د پېدايښت کِتاب

يوولسم باب

د بابل برج

۱په شروع کښې، د ټولې دُنيا خلقو صِرف يوه ژبه وئيله اؤ د يو بل په خبرو پوهېدل. ۲چې څنګه دوئ د نَمرخاتۀ غاړې نه روان شول، چې چرته دوئ اوسېدل، نو د بابل په وطن کښې يو هوار مېدان ته راغلل اؤ هلته دېره شول. ۳دوئ يو بل ته ووئيل، ”راځئ! چې خَښتې جوړې کړُو اؤ په اور يې پخې کړُو.“ نو داسې د دوئ سره د آبادۍ د پاره خَښتې اؤ د دې د نښلولو د پاره تارکول وُو. ۴نو دوئ ووئيل، ”راځئ چې اوس يو ښار اؤ دومره لوئ برج جوړ کړُو چې آسمان ته ورسېږى، نو مُونږ به مشهُور شُو اؤ په ټوله دُنيا کښې به خوارۀ وارۀ هم نۀ شُو.“ ۵بيا مالِک خُدائ د ښار اؤ هغه برج کتلو له راکُوز شو چې بنيادمو جوړ کړے وو، ۶نو هغۀ ووئيل، ”وګورئ! دا ټول يو خلق دى اؤ دوئ يوه ژبه وائى، او د دې نه پس چې بيا دوئ څۀ کول هم وغواړى نو کولے به يې شى، ۷راځئ چې لاندې ورشُو اؤ د دوئ ژبې ګډې وډې کړُو نو د يو بل په خبرو به نۀ پوهېږى.“ ۸نو مالِک خُدائ دوئ په ټوله زمکه خوارۀ وارۀ کړل اؤ دوئ ښار جوړول پرېښودل. ۹نو د هغه ښار نُوم بابل شو، ځکه چې مالِک خُدائ هلته د خلقو ژبه ګډه وډه کړه اؤ د هغه ځائ نه يې په ټوله زمکه خوارۀ وارۀ کړل.

د سِم اولاد

د تاريخ اول کِتاب ۱‏ :  ۲۴‏-۲۷

۱۰دا د سِم اولاد دے. د سېلاب نه دوه کاله پس، چې کله سِم د سلو کالو وو، د هغۀ زوئ ارفکسد پېدا شو. ۱۱د دې نه پس، هغه پينځۀ سوه کاله نور ژوندے وو اؤ نور بچى يې هم پېدا شول. ۱۲چې کله ارفکسد د پينځو دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ سِلح پېدا شو، ۱۳د دې نه پس، هغه څلور سوه درې کاله نور ژوندے وو اؤ نور بچى يې هم پېدا شول. ۱۴چې کله سِلح د دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ عيبر پېدا شو، ۱۵د دې نه پس، هغه څلور سوه درې کاله نور ژوندے وو اؤ نور بچى يې هم پېدا شول. ۱۶چې کله عيبر د څلور دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ فِلِګ پېدا شو، ۱۷د دې نه پس هغه څلور سوه دېرش کاله نور ژوندے وو اؤ نور بچى يې هم پېدا شول. ۱۸چې کله فِلِګ د دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ رعو پېدا شو، ۱۹د دې نه پس، هغه دوه سوه نهۀ کاله نور ژوندے وو اؤ نور بچى يې هم پېدا شول. ۲۰چې کله رعو د دوه دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ سروګ پېدا شو، ۲۱د دې نه پس، هغه دوه سوه اووۀ کاله نور ژوندے وو اؤ نور بچى يې هم پېدا شول. ۲۲چې کله سروګ د دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ ناحور پېدا شو، ۲۳د دې نه پس، هغه دوه سوه کاله نور ژوندے وو اؤ نور بچى يې هم پېدا شول. ۲۴چې کله ناحور د نهۀ ويشتو کالو وو، د هغۀ زوئ تِره پېدا شو، ۲۵د دې نه پس، هغه يو سل نولس کاله نور ژوندے وو اؤ نور بچى يې هم پېدا شول. ۲۶چې تِره د اؤيا کالو وو د هغې نه پس، د هغۀ زامن ابرام، ناحور اؤ حاران پېدا شول.

د تِره اولاد

۲۷دا د تِره اولاد دے، چې هغه د ابرام، ناحور اؤ حاران پلار وو. حاران د لُوط پلار وو، ۲۸اؤ حاران په خپل وطن اُور کښې چې په بابل کښې دے، په حق ورسېدو، خو د هغۀ پلار لا ژوندے وو. ۲۹ابرام سارۍ سره وادۀ وکړو اؤ ناحور د مَلِکه سره وادۀ وکړو، چې د حاران لُور وه، حاران د اِسکه پلار هم وو. ۳۰د سارۍ بچى نۀ وُو، ځکه چې هغه شنډه وه. ۳۱تِره د خپل زوئ ابرام، د خپل نمسى لُوط، چې د حاران زوئ وو اؤ د خپلې اېنږور سارۍ سره، چې د ابرام ښځه وه، روان شو اؤ په بابل کښې د اُور ښار نه د کنعان وطن ته لاړل. خو چې حاران ته ورسېدل نو هلته دېره شول. ۳۲تِره هلته د دوه سوه اؤ پينځو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.