د پېدايښت کِتاب

څليريشتم باب

رِبقه د اِسحاق ښځه کېدل

۱اِبراهيم اوس د ډېر عُمر وو. مالِک خُدائ هغۀ له په هر کار کښې برکت ورکړے وو. ۲يوه ورځ، اِبراهيم خپل مشر نوکر راوغوښتو اؤ هغۀ ته يې ووئيل، ”زما سره يو پوخ لوظ وکړه، ۳د مالِک خُدائ په نُوم زۀ تا له قسم درکوم، د هغه خُدائ پاک چې په آسمان اؤ زمکه بادشاهى کوى، چې تۀ به زما زوئ اِسحاق د پاره د دې ځائ د کنعان د وطن خلقو کښې ښځه نۀ خوښوې. ۴په ځائ د دې، واپس هغه وطن ته لاړ شه چې چرته زۀ پېدا شوے وم. اؤ زما زوئ اِسحاق له زما په خپلوانو کښې ښځه وګوره.“ ۵خو نوکر ترې نه تپوس وکړو، ”کۀ هغه پېغله چې کُومه زۀ خوښه کړم، دې وطن ته زما سره نۀ راځى، نو زۀ څۀ اِسحاق هغه وطن له واپس ولېږم چې د کُوم نه تۀ راغلے يې؟“ ۶اِبراهيم جواب ورکړو، ”نه، خيال کوه چې تۀ زما زوئ واپس هلته بونۀ ځې. ۷مالِک خُدائ هغه خُدائ پاک چې د آسمانُونو بادشاه دے زۀ د هغه وطن نه چې چرته زۀ پېدا شوے وم دلته راوستم، ما ته يې ووئيل اؤ تړون يې راسره وکړو چې هغه به زما اولاد له دا زمکه ورکوى. چې کله تۀ هلته ځې، نو مالِک خُدائ به ستا نه مخکښې خپله يوه فرِښته زما د زوئ د پاره ښځه لټولو کښې ستاسو مدد له راولېږى. ۸کۀ هغه ښځه تاسو سره د راتلو نه اِنکار کوى، نو خېر دے تۀ د تړون نه آزاد يې. خو زما زوئ به هلته نۀ بوځې.“ ۹نو نوکر د اِبراهيم سره پوخ تړون وکړو چې هغه هر څۀ به وکړى چې هغۀ ته يې د کولو د پاره وئيلى وُو. ۱۰د دې نه پس، هغه نوکر د اِبراهيم لس اُوښان د ښو تُحفو سره بار کړل. بيا د شام شمال په طرف هغه ښار ته روان شو، چرته چې د اِبراهيم ورور ناحور اوسېدو. ۱۱کله چې هغه هلته ورسېدو، هغۀ د ښار نه بهر د چينې سره نزدې اُوښان کښېنول. دا د مازيګر وخت وو، چې کله ښځې اوبو وړلو له راووتلې. ۱۲نوکر دُعا وکړه :  ”تۀ مالِک خُدائ، زما د نېک اِبراهيم خُدائ پاک يې ما نن کامياب کړه اؤ زما د نېک سره خپله وعده پُوره کړه. ۱۳زۀ دلته د هغه چينې سره يم چې چرته به د ښار پېغلې اوبۀ وړلو له راځى. ۱۴چې کُومې جينۍ ته زۀ وايم چې لږ منګے راټيټ کړه، چې اوبۀ وڅښم، کۀ هغه ووائى چې وڅښه اؤ زۀ به ستا اُوښانو له هم اوبۀ راوړم، چې دا هم هغه وى چې تا خپل خِدمت کوُونکى اِسحاق له خوښه کړې ده. کۀ داسې وشى، نو ما ته به پته ولګې چې تا زما د نېک سره خپله وعده پُوره کړې ده.