يم“، نو د هغۀ نُوم يې جاد کېښودو. ۱۲د زِلفه نه د يعقُوب يو بل زوئ وشو، ۱۳اؤ لِياه ووئيل، ”زۀ څومره خوشحاله يم! اوس به ښځې ما ته خوشحاله وائى“، نو هغې د هغۀ نُوم اشير کېښودو. ۱۴د غنمو د لَو په وخت روبين پټو ته لاړو اؤ هلته يې هغه بُوټى ومُوندل د کُومو په ذريعه چې د زنانه حمل لګېدلو اؤ هغه يې خپلې مور لِياه له راوړل. راحيل لِياه ته ووئيل، ”ما له خو ستا د زوئ بُوټى لږ راکړه.“ ۱۵لِياه جواب ورکړو، ”دا څۀ وړه خبره ده چې زما خاوند دې رانه قبضه کړے دے؟ اؤ اوس تۀ وائى چې ما له هغه د حمل بُوټى راکړه کوم چې ستا زوئ راوړى دى.“ راحيل ووئيل، ”کۀ تۀ ما له ستا د زوئ هغه بُوټى راکړې، نو تۀ نن شپه د يعقُوب سره څملاستے شې.“ ۱۶چې کله يعقُوب ماښام د پټو نه راغلو، لِياه بهر مِلاوېدو له هغۀ له ورغله اؤ وې وئيل، ”تۀ به خامخا نن زما سره څملې، ځکه چې ما د خپل زوئ د حمل بُوټى ستا په سر ورکړى دى.“ نو په هغه شپه د هغې سره څملاستو. ۱۷خُدائ پاک د لِياه سوال واؤرېدو اؤ هغه اُميدواره شوه اؤ د يعقُوب ترې پينځم زوئ وشو. ۱۸لِياه ووئيل، ”خُدائ پاک ما له خپل اجر راکړے دے، ځکه چې ما خپله وينځه خپل خاوند له ورکړه“، نو هغې په خپل زوئ يساکار نُوم کېښودو. ۱۹لِياه بيا اُميدواره شوه اؤ د يعقُوب ترې شپږم زوئ وشو. ۲۰هغې ووئيل، ”خُدائ پاک ما له يوه ښُکلې تُحفه راکړې ده. اوس به زما خاوند زما قدر کوى، ځکه چې زما نه د هغۀ شپږ زامن پېدا شوى دى“، نو هغې د هغۀ نُوم زبولون کېښودو. ۲۱وروستو د هغې يوه لُور پېدا شوه، چې د هغې نُوم يې دينه کېښودو. ۲۲بيا خُدائ پاک راحيل راياده کړه، هغۀ د هغې سوال قبُول کړو اؤ هغې له يې هم بچى ورکړل. ۲۳هغه اُميدواره شوه اؤ يو زوئ يې پېدا شو. هغې ووئيل، ”خُدائ پاک ما له يو زوئ راکړو نو زۀ يې د پېغور نه خلاصه کړم. ۲۴نو هغې د هغۀ نُوم يُوسف کېښودو. مالِک خُدائ دې ما له يو بل زوئ هم راکړى.“

د حضرت يعقُوب رَمې زياتېدل

۲۵د يُوسف د پېدا کېدو نه پس، يعقُوب لابن ته ووئيل، ”ما له اِجازت راکړه، چې زۀ خپل کور اؤ خپل وطن ته واپس لاړ شم. ۲۶ما له زما ښځې اؤ زامن راکړه چې ما ستا خِدمت کولو کښې ګټلى دى اؤ زۀ به لاړ شم. ځکه چې تا ته پته ده چې ما ستا څومره ښۀ خِدمت کړے دے.“ ۲۷لابن هغۀ ته ووئيل، ”کۀ زۀ ستا په نظر کښې ښۀ يم نو يوه خبره به وکړم :  ما ته غېبانه پته لګېدلې ده چې هم ستا په وجه مالِک خُدائ ما له برکت راکړے دے. ۲۸چې تۀ څومره مزدُورى غواړې نو ووايه اؤ زۀ به يې درکړم.