د پېدايښت کِتاب

څوارلسم باب

د ابرام لُوط راخلاصول

۱په هغه وخت کښې، څلورو بادشاهانو، د بابل امرافِل، د الاسر ارِيوک، د عيلام کِدرلاعُمر اؤ د جوئيم تِدُعال، ۲د پينځو نورو بادشاهانو سره جنګ وکړو چې هغوئ دا دى، د صُدوم بَرع، د عمُوره برشع، د ادمه سِنى‌اب :  د حصيصون تامار شِميبر اؤ د بالع (يا ضُعر) بادشاه. ۳دې پينځو بادشاهانو د سِديم په مېدان کښې اتفاق وکړو اؤ لښکر يې جوړ کړو، چرته چې د مالګې درياب دے. ۴دوئ دولس کاله د کِدرلاعُمر د مشرۍ لاندې وُو، خو په ديارلسم کال هغوئ د هغۀ خِلاف بغاوت وکړو. ۵يو کال وروستو کِدرلاعُمر اؤ د هغۀ ملګرى د خپلو لښکرو سره راغلل اؤ رفائيم ته يې په عستارات قرنيم کښې، زوزيم ته په حام کښې اؤ ايميم ته د سِوى قريتيم په مېدان کښې شکست ورکړو، ۶اؤ حُوريانو ته يې د ادوم په غرُونو کښې شکست ورکړو اؤ د صحرا په غاړه د اېل‌فاران پورې ورپسې روان وُو. ۷بيا دوئ ترې راوګرځېدل اؤ قادِس ته واپس راغلل (چې بيا په عين مِصفات مشهُور شو) دوئ د عماليقيانو ټول وطن ونيوو اؤ اموريانو له يې شکست ورکړو چې په حصيصون تامار کښې اوسېدل. ۸د صُدوم، عمُوره، ادمه، ضِبوئيم اؤ د بالع بادشاهان د قلعو نه راووتل اؤ خپلې لښکرې يې د جنګ د پاره تيارې کړې اؤ د سِديم په مېدان کښې يې جنګ وکړو. ۹پينځۀ بادشاهان، د څلورو بادشاهانو سره وجنګېدل چې دوئ د عيلام، د جوئيم، د بابل اؤ د الاسر وُو. ۱۰مېدان ټول د تارکولو د کندو نه ډک وو اؤ چې کله د صُدوم اؤ عمُوره بادشاهان د جنګ نه تښتېدل، نو هغوئ په کندو کښې پرېوتل، خو هغه نور درې بادشاهان غرُونو ته وتښتېدل. ۱۱دې څلورو بادشاهانو چې په صُدوم اؤ عمُوره کښې څومره مال وو هغه يې ټول واخستو، چې په کښې د خوراک سامان هم وو اؤ دوئ لاړل. ۱۲د ابرام ورارۀ لُوط، په صُدوم کښې اوسېدو، نو هغه يې هم بوتلو اؤ هر څۀ يې ترې واخستل. ۱۳خو يو سړے وتښتېدو اؤ ابرام، عبرانى ته يې دا هر څۀ ووئيل، چې هغه د ممرې، امورى پاکو ونو ته نزدې اوسېدو، ممرې اؤ د هغۀ خپلوانو اسکال اؤ عانير هم د ابرام په جنګ کښې ملګرتيا کوله. ۱۴چې کله ابرام خبر شو چې د هغۀ ورارۀ نېولے شوے دے، هغۀ خپل ټول درې سوه اتلس فوجيان خپلې خېمې ته راوغوښتل اؤ په هغه څلورو بادشاهانو پسې تر دان پورې روان وُو. ۱۵هلته هغۀ فوجيان په ډلو کښې تقسيم کړل اؤ د شپې يې په دُښمن حمله وکړه اؤ هغوئ له يې شکست ورکړو، هغه د دمشق شمالى طرف ته تر حوبه پورې په هغوئ پسې وو، ۱۶اؤ چې کُوم مال يې تښتولے وو هغه يې ترې واپس واخستلو. اؤ خپل ورارۀ لُوط يې سره د ټول مال واپس راوستو اؤ چې کُومې ښځې اؤ کسان نيولے شوى وُو هغه يې هم راوستل.

د مِلک‌صِدق ابرام له برکت غوښتل

۱۷چې کله ابرام په کِدرلاعُمر اؤ په نورو بادشاهانو د فتح مُوندلو نه پس واپس راغلو، نو د صُدوم بادشاه د سِوى مېدان ته ورله ستړى مشى له راغلو (چې بل نُوم يې د بادشاهانو مېدان دے). ۱۸اؤ مِلک‌صِدق، چې د شاليم بادشاه اؤ د خُدائ تعالٰى يو اِمام وو، ابرام له ډوډۍ اؤ د انګُورو شراب راوړل، ۱۹هغۀ له يې برکت وغوښتلو اؤ ورته يې ووئيل، ”خُدائ تعالٰى دې ابرام له برکت ورکړى، چا چې آسمان اؤ زمکه پېدا کړى دى. ۲۰ټول ثناء صِفت دې د هغه خُدائ تعالٰى وى چې ستا دُښمنان يې ستا د خپو لاندې کړل.“ نو ابرام مِلک‌صِدق ته د ټول مالِ غنيمت نه لسمه حِصه ورکړه. ۲۱د صُدوم بادشاه ابرام ته ووئيل، ”دا ټول مال ستا شو، خو ما له زما ټول خلق واپس راکړه.“ ۲۲ابرام جواب ورکړو، ”زما دې په مالِک خُدائ قسم وى، چې ډېر لوئ خُدائ تعالٰى دے، چې د آسمان اؤ زمکې پېدا کوُونکے دے، ۲۳چې زۀ به ستاسو هيڅ څيز نۀ اِستعمالوم، يو تار يا د څپلۍ تسمه قدر به هم ستاسو نۀ وړم. چې تاسو دا ونۀ وايئ، چې ابرام زمُونږ په مال مالدار شوے وو. ۲۴زۀ به ستاسو نه د هغه مال نه بغېر يو څيز هم نۀ قبلوم کُوم چې زما کسانو اِستعمال کړے دے. خو زما ملګرى، عانير، اسکال اؤ ممرې دې خپله حِصه ترې نه واخلى.“