د پېدايښت کِتاب

دويم باب

۱نو داسې د ټول جهان جوړېدل پُوره شُو. ۲اؤ په اوومه ورځ خُدائ پاک پېدايښت پُوره کړو اؤ کار يې بس کړو. ۳هغۀ اوومې ورځې له برکت ورکړو اؤ مُقدسه يې وګرځوله، ځکه چې هغۀ په اوومه ورځ پېدايښت پُوره کړو اؤ کار يې بس کړو. ۴اؤ داسې ټول جهان پېدا شو.

د عدن باغ

چې مالِک خُدائ، خُدائ پاک ټول جهان جوړ کړو، ۵په زمکه هيڅ قِسم بُوټے نۀ وو اؤ هيڅ تُخم زرغُون شوے نۀ وو، ځکه چې هغۀ باران نۀ وو ورولے اؤ د زمکې د کروَندې هم څوک نۀ وُو. ۶خو اوبۀ به د زمکې نه راوتلې اؤ زمکه به يې اوبۀ کوله. ۷بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک د زمکې نه څۀ خاوره واخستله اؤ آدم يې ترې نه جوړ کړو. خُدائ پاک د هغۀ په سپېږمو کښې د ژوند ساه پُو کړه اؤ آدم ژوندے شو. ۸بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک په عدن کښې يو باغ وکَرلو اؤ هغه پېدا کړے آدم يې په کښې مُقرر کړو. ۹هغۀ هلته د هر قِسم ښائسته اؤ ښو مېوو ونې وکَرلې. هغۀ د باغ په مېنځ کښې ژوند ورکوُونکى ونه اؤ د ښۀ اؤ بد پوهه ورکوُونکى ونه ولګوله. ۱۰په عدن کښې يو درياب به باغ اوبۀ کولو، د عدن بل طرف ته دا په څلورو سيندُونو کښې تقسيم شوے وو. ۱۱د وړومبى سيند نُوم فيسون دے، دا د حوېلۍ ټول وطن نه تېرېږى. ۱۲(سُوچه سره زر، خوشبودار عطر اؤ قيمتى کاڼى دلته ملاوېږى.) ۱۳د دويم سيند نُوم جيحون دے، دا د کُوش ټول وطن نه تېرېږى، ۱۴دريم سيند دجله دے، چې د اسُور نَمرخاتۀ طرف نه تېرېږى اؤ څلورم د فرات سيند دے. ۱۵مالِک خُدائ، خُدائ پاک آدم د عدن باغ کښې مُقرر کړو چې په باغ کښې کَرل رېبل کوى اؤ ساتنه يې کوى. ۱۶مالِک خُدائ، خُدائ پاک هغۀ ته حُکم وکړو، ”تۀ د باغ د هرې ونې مېوه خوړے شې، ۱۷خو د هغې ونې نه بغېر کُومه چې د ښۀ اؤ بد د پېژندګلو پوهه ورکوى. چې هيڅ کله د هغې ونې مېوه ونۀ خورې، کۀ تا وخوړه، نو په هغه ورځ به مړ شې.“ ۱۸بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک ووئيل، ”د آدم د پاره يواځې اوسېدل ښۀ نۀ دى. زۀ به د هغۀ د پاره يوه ښۀ ملګرى جوړه کړم چې د هغۀ مدد به کوى.“ ۱۹نو هغۀ د زمکې نه څۀ خاوره واخستله اؤ ټول ځناور اؤ مارغان يې ترې نه جوړ کړل. هغه يې بيا آدم له راوستل چې وګورى چې څۀ نومُونه ورباندې ږدى، اؤ آدم چې په هر ژوندى څيز څۀ نُوم کېښودو هم هغه يې نُوم شو. ۲۰نو آدم په ټولو مارغانو اؤ ځناورو نومُونه کېښودل، خو د آدم د پاره يوه ښۀ ملګرى نۀ وه پيدا شوى چې د هغۀ مدد وکړى. ۲۱بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک په آدم درُوند خوب راوستلو اؤ چې آدم اُودۀ شو، نو هغۀ د آدم نه يوه پوښتۍ راوويسته اؤ هغه ځائ يې ورله په غوښه ډک کړو. ۲۲بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک د آدم د پوښتۍ نه يوه ښځه پېدا کړه اؤ هغۀ له يې راوستله. ۲۳نو آدم ووئيل، ”واه، دا هم زما په شان ده. اؤ زما په شان وجُود لرى. د دې نُوم ”ښځه“ دے، ځکه چې دا د بنيادم نه راويستلے شوې ده.“ ۲۴نو هم دا وجه ده چې سړے خپل مور اؤ پلار پرېږدى اؤ د ښځې سره يو ځائ وى اؤ دواړه يو بدن شى. ۲۵سړے اؤ ښځه دواړه بربنډ وُو، خو د يو بل نه يې پړده نۀ کوله.