د عزرا کِتاب

نهم باب

د عزرا د غېرو يهُوديانو سره د ودونو نه خبرېدل

۱کله چې دا هر څۀ وشول نو د بنى اِسرائيلو څۀ مشران راغلل او ما ته يې ووئيل چې خلقو، اِمامانو او ليويانو خپل ځانونه د ګاونډى مُلکونو يعنې عمون، موآب، مِصر، کنعان، حِتى، فارص، يبوس او امورى مُلک د خلقو نه جدا نۀ ساتل. دوئ هم هغه خراب عملونه کول چې کوم هغه خلقو کول. ۲يهُوديانو سړو د پردى مُلک ښځو سره ودونه کول، نو په دې وجه د خُدائ پاک مقدس خلق پليت شول. د افسوس خبره دا ده چې مشران او آفسران په دې بدعملۍ کښې د هر چا نه وړاندې وُو. ۳کله چې زۀ د دې نه خبر شوم نو ما د خفګان نه خپل قميص او چُوغه وشلوله، د سر او ګيرې وېښتۀ مې وويستل او غم زپلے کښېناستم. ۴نو څوک چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د کلام په وجه يرېدلى وُو نو چې هغوئ د جلاوطنۍ نه راواپس خلقو د نافرمانۍ نه خبر شول هغوئ ټول راغلل او زما سره کښېناستل. او زۀ هلته د ماښام د قربانۍ وخت پورې سخت خفه ناست وم. ۵کله چې د ماښام د نذرانې وخت راغلو نو زۀ چې د خفګان نه چرته ناست وم د هغه ځائ نه پاڅېدم، چې تر اوسه پورې مې شلېدلے قميص او چُوغه اغوستې وه سجده مې وکړه او بيا مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته مې لاسونه پورته کړل. ۶ما وئيل، ”خُدايه پاکه! ما له په دې باندې ډېر سخت شرم راځى چې ستا په حضُور کښې خپل لاسونه اُوچت کړم. زمونږ ګناهُونه زمونږ د سرونو نه پاس اوړېدلى دى او زمونږ ګناهُونه تر آسمانه پورې رسېدلى دى. ۷زمونږ د پلار نيکۀ د وخت نه واخله تر اوسه پورې مونږ يعنې ستا خلقو لوئې ګناهُونه کړى دى. زمونږ د خپلې ګناه په وجه مونږ، زمونږ بادشاهان او زمونږ اِمامان د پردى مُلک بادشاهانو له په لاس ورغلى يُو او مونږ وژلے شو، غلا رانه کېږى او د قېديانو په توګه بوتلے شو. زمونږ ډېره بې‌عزتى شوې ده او تر اوسه پورې بې‌عزته يُو. ۸خو اے مالِکه خُدايه، زمونږ خُدايه پاکه! تۀ د لږ وخت دپاره په مونږ مِهربانه يې او زمونږ څۀ کسان دې پرېښى دى چې د غلامۍ نه وتښتى او په دې مقدس ځائ کښې په حِفاظت سره اوسېږى. تا مونږ د غلامۍ نه آزاد کړى يُو او يو نوے ژوند دې راکړے دے. ۹مونږ غلامان وُو، خو تا مونږ په غلامۍ کښې پرې نۀ ښودو. تا د فارس بادشاهان زمونږ سره ښۀ کړل او دا اِجازت دې راکړو چې خپل ژوند تېرَوُو او ستا هغه کور بيا جوړ کړُو، کوم چې تباه شوے وو او دې ته دې هم پرېښودو چې په يهوداه او يروشلم کښې مونږ ته حِفاظت مِلاو شى. ۱۰خو اے خُدايه پاکه! نو مونږ په دې کښې څۀ ووايُو؟ مونږ ستا د حُکمونو بيا نافرمانى کړې ده. ۱۱هغه حُکمونه کوم چې تا مونږ له د خپلو خِدمت کوُونکو پېغمبرانو په ذريعه راکړى وُو. هغوئ مونږ ته ووئيل چې مونږ د کوم مُلک قبضه کولو له روان يُو هغه مُلک د هغه خلقو په وجه ناپاک وو کوم چې په کښې اوسېدل او هغوئ دا د يو سر نه تر بله سر پورې د بې شرمۍ او ګنده عملونو نه ډک کړے وو. ۱۲هغوئ مونږ ته ووئيل چې مونږ دې هيڅ کله د هغه خلقو سره ودونه ونۀ کړُو او نۀ د هغوئ سره د ښۀ کېدو او کاميابېدو دپاره مدد وکړُو دا د دې دپاره چې هغه څيزُونه مونږ ته مِلاو شى چې په هغه مُلک کښې پېدا کېږى او دا مُلک به زمونږ اولاد ته په ميراث کښې مِلاو شى. ۱۳خو اوس هم مونږ ته زمونږ د ګناه او بدۍ په وجه سزا مِلاو شوه او زمونږ خُدايه پاکه، تا مونږ له د هغې نه کمه سزا راکړې ده چې د څومره مونږ حقدار وُو او زمونږ څۀ خلق دې ژوندى پرېښودلى دى. ۱۴نو بيا مونږ ستا حُکمونه څنګه مات کړُو او هغه بدعمله خلقو سره ودونه وکړُو؟ که مونږ داسې وکړُو نو تۀ به دومره غصه شې چې تباه به مو کړې او يو کس به هم ژوندې پرې نۀ ږدې. ۱۵مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه! تۀ صادق يې، خو تا مونږ پرېښودو چې ژوندى پاتې شو. مونږ په ګناه کښې ستا په وړاندې ولاړ يُو، خو د دې ګناه په وجه زمونږ يو کس هم دا حق نۀ لرى چې ستا حضُور ته راشى.“