د پېدايښت کِتاب

نهه ويشتم باب

د حضرت يعقُوب د لابن کور ته رسېدل

۱بيا يعقُوب په خپل سفر روان وو اؤ د نَمرخاتۀ په طرف د خلقو وطن ته لاړو. ۲چې څنګه هغۀ وکتل نو هغۀ په مېدان کښې يو کُوهے وليدو اؤ وې ليدل چې درې رَمې ورسره پرتې وې. هغه رَمو به د دې کُوهى نه اوبۀ څښلې اؤ د هغه کُوهى په خُله يوه غټه تيږه پرته وه. ۳اؤ چې کله به ټولې رَمې هلته راغونډې شوې، نو شپانو به هغه تيږه لرې کوله اؤ اوبۀ به يې ورکولې. بيا به هغوئ هغه تيږه واپس په خپل ځائ د کُوهى په خُله کېښودله. ۴يعقُوب د شپانو نه تپوس وکړو، ”زما ورُوڼو! تاسو د کُوم ځائ يئ؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”مُونږ د حاران يُو.“ ۵هغۀ ترې تپوس وکړو، ”تاسو د ناحور نمسے، لابن پېژنئ؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”اؤ مُونږ يې پېژنُو.“ ۶هغۀ ترې تپوس وکړو، ”هغه څنګه دے؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”هغه ښۀ دے، ګوره! دلته د هغۀ لُور راحيل د خپلو رَمو سره راروانه ده.“ ۷يعقُوب ووئيل، ”ګوره تر اوسه پورې نمر اُوچت ولاړ دے اؤ د رَمو د راغونډولو وخت لا نۀ دے، تاسو ولې اوبۀ نۀ ورکوئ اؤ واپس يې څرولو له نۀ بوځئ؟“ ۸هغوئ جواب ورکړو، ”مُونږ داسې تر هغې پورې نۀ شُو کولے چې ټولې رَمې راغونډې نۀ وى. اؤ چې کله هغه تيږه لرې کړے شى، نو بيا به مُونږ رَمو له اوبۀ ورکوُو.“ ۹يعقُوب لا د هغوئ سره خبرې کولې چې راحيل د خپل پلار د رَمې سره راورسېدله، ځکه چې هغه شپُونکۍ وه. ۱۰چې کله يعقُوب خپله د ماما لُور راحيل د هغې د پلار د رَمې سره وليده، نو هغه کُوهى له ورَغلو، د کُوهى د خُلې نه يې تيږه لرې کړه اؤ د لابن رَمو له يې اوبۀ ورکړې. ۱۱بيا يعقُوب، هغه ښُکله کړه اؤ د خوشحالۍ نه په ژړا شو، ۱۲هغۀ راحيل ته ووئيل، ”زۀ ستا د پلار رِشته‌دار، د رِبقې زوئ يم.“ هغې منډه کړه چې خپل پلار ته ووائى، ۱۳اؤ چې کله لابن د خپل خورئى يعقُوب په حقله واؤرېدل، نو هغۀ مِلاوېدو له ورمنډه کړه، هغۀ ته غاړه وتلو اؤ ښُکل يې کړو اؤ هغه يې کور ته دننه راوستلو. يعقُوب لابن ته هغه هر څۀ ووئيل چې څۀ شوى وُو. ۱۴لابن ووئيل، ”په رښتيا سره، تۀ زما خپله وينه يې.“ يعقُوب هلته پُوره مياشت ايسار شو.

