د پېدايښت کِتاب

پنځويشتم باب

د حضرت اِبراهيم نور اولاد

د تاريخ اول کِتاب ۱‏ :  ۳۲‏-۳۳

۱بيا اِبراهيم بله ښځه وکړه، چې د هغې نُوم قطوره وو. ۲د هغې نه يې زمران، يُقسان، مِدان، ميديان، اسباق اؤ سُوخ پېدا شول. ۳يُقسان د سِبا اؤ دَدان پلار وو اؤ د دَدان اولاد اسورى، لطُوسى اؤ لومى وو. ۴د ميديان زامن عيفاه، عِفر، حنوک، ابيداع اؤ الدوعا وُو. دا ټول د قطوره اولاد وو. ۵اِبراهيم چې څۀ هم لرل هغه يې اِسحاق ته ورکړل، ۶هغۀ په خپل ژوندُون کښې هغه زامنو له تُحفې ورکړلې چې د هغۀ د نورو ښځو نه پېدا شوى وُو. بيا هغۀ دا زامن د خپل زوئ اِسحاق نه لرې، د نَمرخاتۀ وطن ته ولېږل.

د حضرت اِبراهيم مرګ اؤ ښخېدل

۷چې اِبراهيم د يو سل پينځۀ اؤياؤ کالو عُمر ته ورسېدو، ۸نو اِبراهيم ساه ورکړه اؤ ښۀ په پوخ عُمر کښې په حق ورسېدو اؤ د ډېر عُمر سړے وو. ۹د هغۀ زامنو اِسحاق اؤ اِسمٰعيل، د ممرئ سره نزدى د ضُعر د زوئ عِفرون حِتى په پټى کښې، د مکفيله په غار کښې ښخ کړو. ۱۰دا هغه پټے وو چې اِبراهيم د حِتيانو نه اخستے وو، اِبراهيم اؤ د هغۀ ښځه ساره دواړه هلته ښخ وُو. ۱۱د اِبراهيم د مرګ نه پس، خُدائ پاک د هغۀ زوئ اِسحاق له برکت ورکړو، چې هغه ”بير‌لحى‌روئ“ ته نزدې اوسېدو.

د حضرت اِسمٰعيل اولاد

د تاريخ اول کِتاب ۱‏ :  ۲۸‏-۳۱

۱۲دا د اِبراهيم د زوئ اِسمٰعيل اولاد دے، اِسمٰعيل د هاجِرې مِصرۍ زوئ وو څوک چې د ساره وينځه وه. ۱۳دا د اِسمٰعيل زامن وُو، چې په دې ترتيب سره پېدا شوى وُو :  نبايوت، قيدار، ادبيئل، مِبسام، ۱۴مِشماع، دُومه، مسه، ۱۵حدد، تيما، يطور، نفيس اؤ قِدمه. ۱۶دوئ د دولسو قبيلو پلاران وُو اؤ د دوئ نومُونه د دوئ په کلو اؤ د اوسېدو ځايُونو باندې ايښے شوى وُو. ۱۷اِسمٰعيل د يو سل اووۀ دېرشو کالو وو چې ساه يې ورکړه اؤ په حق ورسېدو. ۱۸د اِسمٰعيل اولاد د حويله اؤ شُور علاقې په مېنځ کښې اوسيدل دا د اسُور په لاره مِصر سره نزدى وو. دوئ د اِبراهيم د نور اولاد نه جُدا اوسېدل.

د حضرت عيساؤ اؤ حضرت يعقُوب پېدا کېدل

۱۹دا د اِبراهيم د زوئ اِسحاق قيصه ده. ۲۰اِسحاق د څلوېښتو کالو وو چې کله هغۀ د رِبقې، د بتو‌اېل لُور، د لابن خور سره وادۀ وکړو. دوئ د ميسوپوتاميه ارامى وُو. ۲۱اِسحاق مالِک خُدائ ته د خپلې ښځې د پاره سوال وکړو، ځکه چې هغه شنډه وه. مالِک خُدائ د هغۀ آواز واؤرېدو اؤ رِبقه اُميدواره شوه. ۲۲د هغې جوړه بچى پېدا کېدُونکى وُو اؤ د پېدا کېدو نه مخکښې دوئ د مور په خېټه کښې په ضد شول. نو هغې د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”په ما داسې ولې کېږى؟“

۲۳مالِک خُدائ هغې ته ووئيل،

”ستا په خېټه کښې دوه قومُونه دى،

ستا نه دوه پېدا کېدُونکى قومُونه به د يو بل خِلاف وى.

يو به د بل نه طاقتور وى،

مشر به د کشر خِدمت‌ګار وى.“

۲۴د هغې د بچو د پېدا کېدو وخت راغلو اؤ د هغې جوړه زامن پېدا شول. ۲۵هغه مشر د رنګه سُور وو اؤ د هغۀ څرمن د ببرې چُوغې په شان وه، نو د هغۀ نُوم يې عيساؤ کېښودو. ۲۶هغه دويم د عيساؤ پُونده ټينګه نيولې وه، نو د هغۀ نُوم يعقُوب شو. اِسحاق د شپېتو کالو وو چې دوئ پېدا شول.

د حضرت عيساؤ د خپلې مشرۍ حقُونه خرڅول

۲۷هلکان لوئ شول اؤ عيساؤ يو تکړه ښکارى شو اؤ د هغۀ بهر ګرځېدل خوښ وُو، خو يعقُوب غلے سړے وو چې د کور نه به نۀ وتلو. ۲۸عيساؤ په اِسحاق ګران وو، ځکه چې عيساؤ به کُوم ځناور ښکار کړل نو اِسحاق د دې د خوړلو شوقين وو، خو په رِبقه يعقُوب ګران وو. ۲۹يوه ورځ چې کله يعقُوب د کورښو ښوروا پخوله، عيساؤ د ښکار نه راغلو. هغه وږې وو ۳۰اؤ يعقُوب ته يې ووئيل، ”زۀ د لوږې نه مرم، ما له لږه دا د سُور رنګ ښوروا راکړه.“ نو ځکه د هغۀ نُوم ادوم شو. ۳۱يعقُوب جواب ورکړو، ”زۀ به دا تا له په دې شرط درکړم کۀ تۀ ما له د خپلې مشرۍ حقُونه راکوې.“ ۳۲عيساؤ ووئيل، ”ټيک ده، زۀ مرم، بيا به زما دا مشرتوب ما له څۀ فائده راکړى؟“ ۳۳يعقُوب جواب ورکړو، ”اول زما سره دا لوظ وکړه چې تۀ به خپل ټول حقُونه ما له راکوې.“ نو عيساؤ ورسره لوظ وکړو اؤ يعقُوب ته يې خپل حقُونه ورکړل. ۳۴بيا يعقُوب هغۀ له ډوډۍ اؤ څۀ ښوروا ورکړه. هغۀ خوراک څښاک وکړو اؤ بيا پاڅېدو اؤ لاړو. نو داسې عيساؤ د خپلې مشرۍ حقُونو ته سپک وکتل.