د عزرا کِتاب

دويم باب

د جلاوطنۍ نه راواپس شوو خلقو تفصيل

(د نحمياه کِتاب ۷: ٤‏-۷۳)

۱دا د يهُوديانو د جلاوطن شوو خلقو تفصيل دے څوک چې د آزاديدو نه پس واپس خپلو صُوبو ته تلل. نبوکدنضر بادشاه هغوئ بابل ته قېديان بوتلى وُو، خو اوس يروشلم، يهوداه او خپلو نورو ښارونو ته راواپس شول چرته چې هغوئ مخکښې اوسېدل. ۲د هغوئ مشران زربابل، يشوَع، نحمياه، شراياه، رعلاياه، مردکى، بِلشان، مِسفار، بِګوئ، رحُوم او بعنه وُو. دا د بنى اِسرائيلو د ډلو تفصيل دے، دا تفصيل د هغه هرې ډلې د شمېر سره دے کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو: ۳‏-۲۰د پرعوس د ډلې شمېر دوه زره يو سل او دوه اويا کسان، د سفطياه د ډلې شمېر درې سوه او دوه اويا کسان، د ارخ د ډلې شمېر اووۀ سوه او پينځۀ اويا کسان، د يشوَع او يوآب د اولاد پخت موآب د ډلې شمېر دوه زره اتۀ سوه او دولس کسان، د عيلام د ډلې شمېر يو زر دوه سوه او څلور پنځوس کسان، د زتُو د ډلې شمېر نهۀ سوه او پينځۀ څلوېښت کسان، د زکى د ډلې شمېر اووۀ سوه او شپېتۀ کسان، د بانى د ډلې شمېر شپږ سوه او دوه څلوېښت کسان، د ببى د ډلې شمېر شپږ سوه او درويشت کسان، د عزجاد د ډلې شمېر يو زر دوه سوه او دوه ويشت کسان، د ادونِقام د ډلې شمېر شپږ سوه او شپږ شپېتۀ کسان، د بِګوئ د ډلې شمېر دوه زره او شپږ پنځوس کسان، د عدين د ډلې شمېر څلور سوه او څلور پنځوس کسان، اطير چې د هغۀ نوم حزقياه هم وو د هغۀ د ډلې شمېر دوه کم سل کسان، د بضى د ډلې شمېر درې سوه او درويشت کسان، د يوره د ډلې شمېر يو سل او دولس کسان، د حاشوم د ډلې شمېر دوه سوه او درويشت کسان، د جِبار د ډلې شمېر پينځۀ کم سل کسان، ۲۱‏-۳۵هغه خلق هم راواپس شول چې د هغوئ پلار نيکۀ په دې ښارونو کښې اوسېدلى وُو: د بيت‌لحم ښار يو سل او درويشت کسان، د نطوفه ښار شپږ پنځوس کسان، د عنتوت ښار يو سل او اتۀ‌ويشت کسان، د عزماوت ښار دوه څلوېښت کسان، د قريت يعريم، کفره او بيروت ښارونو اووۀ سوه او درې څلوېښت کسان، د راما او جبعه ښارونو شپږ سوه او يويشت کسان، د مِکماس ښار يو سل او دوه ويشت کسان، د بيت‌اېل او عى ښارونو دوه سوه او درويشت کسان، د نبو ښار دوه پنځوس کسان، د مجبيس ښار يو سل او شپږ پنځوس کسان، د هغه بل عيلام ښار يو زر دوه سوه او څلور پنځوس کسان، د حارِم ښار درې سوه او شل کسان، د لد، حاديد او اونو ښارونو اووۀ سوه پينځۀ‌ويشت کسان، د يريحو ښار درې سوه او پينځۀ څلوېښت کسان، د سناآه ښار درې زره شپږ سوه او دېرش کسان، ۳۶‏-۳۹دا د اِمامانو د ډلو تفصيل دے چې هغوئ د جلاوطنۍ نه راواپس شول: د يشوَع د اولاد يدعياه د ډلې نهۀ سوه او درې اويا کسان، د اِمير د ډلې يو زر او دوه پنځوس کسان، د پشحور د ډلې يو زر دوه سوه او اووۀ څلوېښت کسان، د حارِم د ډلې يو زر او اوولس کسان ۴۰‏-۴۲دا د ليويانو د ډلو تفصيل دے چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول: د يشوَع او د قدمى اېل کورنۍ چې د هُوداوياه د اولاد وو د ډلې څلور اويا کسان، د آسف د اولاد د مالِک خُدائ د کور موسيقاران يو سل او اتۀ‌ويشت کسان، د سلوم، اطير، طلمون، عقوب، حطيطا او شوبى د اولاد د مالِک خُدائ د کور څوکيداران يو سل او يو کم څلوېښت کسان ۴۳‏-۵۴د مالِک خُدائ د کور د خِدمتګارانو د ډلو تفصيل چې هغوئ د جلاوطنۍ نه راواپس شول: ضيحا، حسوفا، طبعوت، قروس، سيعها، فدون، لبانه، حجابه، عقوب، حجاب، شملى، حنان، جِديل، جحر، رياياه، رضين، نقوداه، جزام، عُزا، فاسح، بسئ، اسناه، معُونيم، نفى سيم، بقبوق، حقوفا، حرحُور، بضلوت، محيدا، حرشاه، برقوس، سيسرا، تامح، نضياح او خطيفا. ۵۵‏-۵۷دا د سليمان د نوکرانو د ډلو تفصيل دے چې هغوئ د جلاوطنۍ نه راواپس شول: سوطى، حسوفرت، فرودا، يعله، درقون، جِديل، سفطياه، حطيل، فوکرت هضبائم او امى. ۵۸د مالِک خُدائ د کور د خِدمتګارانو د اولاد او د سليمان د هغه نوکرانو ټول شمېر اتۀ کم څلور سوه وو کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول. ۵۹‏-۶۰د دلاياه، طوبياه او د نقودا د ډلو شپږ سوه او دوه پنځوس کسان داسې وُو چې هغوئ د تل ملح، تل حرشا، کروب، ادان او د اِمير ښارونو نه راواپس شول، خو هغوئ دا نۀ شول ثابِتولے چې هغوئ د بنى اِسرائيلو اولاد دے. ۶۱‏-۶۲د اِمامانو دې ډلو داسې څۀ نسب‌نامه پېدا نۀ کړه چې هغوئ خپل پلار نيکۀ ثابت کړے وے:

