د پېدايښت کِتاب

شپاړسم باب

حضرت اِسمٰعيل اؤ بى‌بى هاجِره

۱د ابرام د ښځې سارۍ تر اوسه پورې بچى نۀ وُو شوى. خو د هغې يوه مِصرۍ وينځه وه چې نُوم يې هاجِره وو، ۲نو هغې ابرام ته ووئيل، ”مالِک خُدائ ما له اولاد نۀ دے راکړے. تۀ ولې زما د وينځې سره شپه نۀ تېروې؟ کېدے شى چې زۀ د هغې نه آباده شم.“ نو ابرام د سارۍ خبره ومنله. ۳نو هغې خپله وينځه هاجِره ورکړه چې ښځه يې شى. (د ابرام په کنعان کښې د لس کاله اوسېدو نه پس داسې وشول.) ۴ابرام د هاجِرې سره څملاستو، نو هغه اُميدواره شوه. چې کله هغې ته پته ولګېده چې اُميدواره شوه، نو خپلې نېکې ته به يې سپک کتل. ۵نو سارۍ ابرام ته ووئيل، ”دا بد ستا په وجه وشول. ما خپله وينځه په خپله ستا په غېږ کښې کښېنوله اؤ چې د کُوم وخت نه هغې ته پته لګېدلې ده چې اُميدواره ده، نو هغه ما ته سپک ګورى. مالِک خُدائ دې اِنصاف وکړى چې په ما اؤ په تا کښې څوک په حقه دى.“ ۶خو ابرام جواب ورکړو، ”ډېر ښۀ، هغه ستا وينځه ده اؤ ستا په اِختيار کښې ده، چې څۀ دې خوښه وى نو ورسره يې وکړه.“ نو سارۍ د هاجِرې سره دومره ظلم وکړو چې هغه ترى وتښتېده. ۷د مالِک خُدائ فرِښتې په صحرا کښې د شُور په لاره هاجِره په چينه ومُوندله ۸اؤ فرِښتې ووئيل، ”هاجِرې، د سارۍ وينځې! د کُوم ځائ نه تۀ راغلې يې اؤ چرته ځې؟“ هغې جواب ورکړو، ”زۀ د خپلې نېکې نه تښتم.“ ۹د مالِک خُدائ فرِښتې هغې ته ووئيل، ”خپلې نېکې له واپس لاړه شه اؤ د هغې د اِختيار لاندې ژوند تېروه.“ ۱۰بيا فرِښتې هغې ته دا هم ووئيل، ”زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکړم چې هيڅ څوک به يې نۀ شى شمېرلے. ۱۱تۀ اوس اُميدواره يې اؤ د زوئ نُوم به اِسمٰعيل کېږدې ځکه چې مالِک خُدائ په تکليف کښې ستا آواز اؤرېدلے دے. ۱۲خو ستا زوئ به د يو ځنګلى په شان عُمر تېروى، هغه به د هر چا دُښمن وى اؤ هر يو به د هغۀ خِلاف وى. هغه به د خپلوانو نه بيل ژوند تيروى.“ ۱۳هاجِرې د ځان نه تپوس وکړو، ”ما خو خُدائ پاک ليدلے دے اؤ بيا هم لا ژوندۍ پاتې يم؟“ نو هغې هغه مالِک خُدائ ته يو نُوم ورکړو چې د هغې سره يې خبرې کړې وې، يعنې ”هغه خُدائ پاک چې ګورى“. ۱۴دا ځکه د قادِس اؤ بيرد په مېنځ کښې کُوهى ته خلق وائى چې ”د هغه ژوندى خُدائ پاک کُوهے دے چې ما ګورى“. ۱۵د هاجِرې نه د ابرام زوئ وشو اؤ اِسمٰعيل نُوم يې پرې کېښودو. ۱۶ابرام په هغه وخت کښې د شپږ اتياؤ کالو وو.