د پېدايښت کِتاب

شپږويشتم باب

حضرت اِسحاق اؤ ابى‌ملِک

۱د هغې نه وروستو، په هغه وطن کښې يو بل قحط راغلو کُوم چې مخکښې د اِبراهيم په وخت کښې راغلے وو. اِسحاق په جرار کښې، د فلسطين بادشاه ابى‌ملِک له ورَغلو. ۲مالِک خُدائ اِسحاق ته راڅرګند شو اؤ ورته يې ووئيل، ”مِصر ته مۀ ځه، په دې وطن کښې اوسېږه، کُوم ځائ چې زۀ درته ښايم. ۳دلته اوسېږه اؤ زۀ به ستا مل شم اؤ برکت به درکړم. زۀ دا ټوله علاقه تا اؤ ستا اولاد له درکوم. ما چې کُومه وعده ستا پلار اِبراهيم سره کړې ده زۀ به هغه پُوره کړم. ۴زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکړم لکه چې په آسمان کښې ستورى دى اؤ زۀ به هغوئ له دا ټوله علاقه ورکړم. ټولو قومُونو ته به ستا د اولاد په وسيله برکت ملاوېږى. ۵زۀ به تا له برکت درکړم، ځکه چې اِبراهيم زما فرمانبردارى کړې ده اؤ زما ټول قانُونُونه اؤ حُکمونه يې پُوره کړى دى.“ ۶نو اِسحاق په جرار کښې اوسېدو. ۷کله چې د هغه ځائ خلقو د هغۀ د ښځې په باره کښې تپوس وکړو، هغۀ ووئيل چې هغه زما خور ده. هغۀ دا اِقرار ونۀ کړو چې هغه يې ښځه ده، هغه يرېدو چې هسې نه چې خلق يې مړ کړى اؤ رِبقه به ترې نه بوځى، ځکه چې هغه ډېره ښائسته وه. ۸د اِسحاق هلته د ډېر وخت اوسېدو نه پس، ابى‌ملِک بادشاه د کړکۍ نه لاندې وکتل اؤ وې ليدل چې اِسحاق خپله ښځه رِبقه غاړه ويستله. ۹ابى‌ملِک اِسحاق راوغوښتلو اؤ ورته يې ووئيل، ”نو دا معلُومه شوه چې هغه ستا ښځه ده، تا ولې وئيلى دى چې هغه ستا خور ده؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”زما خيال دا وو چې کۀ دا مې ووئيل چې هغه زما ښځه ده نو زۀ به ووژلے شم.“ ۱۰ابى‌ملِک ورته ووئيل، ”دا تا زمُونږ سره څۀ کړى دى؟ زما د خلقو نه يو سړے په آسانۍ سره ستا د ښځې سره څملاستے شو اؤ تا به مُونږ ګُناهګار کړى وُو.“ ۱۱ابى‌ملِک ټولو خلقو له خبردارے ورکړو :  ”کۀ څوک دې سړى يا د هغۀ ښځې له په بد نېت لاس وروړى نو خامخا به وژلے شى.“ ۱۲چې کله هغه هلته اوسېدو، اِسحاق هلته زمکه وکَرله اؤ په هغه کال يې چې څومره کَرلى وُو د هغه نه يو په سل زيات فصل يې وشو، ځکه چې مالِک خُدائ هغۀ له برکت ورکړو. ۱۳هغه مالدار کېدو اؤ لوئ سړے شو. ۱۴ځکه چې د هغۀ ډېر نوکران، چېلۍ اؤ څاروى اؤ د ګډو ډېرې رَمې وې، خو په فلسطينيانو هغه بد لګېدو. ۱۵چې کُوم کُوهى د اِبراهيم په ژوند د اِبراهيم نوکرانو کنستلى وُو نو فلسطينيانو هغه کُوهى بند کړل اؤ د خاورو نه يې ډک کړل. ۱۶ابى‌ملِک اِسحاق ته ووئيل، ”زمُونږ د وطن نه بهر شه. تۀ زمُونږ نه زيات تکړه شوے يې.“ ۱۷نو اِسحاق لاړو اؤ د جرار په مېدان کښې يې خېمه ولګوله، چې هلته د څۀ وخت د پاره ايسار شو. ۱۸هغۀ يو ځل بيا هغه کُوهى وکنستل کُوم چې د اِبراهيم په وخت کښې کنستلے شوى وُو اؤ فلسطينيانو د اِبراهيم د مرګ نه پس بند کړى وُو. اِسحاق به هغه کُوهى ته هم هغه نومُونه اخستل کُوم چې د هغۀ پلار پرې ايښى وُو. ۱۹د اِسحاق نوکرانو په مېدان کښې يو کُوهے کنستلو اؤ هلته يې د اوبو يوه چينه ومُوندله. ۲۰د جرار شپُونکى د اِسحاق د شپُونکو سره په جګړه شول اؤ وې وئيل چې، ”دا اوبۀ زمُونږ دى.“ نو اِسحاق په هغه کُوهى ”عِسق“ نُوم کېښودو، ځکه چې هغوئ د هغۀ سره جګړه وکړه. ۲۱د اِسحاق نوکرانو يو بل کُوهے وکنستلو اؤ په هغه باندې هم جګړه وشوه، نو په هغى يې ”سِتنه“ نُوم کېښودو. ۲۲هغه د دې ځائ نه لاړو اؤ يو بل کُوهے يې وکنستلو. اؤ په هغى باندې هيڅ لانجه جوړه نۀ شوه، نو هغۀ په دې کُوهى باندې ”رحوبت“ نُوم کېښودو. هغۀ ووئيل، ”مالِک خُدائ اوس زمُونږ د پاره يو ځائ جوړ کړے دے چې په دې وطن کښې اوسېږُو اؤ مُونږ به دلته آباد شُو.“ ۲۳اِسحاق د دې ځائ نه بيرسبع ته لاړو. ۲۴په هغه شپه مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو اؤ ورته يې ووئيل، ”زۀ ستا د پلار اِبراهيم خُدائ پاک يم. يرېږه مه، زۀ ستا مل يم. زۀ به تا له برکت درکړم اؤ د خپل خِدمت کوُونکى اِبراهيم سره زما د وعدې په ذريعه به تا له ډېر اولاد درکوم.“ ۲۵اِسحاق هلته يوه قُربان‌ګاه جوړه کړه اؤ د مالِک خُدائ عِبادت يې وکړو. بيا هغۀ هلته خپله خېمه ولګوله اؤ د هغۀ نوکرانو بل کُوهے وکنستلو.