د حضرت يعقُوب دوه ودُونه کول

۱۵لابن يعقُوب ته ووئيل، ”تا له صِرف زما د خپلوالۍ په وجه زما خِدمت کول نۀ دى په کار. ما ته ووايه، چې تۀ به څومره مزدُورى غواړې؟“ ۱۶نو د لابن دوه لُوڼه وې، د مشرې نُوم لِياه اؤ د کشرې راحيل وو. ۱۷د لِياه سترګې ښُکلې وې، خو راحيل د بدن نه ښُکلې وه. ۱۸يعقُوب د راحيل سره مينه کوله، نو ځکه هغۀ ووئيل، ”زۀ به ستا د کشرې لُور راحيل د پاره ستا اووۀ کاله خِدمت کوم.“ ۱۹لابن جواب ورکړو، ”هغه چې بل چا له ورکوم د هغې نه دا ښۀ ده چې تا له يې درکړم، دلته زما سره اوسېږه.“ ۲۰نو يعقُوب د راحيل د پاره اووۀ کاله خِدمت وکړو اؤ هغه وخت په هغۀ باندې صِرف د يو څو ورځو په شان تېر شو، ځکه چې هغۀ د راحيل سره مينه کوله. ۲۱بيا يعقُوب لابن ته ووئيل، ”هغه وخت پُوره شوے دے، ستا لُور راکړه چې وادۀ يې کړم.“ ۲۲نو لابن د وادۀ ډوډۍ وکړه اؤ ټول خلق يې راوغوښتل. ۲۳خو په هغه شپه، د راحيل په ځائ هغۀ لِياه يعقُوب له بوتله اؤ يعقُوب د هغې سره څملاستو. ۲۴لابن خپله وينځه زِلفه خپلې لُور لِياه له د خِدمت‌ګارې په توګه ورکړه. ۲۵چې کله سحر شو، يعقُوب ته پته ولګېده چې دا خو لِياه ده. هغه لابن له ورَغلو اؤ ورته يې ووئيل، ”دا تا زما سره څۀ کړى دى؟ ما خو د راحيل د پاره خِدمت کړے دے. تا زۀ ولې دهوکه کړے يم؟“ ۲۶لابن جواب ورکړو، ”دلته دا رِواج نۀ دے چې کشره لُور دې د مشرې نه مخکښې وادۀ شى. ۲۷صبر وکړه چې د وادۀ اوومه تېره شى، نو زۀ به راحيل هم تا له درکړم، خو کۀ تۀ زما نور اووۀ کاله خِدمت وکړې.“ ۲۸يعقُوب راضى شو اؤ چې کله د وادۀ اووۀ ورځې پوره شوى، لابن هغۀ له خپله لُور راحيل هم ورکړه چې ښځه يې شى. ۲۹لابن خپله وينځه بِلهاه خپلې لُور راحيل له ورکړه چې خِدمت‌ګاره يې شى. ۳۰يعقُوب د راحيل سره هم څملاستو اؤ هغۀ د هغې سره د لِياه نه زياته مينه کوله. بيا هغۀ د لابن نور اووۀ کاله خِدمت وکړو.

د حضرت يعقُوب بچى پېدا کېدل

۳۱چې کله مالِک خُدائ دا وليدل چې د لِياه سره مينه نۀ کېدله، نو مالِک خُدائ هغې له اولاد ورکړو، خو راحيل شنډه پاتې شوه. ۳۲لِياه اُميدواره شوه اؤ يو زوئ يې پېدا شو. هغې ووئيل، ”مالِک خُدائ زۀ په تکليف کښې ليدلې يم اؤ اوس به زما خاوند زما سره مينه کوى.“ نو د هغۀ نُوم يې روبين کېښودو. ۳۳هغه بيا اُميدواره شوه اؤ يو بل زوئ يې پېدا شو. نو هغې ووئيل، ”مالِک خُدائ ما له دا زوئ هم راکړے دے، ځکه چې هغۀ ته پته وه چې زما نه کرکه کېږى.“ نو د هغۀ نُوم يې شمعُون کېښودو. ۳۴هغه يو ځل بيا اُميدواره شوه اؤ د هغې يو بل زوئ وشو. هغې ووئيل، ”زما د خاوند زړۀ به اوس په ما پورې نور هم تړلے وى، ځکه چې زما نه د هغۀ درې زامن پېدا شول.“ نو د هغۀ نُوم يې ليوى کېښودو. ۳۵بيا هغه يو ځل بيا اُميدواره شوه اؤ يو بل زوئ يې پېدا شو. هغې ووئيل، ”دا ځل به زۀ د مالِک خُدائ ثناء ووايم.“ نو هغې د هغۀ نُوم يهُوداه کېښودو. بيا د هغې نور بچى پېدا نۀ شول.