د پېدايښت کِتاب

پنځلسم باب

د ابرام سره د خُدائ پاک تړون

۱څۀ موده پس، ابرام خوب وليدلو چې مالِک خُدائ ورته وائى، ”ابرامه! يرېږه مه. زۀ ستا ډال يم اؤ زۀ به تا له يو لوئ اِنعام درکوم.“ ۲خو ابرام جواب ورکړو، ”مالِکه، مالِکه خُدايه! ستا اِنعام به ما له څۀ فائده راکړى، زما خو بچى هم نشته؟ اؤ صِرف د دمشق اِلعازر زما وارث دے. ۳ګوره! تا ما له اولاد نۀ دے راکړے اؤ زما غُلام به زما ميراث اخلى.“ ۴نو د مالِک خُدائ کلام يو ځل بيا هغۀ ته راغلو چې :  ”ستا غُلام اِلعازر به ستا ميراث نۀ اخلى، ستا خپل زوئ به ستا وارث وى.“ ۵مالِک خُدائ هغه بهر بوتلو اؤ ورته يې ووئيل، ”آسمان ته وګوره! کۀ تۀ د آسمان ستورى شمېرلے شې نو وې شمېره، ستا اولاد به د ستورو په شان ډېر وى.“ ۶ابرام په مالِک خُدائ يقين وکړو، نو مالِک خُدائ هغه د خپل ايمان له وجې صادق وګرځولو. ۷بيا مالِک خُدائ هغۀ ته ووئيل، ”زۀ مالِک خُدائ يم، چا چې په بابل کښې د اُور نه راوويستلې، چې دا زمکه ستا خپله شى.“ ۸خو ابرام ترې تپوس وکړو، ”مالِکه، مالِکه خُدايه! ما ته به څنګه پته ولږى چې دا به زما شى؟“ ۹هغۀ جواب ورکړو، ”ما له يوه څخۍ، يوه چېلۍ اؤ يو ګډ راوله، چې هر يو د دريو کالو وى اؤ يوه ګُوګُوشتکه اؤ کونتره هم راوړه.“ ۱۰ابرام دا ځناور حاضر کړل، حلال يې کړل، هغه درې څاروى يې په مېنځ نيم کړل اؤ په دوه قطارُونو کښې يې نيم نيم يو بل ته مخامخ کېښودل، خو مارغان يې په مېنځ نيم نۀ کړل. ۱۱ټپُوسان په غوښه لاندې راغُوټه شول، خو ابرام ترې نه وشړل. ۱۲چې کله نمر په پرېوتو شو، په ابرام يو درُوند خوب راغلو اؤ يره اؤ توره تيارۀ هم پرې راغله. ۱۳مالِک خُدائ هغۀ ته ووئيل، ”تۀ دا خبره ياده ساته چې ستا اولاد به په پردى وطن کښې مُسافر شى، دوئ به هلته غُلامان شى اؤ څلور سوه کاله به پرې ظلم کېږى، ۱۴خو زۀ به هغه قوم له سزا ورکړم چې دوئ څوک غُلامان کوى اؤ چې کله هغه پردے وطن پرېږدى، نو دوئ به ډېر مال دولت د ځان سره يوسى. ۱۵اؤ تۀ په خپله به په ښۀ پوخ عُمر کښې، په تسلۍ سره وفات شې اؤ دفن به شې. ۱۶په څلورم نسل کښې به ستا اولاد دلته واپس راشى، ځکه چې اموريانو اوسه پورې دومره ګُناه نۀ ده کړې چې زۀ دوئ بهر کړم.“ ۱۷چې کله نمر‌پرېواتو اؤ توره تيارۀ شوه، نو يو د بلو سکارو لوښے چې لُوګے يې کولو اؤ يو بَل لرګے ناڅاپى راڅرګند شو اؤ د ځناورو په مېنځ کښې تېر شو. ۱۸نو په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د ابرام سره يو تړون وکړو. هغۀ ووئيل، ”زۀ ستا سره دا تړون کوم چې زۀ به ستا اولاد له د مِصر د دې سيند نه د فرات تر لوئ سيند پورې دا زمکه ورکوم، ۱۹اؤ ورسره د قينيانو وطن، د قنيزيانو، د قدمونيانو، ۲۰د حِتيانو، د فرزيانو، د رفائيم، ۲۱د اموريانو، د کنعانيانو، د جرجاسيانو اؤ د يبوسيانو وطن هم ورکوم.“