د پېدايښت کِتاب

اتلسم باب

د حضرت اِبراهيم سره د زوئ د پېدا کېدو وعده

۱مالِک خُدائ اِبراهيم ته د ممرې پاکو ونو سره راڅرګند شو. چې اِبراهيم د سرې غرمې په وخت د خېمې د دروازې په خُله کښې ناست وو، ۲هغۀ وکتل اؤ څۀ ګورى چې هلته درې سړى ولاړ دى. هغوئ يې چې څنګه وليدل، هغۀ ستړى مشى له ورمنډه کړه. د عِزت نه ورته ټيټ شو، ۳اِبراهيم ووئيل، ”صاحِبانو! کۀ تاسو ما د دې قابِل ګڼئ، نو زما سره ايسار شئ چې زۀ ستاسو خِدمت وکړم. ۴کۀ اِجازت وى نو زۀ به ستاسو خپو وينځلو له لږې اوبۀ راوړم، تاسو د دې ونې لاندې دمه وکړئ. ۵زۀ به تاسو له لږه ډوډۍ هم راوړم، نو تاسو به بيا ښۀ مزل وکړئ. دا زما د پاره د عِزت خبره ده چې زما کور ته راغلئ، نو زۀ به ستاسو مېلمستيا کوم.“ هغوئ جواب ورکړو، ”ښۀ ده، چې څنګه ستا خوښه وى نو هغه شان وکړه.“ ۶اِبراهيم خېمې ته تېز لاړو اؤ ساره ته يې ووئيل، ”زر شه. د ټولو نه د ښۀ اوړو بوجۍ راواخله اؤ ډوډۍ ترې پخې کړه.“ ۷بيا هغۀ د مال رَمې ته ورمنډه کړه اؤ يو کچه اؤ څورب څخے يې راونيوو اؤ يو نوکر له يې ورکړو، چې هغه يې زر زر تيار کړى. ۸هغۀ لږ ماستۀ، پئ اؤ هغه پخه شوې غوښه هم راوړه اؤ سړو ته يې هر څۀ کېښودل اؤ چې کله هغوئ ډوډۍ خوړله نو د ونې لاندې ورته ولاړ وو. ۹بيا هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”ستا ښځه ساره چرته ده؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”هغه دننه په خېمه کښې ده.“ ۱۰يو مېلمه ووئيل، ”په راتلُونکى کال کښې به زۀ واپس راشم اؤ ستا د ښځې ساره به يو زوئ پېدا شوے وى.“ ساره د خېمې د دروازې شا ته دا خبرې اؤرېدلې. ۱۱اوس ګوره، اِبراهيم اؤ ساره ډېر بُوډاګان وُو. اؤ ساره د ماشُوم د پېدا کېدو نۀ وه. ۱۲نو ساره د ځان سره وخندل اؤ وې وئيل، ”اوس زۀ زَړه اؤ ضعيفه يم اؤ زما خاوند هم بُوډا دے، نو اوس په دې عُمر کښې به زۀ د هغۀ سره څملم څۀ؟“ ۱۳نو مالِک خُدائ د اِبراهيم نه تپوس وکړو، ”ساره ولې وخندل اؤ وې وئيل چې په دې عُمر کښې زما ماشُوم پېدا کېدے شى څۀ چې زۀ ډېره بُوډۍ يم؟ ۱۴داسې څۀ شته چې د مالِک خُدائ د پاره مُشکل وى؟ لکه چې څنګه ما ووئيل، په راتلُونکى کال به زۀ واپس راځم اؤ د ساره به يو زوئ پېدا شى.“ ۱۵نو ساره مُنکره شوه ځکه چې هغه يرېده. هغې ووئيل، ”ما خو نۀ دى خندلى.“ هغۀ جواب ورکړو، ”اؤ تا وخندل.“

