د پېدايښت کِتاب

دريم باب

د بنيادم نافرمانى کول

۱مالِک خُدائ، خُدائ پاک چې څومره ځناور پېدا کړى وُو مار په کښې د ټولو نه چالاک وو. مار د ښځې نه تپوس وکړو، ”دا رښتيا دى څۀ چې تاسو ته خُدائ پاک وئيلى دى چې د باغ د هرې يوې ونې مېوه مۀ خورئ؟“ ۲ښځې جواب ورکړو، ”مُونږ ته په باغ کښې د هرې ونې نه د مېوې خوړلو اِجازت شته، ۳خو بغېر د هغه ونې نه چې د باغ په مېنځ کښې ده. خُدائ پاک مُونږ ته وئيلى دى چې د هغې ونې مېوه ونۀ خورئ اؤ نۀ چې لاس وروړئ، کۀ لاس مو وروړو، نو تاسو به مړۀ شئ.“ ۴مار جواب ورکړو، ”دا دروغ دى، تاسو به نۀ مرئ. ۵خُدائ پاک دا ځکه وئيلى دى، چې هغۀ ته پته ده کۀ تاسو د دې مېوه وخوړه نو ستاسو سترګې به وغړېږى، د خُدائ پاک په شان به شئ اؤ په ښۀ اؤ بد به پوهه شئ.“ ۶چې ښځې ونه وليده نو په زړۀ کښې يې راغلل چې دا ونه دومره ښُکلې ده، مېوه به يې څومره خوَږه وى اؤ څومره مزه به وکړى چې هوښيار شُو. نو لږه مېوه يې ترې وشُوکوله اؤ وې خوړله. بيا يې هلته لږه ترې نه خاوند له هم ورکړه اؤ هغۀ هم وخوړله. ۷چې دا يې څنګه وخوړه، نو د دوئ سترګې وغړېدلې اؤ پته ورته ولګېده چې دوئ خو بربنډ دى، نو دوئ د اينځر پاڼې وګنډلې اؤ ځانُونه يې پرې پټ کړل. ۸د ماښامى په نرئ نرئ هوا کښې دوئ د مالِک خُدائ، خُدائ پاک د تلو آواز واؤرېدو، نو دوئ په ونو کښې پټ شول. ۹خو مالِک خُدائ، خُدائ پاک آدم له آواز ورکړو، ”تۀ چرته يې؟“ ۱۰هغۀ ورته ووئيل، ”ما په باغ کښې ستا د تلو آواز واؤرېدو، زۀ ويرېدم اؤ ستا نه پټ شوم، ځکه چې بربنډ وم.“ ۱۱نو خُدائ پاک ترې تپوس وکړو، ”تا ته چا ووئيل چې تۀ بربنډ يې؟ تا هغه مېوه وخوړه څۀ چې د کُومې نه ما منع کړے وې؟“ ۱۲آدم جواب ورکړو، ”کُومه ښځه چې تا زما سره کړې ده هغې ما له هغه مېوه راکړه، نو ما وخوړه.“ ۱۳نو مالِک خُدائ، خُدائ پاک د ښځې نه تپوس وکړو، ”تا ولې داسې وکړل؟“ هغې ورته ووئيل، ”زۀ خو مار دهوکه کړم اؤ ما وخوړله.“

د خُدائ پاک د اِنصاف فېصله کول

۱۴بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک مار ته ووئيل، ”د دې کار په وجه ستا به دا سزا وى، په ټولو ځناورو کښې به صِرف تۀ لعنتى شې :  د اوس نه به په خېټه تلل کوې اؤ چې تر څو ژوندے يې خاورې به خورې. ۱۵زۀ به ستا اؤ د ښځې په مېنځ کښې دُښمنى پېدا کړم، د هغې اؤ ستا اولاد به همېشه دُښمنان وى. هغه به ستا سر چخڼى کوى اؤ تۀ به هغه په پُونده چيچې.“ ۱۶اؤ هغۀ ښځې ته ووئيل، ”زۀ به ستا د اُميدوارۍ تکليف اؤ د ماشُوم د زېږېدو درد زيات کړم. خو د دې باوجُود، ستا شوق به خپل خاوند ته وى اؤ هغه به په تا اِختيار لرى.“ ۱۷اؤ هغۀ آدم ته ووئيل، ”تا د ښځې خبره ومنله اؤ هغه مېوه دې وخوړه چې د کُومې نه ما منع کړے وې. ستا د عمل په وجه زمکه لعنتى شوه. د خپل خوراک د پاره ته به ټول عُمر په دې زمکه کښې سخته خوارى کوې. ۱۸دا به آزغى اؤ مرکُونډۍ زرغُونوى اؤ تۀ به ځنګلى بُوټى خورې. ۱۹سخت محنت به کوې، خولې به درنه بهېږى اؤ ډوډۍ به خورې، تر دې چې د خاورو سره خاورې شې چې د څۀ نه جوړ شوے يې. تۀ د خاورې نه جوړ وې اؤ بيا به خاورو له ورځې.“ ۲۰آدم په خپله ښځه حوا نُوم کېښودو، ځکه چې هغه د ټولو بنيادمو مور وه. ۲۱نو مالِک خُدائ د آدم اؤ د هغۀ د ښځې د پاره د ځناورو د څرمنې نه جامې جوړې کړې اؤ ور وايې غوستې.

د حضرت آدم اؤ بى‌بى حوا د عدن د باغ نه ويستل

۲۲بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک ووئيل، ”بنيادم زمُونږ په شان شوے دے اؤ د ښۀ اؤ بد پوهه لرى. هسې نه چې خپل لاس اُوږد کړى اؤ د ژوند ورکوُونکى ونې نه هم مېوه وخورى، نو همېشه به ژوندے پاتې شى.“ ۲۳نو مالِک خُدائ، خُدائ پاک هغه د عدن باغ نه وشړلو اؤ د هغه زمکې کَرلو رېبلو ته يې ولېږلو چې د کُومې د خاورې نه جوړ وو. ۲۴آدم يې بهر کړو اؤ د باغ نَمرخاتۀ طرف ته يې د وزرو والا مخلُوق اؤ يوه اور لرُونکې تُوره ودروله چې هر طرف ته به تاوېده، چې د ژوند د ونې د لارې حِفاظت وکړى.