دَ ګلتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

څلورم باب

۱خو زَۀ دا وايم چه وارث تر څو چه نابالغه دے، اګر که دے دَ ټول جايداد مالِک دے، په هغۀ اَؤ په غُلام کښے هيڅ فرق نۀ وى. ۲خو کُوم ميعاد چه پلار مُقرر کړے دے تر هغے وخته هغه دَ سرپرستانو اَؤ مُختارانو دَ اِختيار لاندے وى. ۳دغه شان مُونږ هم چه کله چه ماشُومان وُو نو دَ دُنيا دَ قوتُونو په پابندئ کښے دَ غُلامئ په حالت کښے مو ژوند تيروو. ۴خو هر کله چه نيټه پُوره شوه نو خُدائے خپل زوئے راوليږلو چه دَ ښځے نه وزيږيدو اَؤ دَ شريعت دَ لاندے پيدا شو، ۵دَ دے دَ پاره چه څوک چه دَ شريعت دَ لاندے وُو، په بيعه واخلى اَؤ آزاد ئے کړى، چه مُونږ دَ خُدائے زامن شُو.

۶اَؤ په دے سبب چه تاسو دَ خُدائے زامن يئ خُدائے دَ خپل زوئے رُوح زمُونږ زړُونو ته راوليږلو کُوم چه دَ ”آبا،“ يعنے ”اَئے پلاره“ غږ کوى. ۷نو اوس نور تۀ غُلام نۀ يئے بلکه زوئے يئے، اَؤ چه زوئے يئے نو دَ خُدائے وارث هم يئے.

دَ پولوس دَ ګلتيانو دَ پاره فکر

۸خو هغه وخت تاسو دَ خُدائے نه ناخبر وئ اَؤ تاسو دَ هغه معبُودانو په غُلامئ کښے وئ څوک چه خُدائے نۀ دى. ۹خو اوس تاسو خُدائے وپيژندلو بلکه خُدائے تاسو وپيژندلئ، نو بيا دَ هغه زړو اَؤ بے ځايه اولنو خبرو پلو څنګه ورګرزئ، چه دَ هغوئ بيا غُلامى کول غواړئ؟ ۱۰تاسو خاص ورځے، مياشتے اَؤ مُقرر وختُونه اَؤ کالُونه منئ. ۱۱زَۀ ستاسو په باب کښے ربړيږم چه هسے نه چه کُومه خوارى چه ما په تاسو کړے ده هغه عبث لاړه شى.

۱۲زما ورُوڼو! زَۀ درته منت کوم چه خپل ځانُونه زما په شان کړئ ځکه چه ما هم خپل ځان ستاسو په شان کړے دے. تاسو زما څۀ نقصان نۀ دے کړے. ۱۳بلکه تاسو خبر يئ چه ما په اول ځل دَ ناجوړتيا په حالت کښے تاسو ته زيرے آؤرولے وو. ۱۴اَؤ تاسو زما هغه جسمانى حالت کُوم چه ستاسو دَ آزمايش باعث وو، نۀ خو سپک وګڼلو، نۀ مو دَ هغۀ نه کرکه وکړه، اَؤ زَۀ مو دَ خُدائے فرښته وګڼلم لکه څنګه چه تاسو مسيح عيسىٰ ته په خپله هر کلے وئيلے وے. ۱۵نو هغه وخت تاسو ډيره خوشحالى کړے وه، خو اوس هغه خوشحالى چرته ده؟ زَۀ ستاسو ګواه يم چه که کيدے شوے نو تاسو به خپلے سترګے راويستلے وے اَؤ ما ته به مو راکړے وے. ۱۶نو آيا زَۀ دَ حق وئيلو په سبب ګنى ستاسو دُښمن شوے يم؟

۱۷هغوئ تاسو دوستان خو جوړول غواړى خو په نيک نيتئ نه، بلکه هغوئ تاسو له ما نه جُدا کول غواړى دَ پاره دَ دے چه تاسو دَ هغوئ دَ دوستئ ليواله شئ. ۱۸دا خو ښه خبره ده چه په ښه خبره کښے هر وخت دَ دوست جوړولو کوشِش وکړے شى، نۀ يواځے هغه وخت چه زَۀ ستاسو سره موجُود يم بلکه هغه وخت هم چه غير حاضر يم. ۱۹ګرانو بچو! زَۀ يو ځل بيا ستاسو دَ پاره لکه د لنګانۀ په درد آخته يم، تر څو چه تاسو دَ مسيح په څير شوى نۀ يئ. ۲۰زړۀ مے غواړى چه زَۀ دِ اوس تاسو سره وَئے، نو ما به بيا خپل انداز بدل کړے وَئے ځکه چه زَۀ ستاسو په باب کښے پريشان يم.

دَ هاجره اَؤ دَ ساره مِثال

۲۱اوس راته ووايئ، تاسو چه دَ شريعت دومره ليواله يئ، آيا دَ شريعت خبره نۀ آؤرئ څۀ؟ ۲۲ځکه چه دا په کښے ليکلى دى چه دَ اِبراهيم دوه زامن وُو، يو له وينځے نه اَؤ بل دَ آزادے ښځے نه. ۲۳خو دَ وينځے زوئے په عام طور، اَؤ دَ آزادے زوئے دَ خُدائے دَ لوظ په مُطابق پيدا شو. ۲۴دا يو مِثال دے اَؤ دا دوه ښځے دَ دوؤ لوظُونو په مِثال دى، يوه چه دَ سينا په غرۀ کړے شوے وه چه غُلامان پيدا کوى، اَؤ هاجره ئے نُوم دے. ۲۵اَؤ هاجره لکه دَ سينا غر په عربو کښے ده چه دَ موجوده بيتُ المُقدس په مِثال دے ځکه چه هغه اَؤ دَ هغے بچى په غُلامئ کښے دى. ۲۶خو دَ آسمانى بيتُ المُقدس هغه آزاده ده څوک چه زمُونږ مور ده. ۲۷ځکه چه صحيفے وائى چه : 

”اَئے شنډے ښځے! خوشحالى وکړه!

چا چه چرے هم بچى نۀ دى راوړى.

دَ خوشحالئ چغے ووهه

چا چه دَ لنګانۀ دړدُونه نۀ وُو زغملى.

ځکه چه پريښولے ښځه به

دَ هغے ښځے نه ډير بچى راؤړى چه خاوند لرى.“

۲۸نو اَئے زما ورُوڼو! تاسو دَ اِسحاق په شان دَ خُدائے دَ لوظ بچى يئ. ۲۹خو لکه څنګه چه په هغه ورځو کښے په عام طور پيدا شوى زوئے دَ خُدائے دَ رُوح په قُدرت پيدا شوے زوئے وربړولو، دغه شان نن هم دے. ۳۰خو صحيفے څۀ وائى چه :  ”وينځه اَؤ دَ هغے زوئے وشړئ ځکه چه دَ وينځے زوئے به دَ آزادے دَ زوئے سره په ميراث کښے شريک نۀ شى.“ ۳۱نو زما ورُوڼو! تاسو اوس پوهه شئ چه مُونږ دَ وينځے بچى نۀ يُو، زمُونږ مور آزاده ده.