د پېدايښت کِتاب

ديارلسم باب

د ابرام اؤ لُوط جُدا کېدل

۱ابرام د خپلى ښځى سره او ټول مال سره د مِصر نه د کنعان په طرف صحرا ته لاړو اؤ لُوط هم ورسره وو. ۲ابرام ډېر مالداره سړے وو، هغۀ څاروى اؤ داسې سپين زر اؤ سرۀ زر يې هم لرل. ۳اؤ هغۀ بېلو بېلو ځايُونو ته کوچ کولو اؤ بيت‌اېل ته روان وو. هغه هم هغه ځائ ته ورسېدو چې د بيت‌اېل اؤ عى په مېنځ کښې دے چرته چې هغه مخکښې دېره شوے وو ۴اؤ قُربان‌ګاه يې جوړه کړې وه. اؤ د مالِک خُدائ نُوم يې پرې اخستے وو. ۵د لُوط سره هم څاروى اؤ رَمې وې، خپله کورنۍ اؤ نوکران هم ورسره وُو. ۶خو هلته دومره شنه زمکه نۀ وه چې دوئ دواړه په کښې يو ځائ پاتې شوى وے، ځکه چې د دوئ سره ډېر زيات مال وو. ۷نو د ابرام اؤ د لُوط د شپُونکو په مېنځ کښې جګړه شوه. (په هغه وخت کښې کنعانيان اؤ فرزيان هم په هغه وطن کښې اوسېدل.) ۸نو ابرام لُوط ته ووئيل، ”خُدائ پاک دې زما اؤ ستا اؤ زمُونږ د شپُونکو په مېنځ کښې لانجه نۀ راولى، ځکه چې مُونږ خپلوان يُو. ۹ولې دا ټوله زمکه ستا په وړاندې نۀ ده؟ زما نه جُدا شه. چې چرته دې خوښه وى هم هلته لاړ شه. کۀ تۀ ښى طرف ته ځې نو زۀ به ګڅ طرف ته ځم، کۀ تۀ ګڅ طرف ته ځې نو زۀ به ښى طرف ته لاړ شم.“ ۱۰لُوط سترګې واړولې راواړولې اؤ د اُردن ټول هوار مېدان يې وليدو، چې د ضُعر پورې، د مالِک خُدائ د باغ په شان يا د مِصر د وطن په شان ښې ډېرې اوبۀ يې لرلې. (په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د صُدوم اؤ عمُوره ښارونه لا تباه کړى نۀ وُو.) ۱۱نو لُوط د ځان د پاره د اُردن ټول هوار مېدان خوښ کړو اؤ نَمرخاتۀ طرف ته لاړو. نو داسې دوئ دواړه جُدا شول. ۱۲ابرام د کنعان په وطن کښې پاتې شو اؤ لُوط په مېدان کښې د ښارُونو په مېنځ کښې دېره شو اؤ صُدوم سره نزدې يې خېمې ولګولې، ۱۳چې د هغه ځائ خلق ډېر خراب وُو اؤ د مالِک خُدائ ګُناهګار وُو.

د مالِک خُدائ د ابرام سره د زمکې ورکولو وعده

۱۴د لُوط د تلو نه پس، مالِک خُدائ ابرام ته ووئيل، ”چرته چې تۀ ولاړ يې، د دې ځائ نه هر طرف ته ښۀ په غور سره وګوره. ۱۵چې څومره زمکه ستا په نظر راځى، دا زۀ تا اؤ ستا اولاد له همېشه د پاره ورکوم. ۱۶زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکوم چې هيڅ څوک به يې شمېرلے نۀ شى خو د خاورو د ذرو شمېرل به ترې آسان وى. ۱۷پاڅه! روان شه اؤ په ټوله زمکه نظر واچوه، ځکه چې دا ټوله تا له درکوم.“ ۱۸نو ابرام د دې ځائ نه کَډه واخستله اؤ د ممرې پاکو ونو ته نزدې دېره شو، چې دا په حبرون کښې دے اؤ هلته يې مالِک خُدائ ته يوه قُربان‌ګاه جوړه کړه.