د پېدايښت کِتاب

دوه ويشتم باب

د خُدائ پاک اِبراهيم ته د اِسحاق قُربانولو حُکم ورکول

۱څۀ موده وروستو خُدائ پاک د اِبراهيم اِمتحان واخستو، هغۀ ته يې ووئيل، ”اِبراهيمه!“ نو اِبراهيم جواب ورکړو، ”زۀ حاضر يم.“ ۲خُدائ پاک ورته ووئيل، ”خپل زوئ روان کړه، خپل يکى يو زوئ اِسحاق، د کُوم سره چې تۀ ډېره مينه کوې اؤ د مورياه وطن ته لاړ شه. هلته په يو غر باندې چې زۀ به يې درته ښايم، هغه ما ته د قُربانۍ په توګه پېش کړه.“ ۳نو اِبراهيم سحر وختى پاڅېدو، خپل خر يې کته کړو اؤ خپل دوه ځوانان سړى اؤ اِسحاق يې ځان سره روان کړل، هغۀ د سوزېدُونکې قُربانۍ د پاره لرګى پرې کړل اؤ روان شو اؤ هغه ځائ ته لاړو کوم چې خُدائ پاک ورته ښودلے وو. ۴په دريمه ورځ چې اِبراهيم وکتل نو د لرې نه يې هغه ځائ وليدو. ۵نو هغۀ نوکرانو ته ووئيل، ”دلته د خرۀ سره ايسار شئ. دا هلک اؤ زۀ به هلته لاړ شُو اؤ مُونږ به عِبادت وکړُو اؤ واپس به تاسو له راشُو.“ ۶اِبراهيم په اِسحاق د قُربانۍ لرګى يوړل اؤ په خپله يې يوه چاړۀ اؤ ژوندى سکارۀ د اور بلولو د پاره يوړل. چې کله دوئ مزل کولو، ۷نو اِسحاق ووئيل، ”پلاره!“ هغۀ جواب ورکړو، ”اؤ! زما زويه؟“ اِسحاق ترې تپوس وکړو، ”ما ته پته ده چې تا سره سکارۀ اؤ لرګى شته، خو د قُربانۍ د پاره ګډُورے چرته دے؟“ ۸اِبراهيم جواب ورکړو، ”زما زويه، خُدائ پاک به په خپله د يو ګډ بندُوبست وکړى.“ اؤ دوئ دواړه روان وُو. ۹کله چې هغه ځائ ته ورسېدل کُوم چې ورته خُدائ پاک ښودلے وو، اِبراهيم يوه قُربان‌ګاه جوړه کړه اؤ لرګى يې پرې سم کېښودل. هغۀ خپل زوئ وتړلو اؤ په قُربان‌ګاه کښې يې د لرګو د پاسه کېښودو. ۱۰بيا اِبراهيم د خپل زوئ حلالولو د پاره چاړۀ راواخستله. ۱۱خو ناڅاپه د مالِک خُدائ فرِښتې د آسمان نه هغۀ ته آواز وکړو، ”اِبراهيمه، اِبراهيمه!“ هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ حاضر يم.“ ۱۲فرِښتې ووئيل، ”هلک له چې هيڅ تکليف ورنۀ کړې اؤ نۀ ورته څۀ ووائې. ما ته پته ده چې تۀ د خُدائ پاک نه يرېږې، ځکه چې تا هغۀ ته خپل يکى يو زوئ هم پېش کړو.“ ۱۳اِبراهيم څۀ ګورى چې يو ګډ د ښکرو نه په غنو کښې اِنښتے وو. هغه لاړو اؤ را وې نيوو اؤ د خپل زوئ په ځائ يې د سوزېدُونکې قُربانۍ په توګه پېش کړو. ۱۴اِبراهيم په هغه ځائ ”مالِک خُدائ بندُوبست کوى“ نُوم کېښودو. اؤ د تر ننه پورې خلق وائى، ”د مالِک خُدائ په غر به بندُوبست کېږى“. ۱۵د مالِک خُدائ فرِښتې په دويم ځل د آسمان نه اِبراهيم ته آواز وکړو چې، ۱۶”مالِک خُدائ وائى چې زۀ مالِک خُدائ په خپل نُوم قسم کوم چې زۀ به تا له ډېر زيات برکت درکړم. ځکه چې تا دا وکړل اؤ خپل يکى يو زوئ دې هم زما نه بچ ونۀ ساتلو، ۱۷زۀ دا وعده کوم چې زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکړم لکه چې په آسمان کښې څومره ستورى دى اؤ چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى. ستا اولاد به خپلو دُښمنانو له شکست ورکړى. ۱۸ټول قومُونه به ما ته سوال کوى چې هغوئ له داسې برکت ورکړم لکه چې ما ستا اولاد له برکت ورکړے دے. ځکه چې تا زما حُکم ومنلو.“ ۱۹اِبراهيم خپلو نوکرانو ته واپس لاړو اؤ دوئ په يو ځائ بيرسبع ته لاړل، چې چرته اِبراهيم اوسېدو.

د ناحور اولاد

۲۰څۀ موده وروستو اِبراهيم خبر شو چې د خپل ورور ناحور يې د مَلِکه نه اتۀ بچى پېدا شوى دى :  ۲۱مشرے عُوض، د هغۀ ورور بُوز، د ارام پلار قمو‌اېل، ۲۲کَسِد، حزو، فِلداس، اِدلاف اؤ بتو‌اېل، د رِبقه پلار. د اِبراهيم د ورور ناحور، د ښځې مَلِکه نه دا اتۀ زامن پېدا شول. ۲۴د ناحور دويمې ښځې، رُومه نه، طِبح، جاحم، تخص اؤ معکه پېدا شول.