د پېدايښت کِتاب

يوويشتم باب

د حضرت اِسحاق پېدا کېدل

۱مالِک خُدائ ساره له برکت ورکړو اؤ خپله وعده يې ورسره پُوره کړه. ۲اګرچې اِبراهيم په خپله ډېر بُوډا وو، خو لکه څنګه چې خُدائ پاک ورته وئيلى وُو ساره اُميدواره شوه اؤ هم په هغه صحيح وخت د هغې زوئ وشو. ۳اِبراهيم په خپل زوئ اِسحاق نُوم کېښودو، ۴اؤ چې اِسحاق د اتو ورځو شو، نو اِبراهيم سُنت کړو، هم هغه شان چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو. ۵اِبراهيم د سلو کالو وو چې اِسحاق پېدا شو، ۶نو ساره ووئيل، ”خُدائ پاک زۀ خندولې يم. اوس چې هر څوک د دې نه خبر شى نو زما سره به خاندى. ۷چا به اِبراهيم ته وئيلى وے چې يوه ورځ به زما نه هم د هغۀ ماشُوم پېدا کېږى؟ خو ګورئ! په زوړ عُمر کښې يې زما نه زوئ پېدا شوے دے.“ ۸چې ماشُوم غټېدو اؤ په خپله د ډوډۍ د خوړلو شو. نو په هغه ورځ اِبراهيم يو لوئ خېرات وکړو.

د بى‌بى هاجِرې اؤ د حضرت اِسمٰعيل لرې لېږل

۹يوه ورځ، ساره وکتل چې د هاجِرې زوئ اِسمٰعيل لوبې کولې، نو هغې اِبراهيم ته ووئيل، ”دا مِصرۍ وينځه اؤ د هغې زوئ ورک کړه، زۀ دا نۀ غواړم چې هغۀ ته دې په ميراث کښې يو څيز هم مِلاؤ شى. هر څۀ به زما د زوئ وى.“ ۱۱دې مسئلې اِبراهيم ډېر پرېشان کړو، ځکه چې اِسمٰعيل خو هم د هغۀ زوئ وو. ۱۲خو خُدائ پاک ووئيل، ”اِبراهيمه! د خپلې وينځې اؤ د هلک په باره کښې مۀ خفه کېږه. هم هغه شان وکړه چې څنګه درته ساره وائى ځکه چې د اِسحاق په ذريعه به ستا اولاد ډېر شى. ۱۳خو د وينځې زوئ هم ستا زوئ دے اؤ د هغۀ د اولاد نه به يو لوئ قوم جوړ کړم.“ ۱۴بل سحر وختى اِبراهيم پاڅېدو اؤ هاجِرې له يې د اوبو ډک مشک اؤ ډوډۍ ورکړه. او دا يې ورله په ولى کېښودل اؤ د زوئ سره يې رُخصت کړه. اؤ هغه لاړه اؤ بيرسبع ته نزدې په صحرا کښې سرګردانه ګرځېدله، ۱۵اؤ چې د هغوئ سره اوبۀ ختمې شوې، نو هاجِرې زوئ د يو بُوټى لاندې کښېنولو. ۱۶اؤ لږه لرې ترې کښېناسته، هغې د ځان سره ووئيل چې زۀ دا نۀ شم زغملے چې د خپل زوئ مرګ ووينم. اؤ هغه هلته ناسته وه سلګۍ يې وهلې اؤ ژړل يې. ۱۷چې کله خُدائ پاک د هلک ژړا واؤرېده، نو د خُدائ پاک فرِښتې د آسمان نه هاجِرې ته آواز وکړو اؤ ورته يې ووئيل، ”هاجِرې! تۀ ولې پرېشانه يې؟ يرېږه مۀ. خُدائ پاک ستا د زوئ ژړا اؤرېدلې ده. ۱۸اُوچت يې کړه اؤ په غېږ کښې يې کښېنوه، ځکه چې زۀ به هغه د يو لوئ قوم پلار کړم.“ ۱۹بيا خُدائ پاک هغې ته يو کُوهے وښودلو. نو هغه کُوهى ته لاړه اؤ مشک يې د اوبو نه ډک کړو اؤ هلک له يې اوبۀ ورکړې. ۲۰خُدائ پاک اِسمٰعيل له برکت ورکړو اؤ چې هلک څنګه لوئ شو، نو د هغۀ نه يو تکړه تير انداز جوړ شو. ۲۱هغه د فاران په صحرا کښې اوسېدو، مور ورله يوه مِصرۍ جينۍ خوښه کړه اؤ ورته يې وادۀ کړه.

د آمن مُعاهده

۲۲تقريباً هم په هغه وخت ابى‌ملِک اؤ د هغۀ د لښکر مشر فيکُل اِبراهيم ته ووئيل ”خُدائ پاک تا له په هر کار کښې برکت درکوى، ۲۳اوس زۀ غواړم چې تۀ د خُدائ پاک په نُوم دا تړون وکړې چې تۀ به زما سره دهوکه نۀ کوې اؤ همېشه به زما اؤ زما د اولاد وفادار يې، لکه څنګه چې زۀ همېشه تا سره په دې وطن کښې وفادار يم چې تۀ دلته مُسافر وې.“ ۲۴نو اِبراهيم ورسره وعده وکړه. ۲۵يوه ورځ، اِبراهيم ابى‌ملِک ته شکايت وکړو چې، ”ستا يو څو نوکرانو زما په يو کُوهى قبضه کړې ده.“ ۲۶ابى‌ملِک ورته ووئيل، ”دا خو ما ستا نه په وړومبى ځل واؤرېدل. تا ما ته مخکښې ولى ونۀ وئيل؟ ما ته پته نشته چې دا چا کړى دى.“ ۲۷اِبراهيم ابى‌ملِک ته ګډې اؤ څۀ غواګانې ورکړې، نو د دوئ په مېنځ کښې د آمن مُعاهده وشوه. ۲۸اِبراهيم د خپلې رَمې نه اووۀ ګډې جُدا کړې، ۲۹اؤ ابى‌ملِک ترې تپوس وکړو، ”تا دا اووۀ ګډې ولې جُدا کړې؟“ ۳۰اِبراهيم جواب ورکړو، ”زۀ غواړم چې دا اووۀ ګډې زما نه قبُولې کړې نو تۀ به ګواه يې چې ما دا کُوهے کنستلے وو.“ ۳۱نو په هغه ځائ يې بيرسبع نُوم کېښودو، ځکه چې دوئ دواړو دلته مُعاهده کړې وه. ۳۲چې کله مُعاهده وشوه، نو ابى‌ملِک اؤ د هغۀ د لښکر مشر فيکُل واپس د فلسطين وطن ته لاړل. ۳۳اِبراهيم په بيرسبع کښې د غز ونه وکَرله اؤ د مالِک خُدائ د ابدى خُدائ عِبادت يې وکړو. ۳۴اؤ اِبراهيم ډېر وخت مُسافر وو اؤ د فلسطين په وطن کښې اوسېدو.