“ ۱۵د دُعا ختمولو نه مخکښې، رِبقه چې د هغې په ولى منګے وو راووتله. هغه د بتو‌اېل لُور وه، چې هغه د اِبراهيم د ورور ناحور اؤ د هغۀ د ښځې مَلِکه زوئ وو. ۱۶هغه ډېره ښائسته جينۍ وه اؤ لا وادۀ شوې نۀ وه. هغه لاندې چينې ته لاړه، منګے يې ډک کړو اؤ راوختله. ۱۷د اِبراهيم نوکر د مِلاوېدو د پاره هغې له ورمنډه کړل اؤ ورته يې ووئيل، ”ستا د منګى نه ما له لږې اوبۀ راکړه.“ ۱۸هغې ووئيل، ”وڅښه، صاحِبه!“ اؤ هغې زر د خپل ولى نه منګے راټيټ کړو اؤ چې هغۀ اوبۀ څښلې نو منګے يې ورته نيولے وو. ۱۹چې کله هغې اوبۀ ورکړلې، هغې ووئيل، ”زۀ به ستا اُوښانو له هم اوبۀ راوړم تر هغه پورې چې تنده يې ماته شى.“ ۲۰هغې زر زر د څاروو د اوبو په ډيګۍ کښې منګے تشولو اؤ چينې ته به د نورو اوبو د پاره په منډه تله، تر دې پورې چې ټولو اُوښانو ښۀ وڅښلې. ۲۱د هغه سړى په هغې باندې نظر وو اؤ غلے ولاړ وو، چې معلُوم کړى چې مالِک خُدائ هغۀ له په سفر کښې کاميابى ورکړې ده کۀ نه. ۲۲چې کله اُوښانو اوبۀ وڅښلې، هغه سړى د سرو زرو يوه قيمتى نتکۍ هغې ته ورپه پوزه کړه اؤ دوه درنې د سرو زرو کَړى يې ورپه لاس کړې. ۲۳هغۀ ووئيل، ”ما ته ووايه چې ستا پلار څوک دے، د هغۀ په کور کښې زمُونږ د شپې تېرولو ځائ شته؟“ ۲۴هغې جواب ورکړو، ”زما پلار بتو‌اېل دے، چې د ناحور اؤ مَلِکه زوئ دے. ۲۵مُونږ سره ډېر بُوس اؤ واښۀ شته اؤ ستاسو د پاتې کېدو د پاره حُجره هم شته.“ ۲۶بيا هغه سړى خپل سر ټيټ کړو اؤ د مالِک خُدائ عِبادت يې وکړو. ۲۷هغۀ ووئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء دې وى، چې زما د نېک اِبراهيم خُدائ پاک دے، چې هغۀ په رښتيا سره زما د نېک سره خپله وعده پُوره کړې ده. مالِک خُدائ زما د نېک خپلوانو ته زۀ نيغ راوستلم.“ ۲۸جينۍ کور ته منډه کړه اؤ خپلې مور اؤ نورو ټولو ښځو ته يې ټوله قيصه تېره کړه. ۲۹د رِبقې يو ورور وو چې نُوم يې لابن وو، هغۀ بهر د چېنې طرف ته منډه کړه چې چرته د اِبراهيم نوکر وو. ۳۰لابن د خپلې خور په پوزه نتکۍ اؤ د هغې په لاسُونو کَړې ليدلې وې. اؤ رِبقې دا خبره کوله چې لابن واؤرېدل څۀ چې هغه سړى وئيلى وُو. هغه د اِبراهيم نوکر له ورَغلو چې هغه د خپلو اُوښانو سره د چينې سره ولاړ وو، ۳۱اؤ لابن ورته ووئيل، ”زما سره کور ته لاړ شه. تۀ هغه سړے يې چې مالِک خُدائ برکت درکړے دے. تۀ دلته بهر ولې ولاړ يې؟ ما په خپل کور کښې ستا د پاره ځائ تيار کړے دے اؤ هلته ستا د اُوښانو د پاره هم ځائ شته.“ ۳۲نو هغه سړے دننه کور ته لاړو اؤ لابن د اُوښانانو نه بارُونه کُوز کړل اؤ بُوس اؤ واښۀ يې ورته واچول. بيا هغۀ د اِبراهيم د نوکر اؤ د هغۀ د سړو د پاره اوبۀ راوړې چې خپلې خپې ووينځى. ۳۳چې ډوډۍ يې کله راوړه، هغه سړى ووئيل، ”تر هغه پورې به زۀ خوراک نۀ کوم چې تر کُومې پورې ما هغه څۀ وئيلى نۀ وى چې څۀ وئيل غواړم.