د پېدايښت کِتاب

اُووۀ ويشتم باب

د حضرت اِسحاق حضرت يعقُوب له برکت ورکول

۱چې کله اِسحاق ضعيف شو اؤ نظر يې کار پرېښودو، هغۀ خپل مشر زوئ عيساؤ راوغوښتو اؤ هغۀ ته يې ووئيل، ”اے زما زويه!“ هغۀ جواب ورکړو، ”جې زۀ حاضر يم.“ ۲اِسحاق ورته ووئيل چې، ”ګوره! زۀ ضعيف يم اؤ کېدے شى چې زر وفات شم. ۳خپل غشې اؤ لينده راواخله، بهر پټو ته لاړ شه اؤ زما د پاره ښکار وکړه. ۴ما له زما د خوښې مزېدار خوراک پوخ کړه اؤ ما له يې راوړه. چې کله هغه زۀ وخورم، نو زۀ به تا له زما د مرګ نه مخکښې خپل آخرى برکت درکړم.“ ۵چې کله اِسحاق عيساؤ ته دا خبرې کولې، نو رِبقه اؤرېدلې. اؤ چې عيساؤ پټو ته ښکار د پاره لاړو، ۶نو رِبقې يعقُوب ته ووئيل، ”ګوره! ما ستا د پلار نه د عيساؤ سره دا خبرې واؤرېدې چې، ۷ما له د ښکار غوښه راوړه اؤ ما له يې پخه کړه. چې کله هغه وخورم، نو د مرګ نه مخکښې به د مالِک خُدائ په وړاندې خپل برکت تا له درکړم.“ ۸رِبقې ورته وئيل، ”اوس زما زويه! زما خبره واوره اؤ چې څۀ درته وايم هم هغه شان وکړه. ۹رَمې ته لاړ شه اؤ دوه څاربۀ د چېلۍ بچى راونيسه، نو زۀ به ترې مزېدار خوراک پوخ کړم کُوم چې ستا د پلار ډېر خوښ دے. ۱۰هغه تۀ خپل پلار له يوسه چې يې وخورى، نو د مرګ نه مخکښې به هغه تا له خپل برکت درکړى.“ ۱۱خو يعقُوب خپلې مور ته ووئيل، ”تا ته پته ده چې د عيساؤ په څرمن ويښتۀ شته خو زما په څرمن وېښتۀ نشته. ۱۲کېدے شى چې زما پلار ما له لاس راوړى اؤ هغۀ ته پته ولګې چې زۀ يې دهوکه کوم، نو زۀ به په خپل ځان د برکت په ځائ لعنت راوړم.“ ۱۳د هغۀ مور ورته ووئيل، ”زما زويه! ستا لعنت دې په ما شى، بس هغه څۀ وکړه چې څنګه زۀ درته وايم، لاړ شه اؤ ما له د چېلۍ بچى راوله.“ ۱۴نو هغه لاړو اؤ هغه يې راونيول اؤ خپلې مور له يې راوستل اؤ د هغۀ مور هغه مزېدار خوراک پوخ کړو کُوم چې د هغۀ د پلار ډېر خوښ وو. ۱۵بيا هغې عيساؤ له هغه خاص جامې راواخستلې، چې کُومې هغې ورله په کور کښې ساتلې وې اؤ خپل کشر زوئ يعقُوب ته يې ورواغوستلې. ۱۶هغې د هغه چېلۍ بچو څرمنې د هغۀ لاسُونو اؤ د هغۀ څټ ته هم ورواغوستلې چرته چې وېښتۀ نۀ وُو. ۱۷رِبقې هغۀ له هغه مزېدار خوراک ورکړو اؤ چې کُومه ډوډۍ يې پخه کړې وه هغه يې هم ورکړه. ۱۸بيا يعقُوب خپل پلار له ورَغلو اؤ ورته يې ووئيل، ”زما پلاره!