د اِبراهيم د صُدوم د نۀ تباه کېدو سوال کول

۱۶بيا هغه سړى روان شول اؤ يو داسې ځائ ته لاړل چې د کُوم ځائ نه يې صُدوم ليدلے شو، نو اِبراهيم هغوئ ته په مخه ښه وئيلو د پاره ورسره لاړو. ۱۷نو مالِک خُدائ د ځان سره ووئيل، ”زۀ چې څۀ کول غواړم هغه به د اِبراهيم نه نۀ پټوم. ۱۸د هغۀ اولاد به يو لوئ طاقتور قوم وى اؤ د هغۀ په ذريعه به زۀ ټولو قومُونو له برکت ورکړم. ۱۹ما هغه د دې د پاره غوره کړے دے چې هغه خپلو زامنو اؤ اولاد ته دا نصيحت وکړى چې زما خبره منى اؤ هغه څۀ کوى چې کُوم صحيح اؤ حق دى. کۀ دوئ داسې کوى، نو زۀ به هم د هغۀ د پاره هغه هر څۀ وکړم چې ما يې وعده کړې ده.“ ۲۰بيا مالِک خُدائ اِبراهيم ته ووئيل، ”په صُدوم اؤ عمُوره باندې ډېر سخت الزامُونه دى، دوئ ډېر بد عملونه کوى. ۲۱زۀ به لاندې خامخا ځم چې دا پته ولګوم چې کُوم الزامُونه ما اؤرېدلى دى چې هغه رښتيا دى اؤ کۀ نه.“ ۲۲بيا هغه دوه سړى لاړل اؤ د صُدوم طرف ته روان شول، خو مالِک خُدائ د اِبراهيم سره ايسار شو. ۲۳اِبراهيم مالِک خُدائ ته نزدې شو اؤ تپوس يې ترې وکړو، ”تۀ په رښتيا د بد عملو سره صادقان هم تباه کوې؟ ۲۴کۀ په ښار کښې پنځوس صادقان کسان وى، نو تۀ به ټول ښار تباه کوې ځۀ؟ تۀ به دوئ نۀ معاف کوې د دې د پاره چې هغه پنځوس کسان بچ شى؟ ۲۵په رښتيا سره تۀ به د بد عملو سره صادقان نۀ وژنې. دا نا‌مُمکن دى، تۀ داسې نۀ شې کولے. کۀ تۀ داسې وکړې، نو صادقانو خلقو ته به د بد عملو سره سزا مِلاؤ شى. دا نا‌مُمکن دى. د دُنيا اِنصاف کوُونکے به خامخا اِنصاف کوى.“ ۲۶مالِک خُدائ ورته ووئيل، ”کۀ په صُدوم کښې پنځوس صادقان کسان هم وى، نو زۀ به د هغوئ په خاطر ټول ښار بچ کړم.“ ۲۷اِبراهيم بيا ووئيل، ”مالِکه خُدايه! ما معاف کړه چې زۀ زړۀ ور شوم اؤ ستا په مخکښې خبرې کوم. ځکه چې زۀ ستا په مخکښې هيڅ هم نۀ يم. ۲۸خو کېدے شى چې هلته د پنځوسو صادقانو کسانو په ځائ صِرف پينځۀ څلوېښت وى. نو تۀ به د پينځو کسانو د کمى په وجه ټول ښار تباه کوې څۀ؟“ مالِک خُدائ جواب ورکړو، ”کۀ پينځۀ څلوېښت صادقان کسان هم وى نو زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم.“ ۲۹اِبراهيم بيا ووئيل، ”کېدے شى چې هلته صِرف څلوېښت کسان وى.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”کۀ څلوېښت کسان هم وى نو زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم.“ ۳۰اِبراهيم ووئيل، ”مالِکه خُدايه! غُصه کېږه مه، خو زۀ يو ځل بيا عرض کوم. کۀ هلته صِرف دېرش کسان وى نو بيا؟“ هغۀ ووئيل، ”زۀ به داسې نۀ کوم کۀ دېرش هم وى.“ ۳۱اِبراهيم ووئيل، ”مالِکه خُدايه! ما معاف کړه چې زۀ زړۀ ور شوم اؤ ستا په مخکښې خبرې کوم، خو کۀ صِرف شل کسان وى؟“ هغۀ ووئيل، ”زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم کۀ شل کسان هم وى.“ ۳۲اِبراهيم ووئيل، ”مالِکه خُدايه! غُصه کېږه مه، زۀ به صِرف يو ځل بيا عرض کوم. کۀ هلته صِرف لس کسان وى نو بيا؟“ هغۀ ووئيل، ”کۀ لس کسان هم وى نو زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم.“ ۳۳چې د اِبراهيم سره يې خبرې ختمې کړې نو مالِک خُدائ لاړو اؤ اِبراهيم کور ته راوګرځېدو.