د عزرا کِتاب

شپږم باب

د خورس د فرمان بيا جارى کېدل

۱نو دارا بادشاه حُکم جارى کړو چې د بابل هغه شاهى تاريخ دې ولټولے شى کوم چې په خزانه کښې ساتلے شوے وو. ۲خو د مادى صُوبې په اکبتانا ښار کښې يو طومار پېدا شو، چې دا ليکل په کښې شوى وُو: ۳”د خپلې بادشاهۍ په وړومبى کال خورس بادشاه حُکم وکړو چې په يروشلم کښې دې د خُدائ پاک کور بيا جوړ کړے شى چې هغه يو داسې ځائ وى چرته به چې قربانۍ کېږى او نذرانې به سوزولے شى. د خُدائ پاک کور به تقريباً دېرش ګزه اُوچت او دېرش ګزه پلن جوړولے شى. ۴دېوالونه به داسې جوړولے شى چې درې ردې د لويو کاڼو وى او په يوه رَده کښې د لرګى تختې لګولې شوې وى. دا ټوله خرچه به شاهى خزانه ورکوى. ۵نبوکدنضر بادشاه چې په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور نه کوم د سرو زرو او سپينو زرو لوښى بابل ته اوړى وُو نو هغه به هم د خُدائ پاک کور يعنې خپل صحيح ځائ ته راواپس کولے شى کوم چې په يروشلم کښې دے.“

د دارا د خُدائ پاک د کور په باره کښې فرمان جارى کول

۶نو بيا دارا بادشا دا جواب ورولېږلو، ”دا د نمرپرېواتۀ طرف ته فرات حُکمران تتنى، شتربوزنى او د نمرپرېواتۀ طرف ته ستا آفسرانو ته دے، چې تاسو به د خُدائ پاک د کور سره کار نۀ لرئ ۷او د دې په جوړېدو کښې کار مۀ لرئ. د يهوداه حُکمران او يهُودى مشران پرېږدئ چې هغوئ د خُدائ پاک کور هلته جوړ کړى چرته چې مخکښې ولاړ وو. ۸نو په دې وجه زۀ تاسو له حُکم درکوم چې د يهوداه د مشرانو مدد وکړئ چې دا بيا جوړ کړى. هغوئ له به د خرچې دپاره د شاهى خزانې پوره پېسې ورکولې شى چې د نمرپرېواتۀ طرف ته د فرات د محصُول نه اخستے شى، د دې دپاره چې کار ايسار نۀ شى. ۹بغېر د څۀ کمى نه، هره ورځ تاسو به په يروشلم کښې اِمامانو له هغه هر څۀ ورکوئ چې هغوئ ته د څۀ ضرورت وى: چې هغه سخى، ګډې، يا ګډُورى وى، چې د آسمان خُدائ پاک ته د قربانۍ په توګه سوزولے شى، يا چې هغه غنم، مالګه، د انګورو شراب، يا د زيتُونو تېل وى. ۱۰نو چې داسې هغوئ هغه قربانۍ پېش کړى په کومو باندې چې د آسمان خُدائ پاک رضا کېږى او زما او زما د زامنو دپاره د هغۀ نه برکت غواړى. ۱۱زۀ بل دا حُکم کوم که څوک هم دا حُکم ونۀ منى، نو د هغۀ کور نه به د لرګى تير راوويستلے شى، د هغې يو سر دې تېرۀ کړے شى او په هغې باندې دې ووژلے شى. او د هغۀ کور دې د ډېران يو ډېرے جوړ کړے شى. ۱۲هغه خُدائ پاک چا چې يروشلم د دې دپاره خوښ کړے دے چې هلته به د هغۀ عِبادت کېږى نو که کوم بادشاه يا قوم د دې حُکم نه اِنکار وکړى يا د دې کور د تباه کولو کوشش کوى نو خُدائ پاک دې ورله شکست ورکړى. ما دارا دا حُکم کړے دے او دا حُکم دې پوره ومنلے شى.“

د خُدائ پاک د کور وقف کېدل

۱۳بيا تتنى حُکمران، شتربوزنى او د هغوئ آفسرانو هم هغه شان وکړل چې څنګه بادشاه حُکم کړے وو. ۱۴يهُودى مشرانو د خُدائ پاک د کور عمارت په ښۀ طريقه جوړولو، چې د هغوئ حوصله افزائى حجى او زکرياه پېغمبرانو کوله. هغوئ د خُدائ پاک کور هم هغه شان سر ته ورسولو لکه څنګه چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک حُکم کړے وو او خورس، دارا او د فارس بادشاه ارتخششتا فرمان جارى کړے وو. ۱۵هغوئ د خُدائ پاک کور د دارا بادشاه د بادشاهۍ په شپږم کال کښې د ادر مياشتې په دريمه ورځ سر ته ورسولو. ۱۶بيا بنى اِسرائيلو، اِمامانو او ليويانو او هغه نورو ټولو خلقو په خوشحالۍ سره د خُدائ پاک کور وقف کړو کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو. ۱۷د وقف کولو دپاره هغوئ سل غوَيى، دوه سوه ګډان او څلور سوه ګډُورى د قربانۍ په توګه پېش کړل او دولس چېلى يې د ګناه د نذرانې په توګه پېش کړل چې د بنى اِسرائيلو د هرې يوې قبيلې دپاره يو يو وو. ۱۸هغوئ په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور د خِدمت دپاره اِمامان او ليويان د هغه اصُولو په مطابق منتخب کړل کوم چې د موسىٰ په کِتاب کښې ليکلے شوى وُو.

د فسحې اختر

۱۹کوم خلق چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو نو هغوئ په ورپسې کال د اولې مياشتې په څوارلسمه ورځ د فسحې اختر وکړو. ۲۰ټولو اِمامانو او ليويانو خپل ځانونه پاک کړى وُو او د پاکېدو رسم يې ادا کړے وو. ليويانو د فسحې د اختر د قربانۍ دپاره د ټولو راواپس شوو خلقو، د اِمامانو او د خپلو ځانونو دپاره ځناور حلال کړى وُو. ۲۱دا قربانۍ هغه ټولو بنى اِسرائيلو وخوړلې چې څوک دجلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو او ورسره هغه خلقو هم وخوړلې چا چې د غېرو قومونو غلط رسمونه پرېښې وُو د دې دپاره چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک عِبادت وکړى. ۲۲هغوئ د خوشحالۍ سره اووۀ ورځې د پتيرې روټۍ اختر وکړو. هغوئ ډېر خوشحاله وُو ځکه چې مالِک خُدائ د اسور بادشاه په هغوئ باندې مهربان کړے وو، نو په دې وجه هغۀ د هغوئ په کار کښې مدد وکړو چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور جوړ کړى.