حباياه، هقوض او برزلى. د اِمامانو د ډلې برزلى پلار نيکۀ د جِلعاد د برزلى د ډلې يوه ښځه وادۀ کړې وه او د خپل سخر نوم يې په ځان ايښے وو. نو په دې وجه هغوئ نۀ شول ثابتولےچې د هغوئ پلار نيکۀ څوک وُو، نو هغوئ اِمامان نۀ منظُوره کېدل. ۶۳د يهُوداه حُکمران ورته وئيلى وُو چې هغوئ تر هغه وخته پورې خُدائ پاک ته پېش کړے شوے خوراک نۀ شى خوړلے چې تر څو يو داسې اِمام نۀ وى چې هغه اُوريم او تميم نه کار واخلى. ۶۴‏-۶۷هغه ټول په شمېر کښې دوه څلوېښت زره درې سوه او شپېته کسان وُو کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول، د هغوئ ښځې او نران نوکران اووۀ زره درې سوه او اووۀ دېرش کسان وُو، ښځې او نران موسيقاران دوه سوه وُو، اسونه اووۀ سوه او شپږ دېرش وُو، کچرے دوه سوه او پينځۀ څلوېښت وې، اُوښان څلور سوه او پينځۀ دېرش وُو، خرونه شپږ زره اووۀ سوه او شل وُو. ۶۸کله چې جلاوطن شوى کسان په يروشلم کښې د مالِک خُدائ کور ته راورسېدل، نو د ډلو څۀ مشرانو رضاکارانه نذرانې د دې دپاره ورکړې چې د مالِک خُدائ کور په خپل زوړ ځائ کښې بيا جوړ کړى. ۶۹هغوئ چې د دې کار دپاره څومره نذرانې ورکولے شوې نو هغه هومره يې ورکړې او ټول پينځۀ سوه کيلو سرۀ زر، دوه زره او اتۀ سوه کيلو سپين زر او د اِمامانو دپاره سل چُوغې راغلې. ۷۰اِمامان، ليويان او څۀ خلق په يروشلم کښې يا د دې سره نزدې دېره شول، موسيقاران، د مالِک خُدائ د کور څوکيداران او د مالِک خُدائ د کور خِدمتګاران په نزدې ښارونه کښې دېره شول، او باقى نور بنى اِسرائيليان په هغه ښارونو کښې دېره شول چرته چې د هغوئ پلار نيکۀ اوسېدلى وُو.