“ هغۀ جواب ورکړو، ”ښه، تۀ زما کُوم زوئ يې؟“ ۱۹يعقُوب جواب ورکړو، ”زۀ ستا مشر زوئ عيساؤ يم، ما هم هغه شان کړى دى چې څنګه تا ما ته ووئيل. اوس لږ کښېنه اؤ د ښکار غوښه وخوره چې کُومه ما درله راوړې ده، نو تۀ به ما له خپل برکت راکړې.“ ۲۰اِسحاق ورته ووئيل، ”زما زويه! دومره زر تا ښکار څنګه وکړو؟“ يعقُوب جواب ورکړو، ”مالِک خُدائ، ستا خُدائ پاک زۀ کامياب کړم.“ ۲۱اِسحاق يعقُوب ته ووئيل، ”زما زويه! لږ رانزدې شه چې تا له لاس دروړم. تۀ په رښتيا عيساؤ يې څۀ؟“ ۲۲يعقُوب خپل پلار ته ورنزدې شو، هغۀ له يې لاس وروړو اؤ وې وئيل چې، ”ستا آواز د يعقُوب د آواز په شان دے، خو ستا لاسُونه د عيساؤ د لاسُونو په شان دى.“ ۲۳هغۀ يعقُوب ونۀ پېژندلو، ځکه چې د هغۀ لاسُونه د عيساؤ په شان د ويښتو نه ډک وُو. يعقُوب هغۀ له د برکت په ورکولو وو، ۲۴خو چې بيا يې ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ په رښتيا عيساؤ يې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”اؤ زۀ عيساؤ يم کنه.“ ۲۵اِسحاق ووئيل، ”ما له د ښکار غوښه لږه رانزدې کړه. چې زۀ هغه وخورم، زۀ به تا له خپل برکت درکړم.“ يعقُوب ورله هغه راوړه اؤ هغۀ ورله څۀ شراب هم څښلو له راوړل. ۲۶بيا د هغۀ پلار هغۀ ته ووئيل، ”زما زويه! رانزدې شه اؤ ښُکل مې کړه.“ ۲۷چې هغه ښُکلولو له ورته راغلو په اِسحاق د هغۀ د جامو بُوئ ولګېدو. نو هغۀ خپل برکت ورکړو. هغۀ ووئيل، ”آه! زما د زوئ وږمه د پټو د بُوئ په شان ده کُومې له چې مالِک خُدائ برکت ورکړے دے. ۲۸خُدائ پاک دې تا له د آسمان نه پرخه درکړى اؤ ستا زمکه دې شنه کړى، هغه دې تا له ډېره زياته غله اؤ د انګُورو شراب درکړى، ۲۹قومُونه دې ستا خِدمت‌ګاران شى اؤ خلق دې ستا په مخکښې ټيټ شى. تۀ دې په خپلو خلقو حکومت وکړې اؤ ستا د مور اولاد دې تا ته ټيټ شى. چې په تا څوک لعنت وائى په هغوئ دې لعنت وى اؤ چې څوک تا له برکت غواړى په هغوئ دې برکت وى.“

