د عزرا کِتاب

اتم باب

د جلاوطنۍ نه راواپس شوى خلق

۱دا د هغه ډلو د مشرانو تفصيل دے کوم چې په بابل کښې جلاوطن وُو او چې هغوئ د عزرا سره په هغه وخت کښې يروشلم ته راواپس شول چې په کوم وخت کښې ارتخششتا بادشاه وُو: ۲‏-۱۴د فينحاس د ډلې جيرسوم، د اِتمر د ډلې دانيال، د داؤد د ډلې د سکانياه زوئ حطوش، د پرعوس د ډلې زکرياه، چې د خپلې ډلې يو نيم سل سړى ورسره وُو. د هغوئ د پلار نيکۀ نسب‌نامه موجود وه، د پخت موآب د ډلې د زراحياه زوئ اليهوعينى، چې دوه سوه سړى ورسره وُو، د زتُو د ډلې، د يحزى ايل زوئ سکانياه چې درې سوه سړى ورسره وُو، د عدين د ډلې د يُونتن زوئ عبيد، چې پنځوس سړى ورسره وُو، د عيلام د ډلې د عتلياه زوئ يشعياه، چې اويا سړى ورسره وُو، د سفطياه د ډلې د ميکائيل زوئ زبدياه، چې اتيا سړى ورسره وُو، د يوآب د ډلې د يحى ايل زوئ عبدياه، چې دوه سوه او اتلس سړى ورسره وُو، د بانى د ډلې د يوسفياه زوئ سلوميت، چې يو سل او شپېته سړى ورسره وُو، د ببى د ډلې د ببى زوئ زکرياه، چې اتۀ‌ويشت سړى ورسره وُو، د عزجاد د ډلې د حقاطان زوئ يوحانان، چې يو سل او لس سړى ورسره وُو، د ادونِقام د ډلې اليفلط، يعواېل او سمعياه، چې شپېتۀ سړى ورسره وُو هغوئ په وروستو وخت کښې راواپس شول، د بِګوئ د ډلې عوتى او زکور، چې اويا سړى ورسره وُو، د عزرا د خُدائ پاک کور دپاره د ليويانو لېږل، ۱۵ما د هغه نِهر سره ټوله ډله راغونډه کړه کوم چې د اهاوا ښار ته بهېږى او مونږ هلته درې ورځې خېمې لګولې وې. ما وليدل چې هلته په ډله کښې اِمامان وُو، خو ليويان نۀ وُو. ۱۶نو ما دا نهۀ مشران راوغوښتل: اِلعازر، ارى ايل، سمعياه، الناتن، يريب، الناتن، ناتن، زکرياه او مسلام او دوه عالمان يويريب او الناتن مې هم راوغوښتل. ۱۷ما هغوئ په کسيفيا کښې د ډلې مشر عدو ته ولېږل، چې هغۀ او د هغۀ د ډلې نه د خُدائ پاک د کور دپاره کاريګر وغواړى او مونږ له داسې خلق راولېږى چې د خُدائ پاک په کور کښې خِدمت وکړى. ۱۸د خُدائ پاک په فضل سره هغوئ مونږ له يو تکړه سړے سربيا راولېږلو، چې دې د محلى د ډلې ليوے وو او اتلس زامن او وروڼه د هغۀ سره راغلل. ۱۹هغوئ د مرارى ډلې حسبياه او يشعياه هم د هغوئ د شلو خپلوانو سره راولېږل. ۲۰د دې نه علاوه د خُدائ پاک د کور دوه سوه او شل داسې خِدمتګاران هم وُو چې داؤد بادشاه او د هغۀ آفسرانو د هغوئ پلار نيکۀ د دې دپاره مقرر کړى وُو چې د ليويانو مدد کوى. او د هغوئ ټولو نومونه ليکلے شوى وُو.

د خلقو روژه نيول

۲۱هلته د اهاوا نِهر سره ما ټولو له دا حُکم ورکړو چې روژه ونيسئ او د خپل خُدائ پاک په وړاندې خپل ځانونه عاجزان کړئ او هغۀ ته سوال وکړئ چې په سفر کښې زمونږ مدد وکړى او زمونږ، زمونږ د بچو او زمونږ د مال دولت حِفاظت وکړى. ۲۲زۀ په دې باندې شرمېدلم چې د بادشاه نه مې يو لښکر او په اسونو سوارۀ فوجيان غوښتى وے چې زمونږ د سفر په دوران کښې د دشمنانو نه زمونږ حِفاظت وکړى، ځکه چې ما هغۀ ته وئيلى وُو چې زمونږ خُدائ هغه هر چا له برکت ورکوى چې څوک ورباندې ايمان لرى، خو هر څوک چې د هغۀ نه واوړى نو د هغوئ نه خفه کېږى او سزا ورکوى. ۲۳نو مونږ روژه ونيوله او خُدائ پاک ته مو سوال وکړو چې زمونږ حِفاظت وکړى او هغۀ زمونږ سوال قبول کړو.

