د پېدايښت کِتاب

اَتۀ ويشتم باب

۱اِسحاق يعقُوب راوغوښتلو، په مخه ښه يې ورته ووئيل اؤ هغۀ له يې حُکم ورکړو، ”د يوې کنعانۍ جينۍ سره وادۀ ونۀ کړې. ۲سمدستى ميسوپوتاميه ته، د خپل نيکۀ بتو‌اېل کور ته لاړ شه اؤ هلته د خپل ماما لابن د لُوڼو نه يوې سره وادۀ وکړه. ۳قادر خُدائ پاک دې ستا وادۀ بختور کړى اؤ ډېر اولاد دې درکړى، نو تۀ به د ډېرو قومُونو پلار شې، ۴هغه دې تا اؤ ستا اولاد له برکت درکړى لکه څنګه چې هغۀ اِبراهيم له برکت ورکړے وو اؤ دا وطن دې ستا شى، چې په کُوم کښې تۀ مُسافر وې اؤ چې کُوم خُدائ پاک اِبراهيم له ورکړے وو.“ ۵نو ځکه اِسحاق يعقُوب په ميسوپوتاميه کښې، لابن له ولېږلو، چې هغه د بتو‌اېل ارامى زوئ وو اؤ د رِبقې ورور وو، کومه چې د يعقُوب اؤ عيساؤ مور وه.

د حضرت عيساؤ بلې ښځې سره وادۀ کول

۶عيساؤ ته دا پته ولګېده چې اِسحاق يعقُوب له برکت ورکړے وو اؤ د ښځې لټولو د پاره يې هغه ميسوپوتاميه ته لېږلے وو. هغۀ ته دا هم پته وه چې کله اِسحاق هغۀ له برکت ورکړو اؤ يعقُوب له يې حُکم ورکړو چې د يوې کنعانۍ ښځې سره به وادۀ نۀ کوى. ۷هغۀ ته پته ولګېده چې يعقُوب د خپل پلار اؤ مور خبره منلې وه اؤ ميسوپوتاميه ته تلے وو. ۸نو عيساؤ پوهه شو چې د هغۀ د پلار اِسحاق کنعانۍ ښځې خوښې نۀ دى. ۹نو هغه د اِبراهيم زوئ اِسمٰعيل له لاړو اؤ د هغۀ لُور مَهلت سره يې وادۀ وکړو، چې هغه د نبايوت خور وه.

د يعقُوب په بيت‌اېل کښې خوب ليدل

۱۰يعقُوب د بيرسبع نه لاړو اؤ د حاران په طرف روان شو. ۱۱نمر په پرېوتو وو چې هغه يو خاص ځائ ته راغلو اؤ په هغه شپه هلته پاتې شو. هغه د اُودۀ کېدو د پاره څملاستو اؤ خپل سر يې په يو کاڼې کېښودو. ۱۲هغۀ په خوب کښې وليدل چې يوه پوړۍ د زمکې نه آسمان پورې ختلې ده اؤ دا يې هم وليدل چې د خُدائ پاک فرِښتې په دې باندې بره لاندې، ختلې اؤ راکُوزېدلې. ۱۳اؤ ګوره! هغۀ په خوب کښې وليدل چې مالِک خُدائ د هغۀ سره ولاړ وو. هغۀ ووئيل، ”زۀ مالِک خُدائ يم، د اِبراهيم اؤ د اِسحاق خُدائ پاک يم، زۀ به تا اؤ ستا اولاد له دا زمکه ورکوم چې په کُومه تۀ ملاست يې. ۱۴هغوئ به د زمکې د شګو په شان زيات شى. دوئ به خپله علاقه په هر طرف خوره کړى، ستا اؤ ستا د اولاد په وجه به زۀ د دُنيا ټولو قومُونو له برکت ورکړم. ۱۵ياد ساته! زۀ به ستا مل يم اؤ چې چرته هم ځې نو زۀ به ستا حِفاظت کوم اؤ زۀ به تا واپس دې زمکې ته راولم. زۀ به تا تر هغې پورې نۀ پرېږدم چې ما تا سره خپله وعده پُوره کړې نۀ وى.“ ۱۶يعقُوب د خوب نه پاڅېدو اؤ وې وئيل، ”بې‌شکه چې مالِک خُدائ دلته دے، هغه په دې ځائ کښې دے، خو ما ته پته نۀ وه.“ ۱۷هغه يرېدو اؤ د ځان سره يې ووئيل، ”دا ځائ خو د يرې نه ډک دے! دا به خامخا د خُدائ پاک کور وى، دا به خامخا د آسمان دروازه وى.“ ۱۸چې کله يعقُوب بل سحر پاڅېدو، هغه کاڼے يې راواخستلو چې په کُوم يې سر ايښے وو اؤ د يو يادګار په توګه يې ودرولو. بيا هغۀ په دې باندې تېل واچول چې خُدائ پاک ته وقف شى. ۱۹هغۀ په هغه ځائ بيت‌اېل نُوم کېښودو. دا ښار مخکښې د لُوز په نُوم مشهُور وو. ۲۰بيا يعقُوب د خُدائ پاک سره وعده وکړه :  ”کۀ تۀ زما مل يې اؤ په دې سفر کښې زما حِفاظت کوې اؤ ما له خوړلو له ډوډۍ راکوې اؤ اغوستلو له جامې راکوې، ۲۱اؤ کۀ زۀ په حِفاظت سره بيا د خپل پلار کور ته راشم، نو تۀ به زما خُدائ پاک يې. ۲۲دا د يادګار کاڼے چې کُوم ما ودرولے دے، دا به هغه ځائ وى چې چرته به ستا عِبادت کېږى اؤ چې تۀ ما له څۀ راکوې د هغې لسمه برخه به زۀ خامخا تا له درکوم.“