د حضرت عيساؤ د حضرت اِسحاق نه برکت غوښتل

۳۰چې کله اِسحاق خپل برکت ورکول ختم کړل، نو چې څنګه يعقُوب لاړو، نو د هغۀ ورور عيساؤ د ښکار نه راغلو. ۳۱هغۀ هم مزېدار خوراک پوخ کړو اؤ هغه يې خپل پلار له راوړو. هغۀ ووئيل، ”پلاره! لږ راپاڅه اؤ د ښکار غوښه وخوره چې کُومه ما تا له راوړې ده، نو تۀ به ما له خپل برکت راکړې.“ ۳۲اِسحاق تپوس وکړو، ”تۀ څوک يې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ستا مشر زوئ عيساؤ يم.“ ۳۳اِسحاق ويرېدو اؤ ټول رپېدلو اؤ هغۀ تپوس وکړو، ”نو بيا هغه څوک وو، چې ښکار يې وکړو اؤ هغه غوښه يې ما له راوړه؟ ستا د راتلو نه لږ مخکښې ما هغه وخوړه. ما هغۀ له خپل آخرى برکت ورکړو، نو دا د هغۀ د همېشه د پاره دے.“ ۳۴چې کله عيساؤ دا واؤرېدل، هغۀ ډېر په چغو چغو وژړل اؤ وې وئيل، ”اے پلاره، ما له هم خپل برکت راکړه!“ ۳۵اِسحاق جواب ورکړو، ”ستا ورور راغلو اؤ دهوکه يې کړم. هغۀ ستا برکت وړے دے.“ ۳۶عيساؤ ووئيل، ”په دې کښې هيڅ شک نشته د هغۀ نُوم يعقُوب دے. دا دويم ځل دے چې هغۀ زما ځائ په چل نيولے دے، اول يې زما د مشرۍ حق واخستو اؤ اوس يې زما برکت هم واخستو. تا زما د پاره برکت نۀ دے پرېښے څۀ؟“ ۳۷اِسحاق جواب وکړو، ”ما هغه په تا اِختيارمن کړے دے اؤ ما د هغۀ ټول خپلوان د هغۀ نوکران کړى دى. ما هغۀ له غله اؤ د انګُورو شراب ورکړى دى. زما زويه! اوس داسې هيڅ هم نشته چې ستا د پاره يې زۀ وکړم.“ ۳۸عيساؤ خپل پلار ته سوال زارى کوله :  ”پلاره! تا سره صِرف يو برکت وو څۀ؟ پلاره! ما له هم برکت راکړه.“ هغۀ ډېره زياته ژړا شروع کړه. ۳۹بيا اِسحاق هغۀ ته ووئيل، ”ستا د پاره به د آسمان نه پرخه نۀ وى،

ستا د پاره به زمکه شنه نۀ وى.

۴۰تۀ به د خپلې تُورې په زور ژوند تېروې،

خو د خپل ورور به تۀ غُلام يې.

چې کله تۀ باغى شې،

نو د هغۀ پړى به وشلوې.“

۴۱عيساؤ د يعقُوب سره کينه ساتله، ځکه چې د هغۀ پلار، يعقُوب له هغه برکت ورکړے وو. هغۀ د خپل ځان سره ووئيل، ”زما د پلار مرګ نزدې دے چې کله زما پلار وفات شى، نو بيا به زۀ يعقُوب ووژنم.“ ۴۲خو رِبقه د خپل مشر زوئ عيساؤ د دې خبرې نه خبر شوه، نو هغې يعقُوب راوغوښتلو اؤ ورته يې ووئيل، ”دا خبره واوره! ستا ورور عيساؤ بدل اخستل غواړى اؤ تا وژل غواړى. ۴۳نو زما زويه! چې څۀ زۀ وايم هم هغه شان وکړه. سمدستى لابن له وتښته چې په حاران کښې دے، ۴۴اؤ د هغۀ سره د څۀ وخت د پاره پاتې شه، چې ستا د ورور غُصه سړه شى ۴۵اؤ چې د هغۀ هغه څۀ هېر شى چې تا ورسره کړى دى. بيا به زۀ څوک درولېږم چې تا واپس راولى. زۀ دې خپل دواړه زامن په يوه ورځ ولې بايلم؟“

د حضرت اِسحاق د حضرت يعقُوب لابن له لېږل

۴۶رِبقې اِسحاق ته ووئيل، ”زۀ د عيساؤ د بل وطن د ښځو په وجه په خپل ژوند کښې تنګه يم. کۀ يعقُوب هم د دې وطن د حِتۍ ښځو نه د يوې حِتۍ ښځې سره وادۀ وکړو، نو زما د پاره به مرګ ښۀ وى.“