“ لابن ووئيل، ”ټيک ده ووايه.“ ۳۴هغۀ خبره شروع کړه، ”زۀ د اِبراهيم نوکر يم. ۳۵مالِک خُدائ زما نېک له ډېر زيات برکت ورکړے دے اؤ هغه يې ډير مالدار کړے دے. هغۀ له يې د ګډو اؤ چېلو رَمې، څاروى، سپين زر، سرۀ زر، غُلامان اؤ وينځې، اُوښان اؤ خرۀ هم ورکړى دى. ۳۶زما د نېک د ښځې ساره نه چې کله هغه بُوډۍ وه د هغۀ يو زوئ وشو اؤ زما نيک هغۀ له خپل هر څۀ ورکړى دى. ۳۷زما نېک زما نه دا پوخ لوظ اخستے دے چې د هغۀ حُکم به منم. هغۀ ووئيل، د کنعان د وطن د پېغلو نه زما زوئ له ښځه مۀ خوښوه. ۳۸خو زما د پلار خلقو، زما خپلوانو ته لاړ شه اؤ د هغۀ د پاره ښځه خوښه کړه. ۳۹اؤ ما د خپل نېک نه تپوس وکړو، فرض کړه کۀ هغه ښځه زما سره نۀ راځى نو بيا؟ ۴۰هغۀ جواب راکړو چې مالِک خُدائ، چې د کُوم ما همېشه فرمانبردارى کړې ده، هغه به خپله فرِښته تا ته درولېږى اؤ کاميابى به درکړى. تۀ به زما د زوئ د پاره زما د خپلو خلقو نه، زما د پلار د کورنۍ نه، يوه ښځه پېدا کړې. ۴۱ستا د پاره صِرف يوه لار شته چې د تړون نه آزاد شې :  هغه دا چې کۀ تۀ زما خپلوانو ته لاړ شې اؤ هغوئ تا ته اِنکار وکړى، نو بيا به تۀ آزاد يې. ۴۲چې نن زۀ چينې ته راغلم، ما مالِک خُدائ ته سوال وکړو، اے مالِکه خُدايه، زما د نېک اِبراهيم خُدايه پاکه! ما له په سفر کښې کاميابى راکړه. ۴۳زۀ دلته د چينې سره يم، کله چې يوه جينۍ اوبو وړلو له راشى، نو زۀ به ورته ووايم چې ما له د خپل منګى نه لږې اوبۀ راکړى. ۴۴کۀ هغه ما له اؤ زما اُوښانو له هم اوبۀ ورکول وغواړى، چې دا هم هغه ښځه وى چې تا زما د نېک زوئ د پاره خوښه کړې ده. ۴۵د هغې نه مخکښې چې ما پټه په زړۀ کښې دُعا ختمه کړې وه، رِبقه چې د هغې په ولى منګے وو راغله اؤ لاندې چينې ته لاړه. ما هغې ته ووئيل چې، څښلو له لږې اوبۀ راکړه. ۴۶هغې زر د خپل ولى نه منګے راټيټ کړو اؤ وې وئيل، اوبۀ وڅښه اؤ زۀ به ستا اُوښانو له هم اوبۀ ورکړم. نو ما هم اوبۀ وڅښلې اؤ اُوښانو له يې هم ورکړې. ۴۷ما د هغې نه تپوس وکړو، ستا پلار څوک دے؟ نو هغې جواب راکړو، زما پلار بتو‌اېل دے چې د ناحور اؤ مَلِکه زوئ دے. بيا ما هغې له نتکۍ ورپه پوزه کړه اؤ کَړى مې ورپه لاس کړې. ۴۸ما خپل سر ټيټ کړو اؤ د مالِک خُدائ عِبادت مې وکړو. ما د مالِک خُدائ ثناء ووئيله، چې زما د نېک اِبراهيم خُدائ پاک دے، چې هغۀ زۀ سيدها زما د نېک خپلوانو ته روان کړے وم، چرته چې ما د خپل نېک د زوئ د پاره د هغۀ د ورور لُور ومُوندله. ۴۹نو کۀ تۀ زما د نېک سره خپله ذِمه وارى پُوره کول غواړې اؤ ښۀ سلُوک ورسره کوې، نو ما ته ووايه اؤ کۀ نۀ وى نو هم ووايه، بيا به زۀ فېصله وکړم چې ما له څۀ کول په کار دى.