د عزرا کِتاب

اوؤم باب

د عزرا يروشلم ته رسېدل

۱ډېره موده پس، کله چې ارتخششتا د فارس بادشاه وو، نو يو سړے وو چې نوم يې عزرا وو. هغۀ خپله شجره ‌نسب مشر اِمام هارون ته ورسوله، چې داسې ده: عزرا د شراياه زوئ وو چې هغه زوئ د عزرياه، زوئ د خلقياه، ۲زوئ د سلوم، زوئ د صدوق، زوئ د اخيطوب، ۳زوئ د امرياه، زوئ د عزرياه، زوئ د مرايوت، ۴زوئ د زراحياه، زوئ د عُزى، زوئ د بُقى، ۵زوئ د ابيسوع، زوئ د فينحاس، زوئ د اِلعازار او زوئ د هارون څوک چې مشر اِمام وو. ۶‏-۷عزرا يو عالِم وو هغه په هغه قانون باندې ښۀ پوهېدو کوم چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک موسىٰ له ورکړے وو. ځکه چې د عزرا سره د مالِک خُدائ د هغۀ د خُدائ پاک برکت وو، هغۀ چې څۀ هم غوښتل نو بادشاه ورله ورکول. د ارتخششتا د بادشاهۍ په اوؤم کال، عزرا د بنى اِسرائيلو د يوې ډلې سره د بابل نه يروشلم ته په سفر روان شو، چې په هغې کښې اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور موسيقاران او څوکيداران او کاريګر شامِل وُو. ۸‏-۹هغوئ د اولې مياشتې په اوله ورځ د بابل نه روان شول او د خُدائ پاک د مدد سره هغوئ د پينځمې مياشتې په اوله ورځ يروشلم ته ورسېدل. ۱۰عزرا خپل ژوند دې ته وقف کړے وو چې د مالِک خُدائ په قانون باندې پوهه شى، په هغې عمل وکړى او د دې ټول قانون او اصُول بنى اِسرائيلو ته وښائى.

د ارتخششتا عزرا له ورکړے شوے کاغذ

۱۱ارتخششتا عزرا اِمام او عالِم له دا کاغذ ورکړو، چې هغۀ د هغه قانون او حُکمونه پوره پوهه لرله کوم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلوته ورکړى وُو: ۱۲”د شهنشاه ارتخششتا د طرف نه، عزرا اِمام ته، چې هغه د آسمان د خُدائ پاک د قانون عالِم دے، ډېر سلامونه. او اوس، ۱۳زۀ دا حُکم کوم چې زما په ټول سلطنت کښې ټول بنى اِسرائيليان، اِمامان او ليويان چې د هغوئ زړۀ غواړى چې ستا سره يروشلم ته لاړ شى نو لاړ دې شى. ۱۴زۀ، تا زما د خپلو اووۀ مشيرانو سره لېږم چې په يروشلم او يهوداه کښې حالات معلوم کړئ چې دا پته ولګى چې ستا د خُدائ پاک په قانون باندې څومره ښۀ عمل کېږى، هغه قانون چې ستا سره موجود دے. ۱۵تاسو به د ځان سره د سرو زرو او سپينو زرو هغه نذرانې يوسئ د کومو چې زۀ او زما مشيران د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک له د ورکولو خواهِش لرو، هغه خُدائ پاک چې د هغۀ کور په يروشلم کښې دے. ۱۶تاسو به هغه ټول سرۀ زر او سپين زر هم د ځان سره اوړئ کوم چې تاسو د بابل په ټوله صُوبه کښې راغونډ کړئ او هغه نذرانې به هم اوړئ کومې چې بنى اِسرائيليان او د هغوئ اِمامان په يروشلم کښې د خپل خُدائ پاک کور دپاره ورکوى. ۱۷تاسو به دا پېسې په احتياط سره خرچ کوئ او غوَيى، ګډان او ګډُورى، غله، د انګورو شراب په بيعه واخلئ او په يروشلم کښې يې د خُدائ پاک د کور په قربان‌ګاه باندې پېش کړئ. ۱۸کوم سرۀ زر او سپين زر چې پاتې شى نو چې ستا او ستا د خلقو هر څنګه خوښه وى نو هغه شان يې اِستعمالولے شئ، خو د خُدائ پاک د رضا په مطابق. ۱۹تاسو به په يروشلم کښې خُدائ پاک ته هغه ټول لوښى پېش کوئ کوم چې د خُدائ پاک د کور د خِدمت د اِستعمال دپاره درکړے شوى دى. ۲۰او تاسو ته چې د خُدائ پاک د کور دپاره د بل هر څيز ضرورت وى، نو تاسو هغه د شاهى خزانې نه اخستلے شئ. ۲۱زۀ د فرات سيند د نمرپرېواتۀ صُوبې د خزانې ټولو آفسرانو له حُکم ورکوم چې هغوئ د عالِم عزرا اِمام دپاره د هغه هر څۀ ښۀ بندوبست وکړى چې هغه يې غواړى، عزرا د آسمان د خُدائ پاک په قانون کښې عالِم دے، ۲۲د دې حد به د درې زره او څلور سوو کيلو سپينو زرو، د لسو زرو کيلو غنمو، دوه زره ليټره د انګورو شرابو او دوه زره ليټره د زيتُونو تېلو پورې وى او چې داسې څومره د مالګې ضرورت وى. ۲۳تاسو به خامخا د هغه هر څۀ په بندوبست کولو کښې د احتياط نه کار اخلئ چې د آسمان خُدائ پاک يې د خپل کور دپاره غوښتنه کوى او پام کوئ چې هغه ما ته او هغه کسانو ته هيڅ کله غصه نۀ شى کوم چې زما نه پس بادشاهى کوى. ۲۴تاسو ته د دې اِجازت نشته چې د اِمامانو، ليويانو، موسيقارانو، څوکيدارانو، کاريګرو، يا د بل هر هغه چا نه محصُول، جزيه او پېسې واخلئ چې د چا تعلق د خُدائ پاک د دې کور سره وى. ۲۵عزرا! تۀ به د هغه حِکمت نه کار اخلې کوم چې خُدائ پاک درکړے دے، تۀ به اِنتظام کوُونکى او قاضيان مقرروې چې په هغه ټولو خلقو باندې حکومت کوى چې د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د خُدائ پاک د قانون لاندې ژوند تېروى. تۀ به هغه هر چا ته دا قانون ښايې چې څوک ورباندې نۀ پوهېږى. ۲۶که هر څوک هم ستا د خُدائ پاک د قانون يا د بادشاه د قانون نافرمانى کوى، نو هغۀ له به هم په هغه وخت سزا ورکولے شى: چې وژلے به شى، يا به جلاوطن کړے شى، يا به د هغۀ نه جائيداد ضبط کولے شى، يا به قېد کولے شى.“

د عزرا د خُدائ پاک ثناء صِفت وئيل

۲۷عزرا ووئيل، ”د مالِک خُدائ زمونږ د پلار نيکۀ د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى! هغۀ بادشاه دې ته راضى کړے دے چې په دې طريقه باندې په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور درناوښت وکړى. ۲۸د خُدائ پاک په فضل سره په ما باندې بادشاه، د هغۀ مشيران او د هغۀ ټول طاقتور آفسران مهربان شوى دى، مالِک خُدائ زما خُدائ پاک ما له حوصله راکړې ده او زۀ د دې قابِل شوے يم چې د بنى اِسرائيلو د ډلو ډېر مشران دې ته جوړ کړم چې زما سره راواپس شى.“