د پېدايښت کِتاب

درويشتم باب

د بى‌بى ساره مرګ اؤ ښخېدل

۱ساره يو سل اووۀ‌ويشت کاله ژوندۍ وه. ۲هغه د کنعان په وطن کښې په قريت اربع کښې په حق ورسېده چې په حبرون مشهُور دے، اؤ اِبراهيم د ساره په غم غمژن شو اؤ هغې پسې يې ژړل. ۳اِبراهيم د مړى خوا نه پاڅېدو، حِتيانو له ورَغلو اؤ وې وئيل چې، ۴”زۀ د پردى وطن يم اؤ تاسو سره اوسېږم، زما خپله زمکه نشته چې چرته زۀ خپله ښځه په يو مُناسب ځائ کښې ښخه کړم. لږه زمکه په ما خرڅه کړئ.“ ۵هغوئ جواب ورکړو چې، ۶”نېکه! زمُونږ خبره واوره، مُونږ تا ته د يو تکړه مشر په سترګه ګورُو. زمُونږ د اديرې د ټولو نه ښۀ ځائ کښې خپل مړے ښخ کړه، تا به هيڅ څوک د يو ځائ نه هم د خپل مړى ښخولو نه نۀ منع کوى.“ ۷اِبراهيم پاڅېدو اؤ د هغه وطن خلقو يعنې حِتيانو ته يې د عِزت نه سر ټيټ کړو. ۸اؤ ورته يې ووئيل، ”کۀ ستاسو دا خوښه وى چې زۀ دلته خپل مړے ښخ کړم، نو د صحر زوئ عِفرون ته ووايئ ۹چې د خپل پټى په سر کښې د مکفيله غار په ما خرڅ کړى. زۀ به يې پُوره قيمت ورکړم اؤ تاسو ټول به د دې ګواهان شئ.“ ۱۰عِفرون هلته د ښار د دروازې سره نزدې ناست وو، چې کله اِبراهيم دا عرض وکړو، نو هغۀ جواب ورکړو چې، ”صاحِبه! دا ټول پټے سره د غار ستا په وړاندې دے. زما د خپلو خلقو په مخکښې زۀ دا ستا د مړى د قبر د پاره درکوم.“ ۱۲يو ځل بيا، اِبراهيم د هغه وطن خلقو ته د عِزت نه ټيټ شو ۱۳اؤ عِفرون ته يې ووئيل، ”د دې ګواهانو په مخکښې، زۀ تا له د دې پټى پُوره قيمت درکوم، چې خپله ښځه ښخه کړم. دا قيمت زما نه قبُول کړه.“ ۱۴عِفرون جواب ورکړو چې، ۱۵”صاحِبه! زما خبره واوره، د دې ځائ قيمت صِرف څلور سوه د سپينو زرو سيکې به وى. په داسې وړُوکى قيمت به مُونږ څۀ ټينګېږُو؟ خپل مړے ښخ کړه.“ ۱۶اِبراهيم د عِفرون دا خبره منظُوره کړه اؤ هغه سپين زر يې عِفرون ته وتلل چې د کُومو په باره کښې يې د حِتيانو په مخکښې وئيلى وُو، د هغه وخت د سوداګرو د وزن مُطابق، څلور سوه د سپينو زرو سيکې. ۱۷نو داسې اِبراهيم د عِفرون نه هغه د ممرئ سره نزدى مکفيله په علاقه کښې هغه پټے واخستلو. پټے سره د هغه غار اؤ ګېر‌چاپېره چې څومره ونې وې. ۱۸د ښار په دروازه کښې د جرګې د ټولو سړو په مخکښې دا زمکه د اِبراهيم شوه چرته چې حِتيان د دې ګواهان وُو. ۱۹د دې نه پس، اِبراهيم خپله ښځه ساره د مکفيله د پټى په غار کښې ښخه کړه ۲۰چې کُوم يې د حِتيانو نه اخستے وو.