“ ۵۰لابن اؤ بتو‌اېل جواب ورکړو، ”دا خبره د مالِک خُدائ نه راپېښه ده اؤ مُونږ ورته ښۀ يا بد نۀ شُو وئيلے. ۵۱دا رِبقه ده، د ځان سره يې بوځه. هغه دې ستا د نېک د زوئ ښځه شى، لکه چې څنګه مالِک خُدائ په خپله وئيلى دى.“ ۵۲چې کله د اِبراهيم نوکر دا خبره واؤرېده، هغه ټيټ شو اؤ د مالِک خُدائ عِبادت يې وکړو. ۵۳بيا هغۀ ورله جامې، سپين زر اؤ د سرو زرو کالى راوويستل اؤ رِبقې له يې ورکړل. هغۀ د هغې ورور اؤ مور له هم قيمتى تُحفې ورکړې. ۵۴د دې نه پس، د اِبراهيم نوکر اؤ د هغۀ سره نورو سړو خوراک څښاک وکړو اؤ هلته يې شپه تېره کړه. چې کله هغوئ سحر پاڅېدل، هغۀ ووئيل، ”ما خپل نېک له واپس ولېږه.“ ۵۵خو د رِبقې ورور اؤ د هغې مور ووئيل، ”کم از کم لسو ورځو له دې هغه زمُونږ سره ايساره شى، نو بيا دې لاړه شى.“ ۵۶خو هغۀ ووئيل، ”مُونږ مۀ ايساروئ. مالِک خُدائ زما سفر کامياب کړے دے، ما خپل نېک له واپس ولېږئ.“ ۵۷هغوئ جواب ورکړو، ”مُونږ به رِبقه راوغواړُو اؤ د هغې نه به تپوس وکړُو چې هغه څۀ وائى.“ ۵۸نو هغوئ رِبقه راوغوښته اؤ تپوس يې ترې وکړو، ”تۀ د دې سړى سره تلل غواړې څۀ؟“ هغې جواب ورکړو، ”اؤ زۀ به لاړه شم.“ ۵۹نو هغوئ رِبقه اؤ د کور يوه زَړه خِدمت‌ګاره د اِبراهيم د نوکر اؤ د هغۀ د سړو سره ولېږل. ۶۰اؤ دوئ د رِبقې د پاره برکت وغوښتلو اؤ ورته يې ووئيل چې :  ”خورې تۀ دې د زرګُونو مور شې، ستا اولاد دې د خپلو دُښمنانو په ښارُونو بريالے شى.“ ۶۱بيا رِبقه اؤ د هغې نوکرانې تيارې شوې اؤ په اُوښانو سورې شوې چې د اِبراهيم د نوکر سره لاړې شى اؤ دوئ ټول روان شول. ۶۲اِسحاق د ”بير‌لحى‌روئ“ نه راغلے وو. اؤ د کنعان صحرا کښې ايسار وو. ۶۳هغه ماښام په پټو کښې چکر لګولو له ووتلو اؤ څۀ ګورى چې اُوښان راروان وُو. ۶۴چې کله رِبقې اِسحاق وليدلو، هغه د خپل اُوښ نه کُوزه شوه ۶۵اؤ د اِبراهيم نوکر نه يې تپوس وکړو، ”هغه سړے چې په پټى کښې زمُونږ طرف ته راروان دے څوک دے؟“ نوکر جواب ورکړو، ”هغه زما نېک دے.“ نو هغې څادر واخستلو اؤ خپل مخ يې پټ کړو. ۶۶نوکر هغه هر څۀ اِسحاق ته ووئيل چې څۀ يې کړى وُو. ۶۷بيا اِسحاق رِبقه خپلې هغه خېمې له راوستله چې د هغۀ مور ساره په کښې اوسېدلې وه اؤ هغه يې ښځه شوه. اِسحاق د رِبقه سره مينه کوله، نو هغۀ ته د خپلې مور د مرګ نه پس آرام مِلاؤ شو.