د حضرت اِسحاق اؤ ابى‌ملِک په مېنځ کښې د آمن مُعاهده

۲۶ابى‌ملِک د جرار نه د خپل مُشير اخوزت سره اؤ د خپل لښکر مشر فيکُل سره د اِسحاق سره مِلاوېدو د پاره راغلو. ۲۷نو اِسحاق ترې تپوس وکړو، ”تۀ اوس زما سره مِلاوېدو له ولې راغلے يې، چې تۀ مخکښې زما سره ډېر بد وې اؤ زۀ دې د خپل وطن نه بهر کړم؟“ ۲۸هغوئ جواب ورکړو چې، ”مُونږ ته صفا پته ولګېده چې مالِک خُدائ ستا مل دے اؤ زمُونږ خيال دا دے چې زمُونږ په مېنځ کښې يو پوخ تړون په کار دے. مُونږ ستا سره تړون کول غواړُو. ۲۹چې تۀ به مُونږ ته نُقصان نۀ رسوې، لکه چې څنګه مُونږ تا ته نُقصان نۀ دے رسولے. اؤ مُونږ هيڅ بد تا سره نۀ دى کړى اؤ په آمن سره ژوند تېرولو ته مو پرېښودلے وې. اؤ بې‌شکه چې مالِک خُدائ تا له برکت درکړے دے.“ ۳۰اِسحاق هغوئ له غټه مېلمستيا وکړه اؤ هغوئ خوراک څښاک وکړو. ۳۱هغوئ سحر وختى پاڅېدل اؤ يو بل ته يې قسمُونه وکړل. اِسحاق هغوئ رُخصت کړل اؤ هغوئ د هغۀ نه په سلامتۍ سره لاړل. ۳۲هم په هغه ورځ د اِسحاق نوکران راغلل اؤ هغۀ ته يې د هغه کُوهى په باره کښې ووئيل چې کُوم هغوئ کنستلے وو. هغوئ ووئيل، ”مُونږ اوبۀ مُوندلې دى.“ ۳۳هغۀ په هغه کُوهى ”سِبع“ نُوم کېښودو. اؤ تر ننه پورې د هغه ښار نُوم بير سِبع دے.

د حضرت عيساؤ د بل وطن ښځې

۳۴چې کله عيساؤ د څلوېښتو کالو وو، هغۀ دوه حِتۍ ښځې د بيرئ لُور يهودِتھ اؤ د اېلون لُور بشامه وادۀ کړې. ۳۵هغوئ د اِسحاق اؤ رِبقه ژوند تريخ کړو.