د پېدايښت کِتاب

دولسم باب

د خُدائ پاک د ابرام غوښتل

۱په يو وخت کښې مالِک خُدائ ابرام ته ووئيل، ”خپل وطن، د پلار کور اؤ خپلوان پرېږده اؤ هغه وطن ته هِجرت وکړه چې کُوم درته زۀ ښايم. ۲زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم اؤ هغوئ به يو لوئ قوم شى. زۀ به تا له برکت درکړم اؤ عِزتمند به دې کړم، نو ستا په وجه به نورو ته برکت ملاوېږى. ۳زۀ به هغوئ له برکت ورکوم چې څوک ستا د پاره برکت غواړى. خو زۀ به په هغوئ لعنت وايم چې څوک په تا لعنت وائى. اؤ هم ستا په ذريعه به زۀ د دُنيا ټولو قومُونو له برکت ورکړم.“ ۴چې کله ابرام د پينځو اؤياؤ کالو وو، نو هغه د حاران نه روان شو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ ورته وئيلى وُو، اؤ لُوط هم ورسره لاړو. ۵ابرام خپله ښځه سارۍ، خپل ورارۀ لُوط هم د ځان سره روان کړل اؤ په حاران کښې چې څومره مال اؤ نوکران يې جمع کړى وُو هغه ټول يې ځان سره کړل اؤ کنعان ته روان شول. چې کله هغوئ کنعان ته ورسېدل، ۶ابرام په دې وطن کښې سفر کولو چې شِکم ته نزدې، د موره پاکې ونې زيارت له راغلو. (په هغه وخت کښې کنعانيان لا په دې وطن کښې اوسېدل.) ۷نو مالِک خُدائ ابرام ته څرګند شو اؤ هغۀ ته يې ووئيل، ”دا هغه وطن دے چې زۀ يې ستا اولاد له ورکوم.“ بيا ابرام هلته مالِک خُدائ ته يوه قُربان‌ګاه جوړه کړه، چرته چې ورته راڅرګند شوے وو. ۸د دې نه پس، هغۀ د بيت‌اېل ښار نَمرخاتۀ طرف ته د غرُونو وطن ته کَډه يوړه اؤ هغۀ په هغه ځائ کښې چې نمر پرېواتۀ طرف ته بيت‌اېل اؤ نَمرخاتۀ ته عى دے په مېنځ کښې خېمه ولګوله. هلته يې هم يوه قُربان‌ګاه جوړه کړه اؤ د مالِک خُدائ نُوم يې پرې واخستو. ۹بيا هغه بېلو بېلو ځايُونو ته کوچ کولو چې د کنعان جنُوبى حِصې ته راغلو.

ابرام په مِصر کښې

۱۰اؤ يو ځل په کنعان کښې قحط راغلو اؤ دا د برداشت نه بهر وو نو ابرام مِصر ته کوچ وکړو، چې هلته دېره شى. ۱۱چې کله هغه تقريباً مِصر ته اوړېدو، هغۀ خپلې ښځې سارۍ ته ووئيل، ”دا خبره واوره! ستا کړۀ وړۀ د ښائسته ښځې دى. ۱۲کۀ د مِصر والا تا وګورى، نو هغوئ به ګُمان وکړى چې تۀ زما ښځه يې، نو هغوئ به ما مړ کړى اؤ تا به ژوندۍ پرېږدى. ۱۳هغوئ ته ووايه چې زۀ يې خور يم، نو داسې به ما ته څۀ نۀ وائى اؤ ستا په وجه به زۀ ژوندے پاتې شم.“ ۱۴چې کله هغوئ مِصر ته واوړېدل، نو مِصريانو هغه وليده چې ډېره ښائسته ښځه وه. ۱۵نو د فِرعون درباريانو هغه وليده اؤ فِرعون ته يې ووئيل چې هغه څومره ښائسته وه، نو هغه يې محل ته بوتله. ۱۶د هغې په وجه فِرعون د ابرام ښۀ عِزت وکړو اؤ هغۀ له يې د ګډو اؤ چېلو رَمې ورکړې. څاروى، خرۀ، اُوښان اؤ ښځې اؤ نران خِدمت‌ګاران يې هم ورکړل. ۱۷خو فِرعون سارۍ بوتلې وه، نو ځکه مالِک خُدائ په فِرعون اؤ د هغۀ په درباريانو يوه لويه وبا راوسته. ۱۸فِرعون ابرام راوغوښتو اؤ تپوس يې ترې وکړو، ”دا تا زما سره څۀ کړى دى؟ تا ولې ما ته ونۀ وئيل چې هغه ستا ښځه ده؟ ۱۹تا ولې ووئيل چې هغه ستا خور ده اؤ ما درنه بوتله چې ښځه يې کړم؟ خپله ښځه د ځان سره بوځه اؤ په خپله مخه ځه.“ ۲۰فِرعون نوکرانو ته حُکم وکړو، نو هغوئ ابرام بوتلو اؤ د خپلې ښځې اؤ ټول مال سره يې د هغه وطن نه بهر کړو.