“ ۲۹يعقُوب جواب ورکړو، ”تا ته په خپله پته ده چې ما ستا څومره خِدمت کړے دے اؤ ستا رَمې زما سره څومره زياتې شوې دى. ۳۰ځکه چې تا زما د راتلو نه مخکښې لږ څۀ لرل اؤ اوس ډېر زيات شول اؤ چې ما چرته هم ستا رَمې بوتلې دى مالِک خُدائ تا له برکت درکړے دے. اوس هغه وخت راغلے دے چې زۀ د خپلې کورنۍ خيال وساتم.“ ۳۱لابن ترې تپوس وکړو، ”زۀ تا له څۀ درکړم؟“ يعقُوب جواب ورکړو، ”زۀ درنه هيڅ مزدُورى نۀ غواړم. زۀ به بيا ستا رَمې څروم اؤ ساتم کۀ تۀ زما د پاره يو کار وکړې :  ۳۲نن به زۀ ستا په ټولو رَمو کښې وګرځم اؤ هر تور ګډُورے اؤ ټولې ټکى ټکى اؤ برَګې چېلۍ به راوباسم. بس دا ټوله مزدُورى ده چې زۀ يې غواړم. ۳۳په راتلُونکى وخت کښې به تا ته په آسانۍ سره پته ولګې کۀ زۀ رښتُونے سړے يم. چې کله تۀ بيا د دې کتلو له راشې، کۀ زما سره توره ګډه، ټکى ټکى يا برَګې چېلۍ نۀ وى، نو تۀ به پوهه شې چې پټې کړے شوې دى.“ ۳۴لابن جواب ورکړو، ”ټيک ده. مُونږ به هم ستا په خبره کار کوُو.“ ۳۵خو په هغه ورځ لابن هغه چېلى چې کرښې پرې وې يا برَګ وُو هغه يې بېل کړل اؤ هغه ټولې چېلۍ چې ټکى ټکى اؤ برَګې وې اؤ تورې ګډې يې هم ترې لرې کړې. اؤ هغۀ دا د خپلو زامنو په حواله کړې، ۳۶اؤ بيا د دې رَمې سره د يعقُوب نه د دريو ورځو د مزل برابر لرې لاړو. يعقُوب د لابن پاتې رَمې ساتلې. ۳۷يعقُوب د سپېدار، بادام اؤ چِنار د ونو شنې څانګې راماتې کړې اؤ پوستکى يې ترې لرې کړل نو په دې څانګو باندې سپينې کرښې راووتلې. ۳۸هغۀ دا څانګې د رَمو په مخکښې د اوبو په ډيګو کښې کېښودې. هغۀ دا هلته پرېښودې، ځکه چې کله به څاروى اوبو څښلو له راتلل نو هلته به مال کېدل. ۳۹نو چې دا د څانګو په مخکښې مال شوې نو هغوئ د کرښو والا، ټکى ټکى اؤ برَګ بچى راوړل. ۴۰يعقُوب ګډې د چېلو نه بېلې ساتلې اؤ هغۀ د هغوئ مخُونه د لابن د کرښو والا اؤ تورو څاروو ته کړل. نو هغۀ خپله رَمه جوړه کړه اؤ دا يې د لابن د رَمې نه جُدا کړه. ۴۱چې کله تکړه څاروى مال کېدل، يعقُوب د هغوئ په مخکښې د اوبو په هغه ډيګو کښې څانګې کېښودې، نو د هغه څانګو په خوا کښې به څاروى مال کېدل. ۴۲خو هغۀ د کمزورو څاروو په مخکښې هغه څانګې کېنۀ ښودلې. نو هغه ټول کمزورى څاروى د لابن شول اؤ تکړه ټول د يعقُوب شول. ۴۳نو يعقُوب ډېر مالدار شولو. د هغۀ ډېرې رَمې نوکران، اُوښان اؤ خرۀ وُو.