دَ ګلتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

دريم باب

شريعت يا فضل

۱اَئے نادانو ګلتيانو! چا په تاسو جادُو وکړو؟ ستاسو خو لکه دَ سترګو په وړاندے مسيح په سولئ وښوولے شو. ۲زَۀ دَ تاسو نه صرف دا تپوس کول غواړم چه تاسو دَ شريعت په عملُونو رُوحُ القُدس ومُوندلو يا په زيرى دَ ايمان راوړلو په وسيله؟ ۳آيا تاسو دومره نادان يئ چه دَ رُوحُ القُدس په وسيله مو شروع کړه اَؤ اوس دَ خپلو عملُونو په وسيله پُوره کول غواړئ څۀ؟ ۴آيا دَ تاسو ټوله تجربه عبث شوه؟ خو يقيناً چه نه! ۵نو بيا خُدائے چه تاسو ته رُوحُ القُدس درکوى اَؤ په تاسو کښے مُعجزے ښکاره کوى نو آيا هغه دَ شريعت په عملُونو داسے کوى يا دَ زيرى آؤريدلو اَؤ پرے ايمان راوړلو په وسيله؟

۶لکه چه اِبراهيم ”په خُدائے ايمان راؤړو اَؤ دا دَ هغۀ دَ پاره په صداقت حساب شو،“ ۷نو پوهه شئ چه څوک چه دَ ايمان خاوندان دى، هغوئ دَ اِبراهيم اَؤلاد دى. ۸اَؤ کتاب مُقدس دَ دے نه مخکښے خبر وو چه خُدائے به غير يهُوديان په ايمان صادِق کړى، نو دَ اول نه ئے اِبراهيم ته دا زيرے واؤرولو چه :  ”ستا په وسيله به ټول قومُونه برکت بيا مُومى.“ ۹نو بيا څنګه چه اِبراهيم دَ ايمان راوړلو په وسيله برکت ومُوندو، هم هغه شان هغوئ ټول چه دَ اِبراهيم غوندے ايمان لرى، هغۀ سره برکت بيا مُومى.

۱۰خو څومره چه دَ شريعت په عملُونو توکل کوى، هغوئ ټول لعنتيان دى، لکه چه صحيفے وائى چه :  ”هر هغه څوک چه دَ شريعت په کتاب کښے ليکلى شوو په ټولو خبرو عمل نۀ کوى هغه لعنتى دے.“ ۱۱اَؤ دا خبره ښکاره ده چه دَ شريعت په وسيله هيڅوک دَ خُدائے په نِزد صادِق کيږى نه، لکه چه ليکلى دى چه :  ”صادق به په ايمان پائى.“ ۱۲اَؤ دَ شريعت دَ ايمان سره هيڅ تعلق نِشته بلکه ليکلى دى چه :  ”څوک چه په شريعت عمل کوى هغه به دَ دے په سبب پائى.“

۱۳مسيح مُونږ په بيعه واخستُو اَؤ دَ شريعت دَ لعنت نه ئے راخلاص کړلُو ځکه چه هغه زمُونږ دَ پاره لعنتى شو، ځکه چه په صحيفه کښے ليکلى دى چه ”څوک چه په لرګى ځوړند کړے شو هغه لعنتى دے.“ ۱۴دا ځکه وشو دَ دے دَ پاره چه هغه برکت چه خُدائے اِبراهيم ته دَ ورکولو وعده کړے وه، دَ مسيح عيسىٰ په وسيله غير يهُوديانو ته هم ورسى، اَؤ مُونږ دَ ايمان په وسيله هغه رُوحُ القُدس حاصل کړُو دَ کُوم چه خُدائے وعده کړے ده.

شريعت اَؤ وعده

۱۵زما ورُوڼو! زَۀ دَ مِثال په طور دا وايم چه سره دَ دے که دَ اِنسان وعده وى خو که تصديق ئے وشى نو څوک ئے منسُوخ نۀ ګڼى اَؤ نۀ په کښے څوک څۀ زياتے کوى. ۱۶نو خُدائے اِبراهيم اَؤ دَ هغۀ دَ نسل سره هم وعدے وکړلے، اَؤ هغه دا نۀ وائى چه ”دَ نسلُونو سره“ لکه چه دَ ډيرو دَ پاره وئيلے کيږى، بلکه څنګه چه دَ يو دَ پاره وئيلے شى چه :  ”ستا دَ نسل سره،“ نو هغه مسيح دے. ۱۷زما مطلب دا دے چه دَ کُومے وعدے چه خُدائے تصديق کړے وو، هغه څلور سوه اَؤ ديرش کاله پس شريعت منسُوخ کولے نۀ شى په دے خيال چه هغه وعده بے فائدے وګڼى. ۱۸که چرے ميراث دَ شريعت په وسيله رسى نو دا بيا په وعده نۀ دے، خو په هغه وعده وو کُومه چه خُدائے اِبراهيم ته دَ يوے بخښنے په طور ورکړے وه.

۱۹نو بيا دَ شريعت څۀ؟ شريعت ځکه وروستو ورکړے شو چه دَ دے په وسيله ګُناه ظاهر شى تر څو چه دَ اِبراهيم دَ نسل راتلل جارى وى چا سره چه وعده شوے وه، اَؤ شريعت دَ فرښتو په وسيله دَ يو مينځګړى په لاس مُقرر کړے شو. ۲۰اَؤ هر چرته چه دوه طرفونه وى نو مينځګړے پکاريږى، خو خُدائے يو دے.

غُلامان اَؤ زامن

۲۱نو آيا شريعت دَ خُدائے دَ وعدو خلاف دے؟ نه، هيڅ کله نه! که چرے داسے شريعت ورکړے شوے وے چه ژوند ئے ورکولے شوے نو بيا به صداقت دَ شريعت په وسيله وو. ۲۲خو مُقدس کتاب وائى چه ټوله دُنيا دَ ګُناه په قبضه کښے ده، دَ دے دَ پاره چه دَ بخښنے وعده چه په عيسىٰ مسيح دَ ايمان راوړلو په وسيله هغه خلقو ته چه ايمان راؤړى ورکړے شى.

۲۳دَ ايمان دَ راتلو نه مخکښے دَ شريعت دَ لاندے زمُونږ ساتنه کيده، اَؤ دَ هغه ايمان تر راتلو کُوم چه ظاهريدُونکے وو، مُونږ دَ هغۀ پابند وُو. ۲۴پس شريعت مسيح ته دَ رارسولو پورے زمُونږ ساتُونکے وو دَ دے دَ پاره چه مُونږ دَ ايمان په وسيله صادِق شُو. ۲۵خو هر کله چه ايمان راغلے دے مُونږ نور دَ شريعت دَ لاندے نۀ يُو.

۲۶ځکه چه تاسو ټول دَ هغه ايمان په وسيله کُوم چه په مسيح عيسىٰ دے، دَ خُدائے زامن يئ. ۲۷اَؤ تاسو ټول هر څومره چه دَ مسيح په يووالى کښے بپتسمه شوى يئ، لکه دَ لباس مسيح مو آغوستے دے. ۲۸نۀ خو څوک په تاسو کښے اوس يهُودى دے اَؤ نۀ غير يهُودى، نۀ څوک غُلام دے اَؤ نۀ آزاد، نۀ څوک سړے دے اَؤ نۀ ښځه، ځکه چه تاسو ټول دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے يو يئ. ۲۹اَؤ که چرے تاسو دَ مسيح يئ نو دَ اِبراهيم دَ نسل نه يئ، اَؤ دغه شان دَ وعدے په مُطابق وارثان يئ.