د خُدائ پاک کور دپاره نذرانې

۲۴د مشرانو اِمامانو نه ما سربيا، حسبياه او لس نور کسان خوښ کړل. ۲۵بيا ما هغه سپين زر، سرۀ زر او لوښى وتلل کوم چې بادشاه، د هغۀ مشيرانو او د هغۀ آفسرانو او بنى اِسرائيلو د دې دپاره راکړى وُو چې د خُدائ پاک په کور کښې اِستعمال شى او ما دا اِمامانو له ورکړل. ۲۶‏-۲۷ما دا څيزُونه هغوئ له ورکړل: دوويشت ټنه سپين زر، سل د سپينو زرو لوښى چې د دې ټول وزن اويا کيلو وو، درې زره او څلور سوه کيلو سرۀ زر، شل د سرو زرو جامونه چې تقريباً اتۀ نيم کيلو وُو، دوه د زېړو ښائسته جامونه، چې په قيمت کښې د سرو زرو د جامونو برابر وُو، ۲۸ما اِمامانو ته ووئيل، ”تاسو مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک ته وقف او مقدس شوى يئ او داسې هغه ټول سپين زر، سرۀ زر او لوښى هم ستاسو په شان مقدس دى کوم چې هغۀ ته د رضاکارانه نذرانو په توګه راوړے شوى دى. ۲۹د خُدائ پاک کور ته تر رسېدو پورې د دې ښۀ حِفاظت وکړئ. هلته د اِمامانو په کوټه کښې دا وتلئ او د اِمامانو او ليويانو او په يروشلم کښې د بنى اِسرائيلو مشرانو ته يې حواله کړئ.“ ۳۰نو اِمامانو او ليويانو د هغه سپينو زرو، سرو زرو او د لوښو ذِمه وارى واخستله او په يروشلم کښې يې د مالِک خُدائ کور ته يوړل.

يروشلم ته واپس کېدل

۳۱دا د اولې مياشتې دولسمه ورځ وه چې مونږ يروشلم ته د تلو دپاره د اهاوا نِهر نه روان شوُو. زمونږ خُدائ پاک مل وو او چې مونږ سفر کولو نو مونږ يې د دشمن د حملو نه او د ډاکوانو نه بچ کولو. ۳۲کله چې مونږ يروشلم ته ورسېدو، نو مونږ درې ورځې آرام وکړو. ۳۳او بيا په څلورمه ورځ مونږ د خُدائ پاک کور ته لاړُو او هغه سپين زر، سرۀ زر او لوښى مو وتلل او د اورِياه زوئ مريموت اِمام ته مو حواله کړل. د هغوئ سره اِلعازر، د فينحاس زوئ او دوه ليويان، د يوشع زوئ يوزباد او د بِنوئى زوئ نوعيدياه هم وو. ۳۴هر يو څيز وشمېرلے شو او تللے شو او په هغه وخت پوره حِساب کِتاب وشو. ۳۵بيا هغه ټولو خلقو نذرانې راوړې کوم چې د جلاوطنۍ نه راغلى وُو چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته د قربانۍ په توګه وسوزولے شى. هغوئ د ټولو بنى اِسرائيلو دپاره دولس غوَيى، څلور کم سل ګډان، اووۀ اويا ګډُورى پېش کړل، هغوئ دولس چيلى هم پېش کړل چې خپل ځانونه د ګناه نه پاک کړى. دا ټول ځناور مالِک خُدائ ته د قربانۍ په توګه وسوزولے شول. ۳۶هغوئ هغه ليکلے شوے فرمان هم راوخستلو کوم چې بادشاه ورکړے وو او هغه يې حُکمرانانو او د نمرپرېواتۀ طرف فرات ته د صُوبې آفسرانو له ورکړو، چې هغوئ بيا د هغه خلقو سره او د خُدائ پاک د کور سره مدد وکړو.