د هِجرت کِتاب

نهم باب

په مِصر پينځم آفت :  د ځناورو مړۀ کېدل

۱بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”فِرعون له لاړ شه اؤ ورته ووايه چې مالِک خُدائ، د عبرانيانو خُدائ پاک وائى، چې زما خلق تلو ته پرېږده چې زما عِبادت وکړى. ۲خو کۀ تۀ اِنکار کوې اؤ هغوئ بيا هم تلو ته نۀ پرېږدى، ۳نو ګوره! زۀ به ستا په ټولو ځناورو، ستا په اسُونو، خرُونو، اُوښانو، څاروو، ګډو اؤ چېلو سخته بيمارى درولېږم. ۴زۀ به د اِسرائيليانو اؤ د مِصريانو د څاروو په مېنځ کښې فرق راولم اؤ د اِسرائيليانو يو څاروے به هم نۀ مرى. ۵ما مالِک خُدائ سبا وخت مُقرر کړے دے، زۀ به په دې وطن کښې داسې وکړم.“ ۶بله ورځ مالِک خُدائ هم هغسې وکړل لکه څنګه چې مالِک خُدائ وئيلى وُو، د مِصريانو ټول څاروى مړۀ شول، خو د بنى اِسرائيلو يو څاروے هم مړ نۀ شو. ۷فِرعون تپوس وکړو چې څۀ شوى وُو اؤ هغۀ ته ووئيلے شول چې د اِسرائيليانو يو څاروے هم مړ نۀ شو. خو د هغۀ زړۀ سخت وو اؤ هغۀ به خلق تلو ته نۀ پرېښودل.

په مِصر شپږم آفت :  دانې

۸بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ اؤ هارُون ته ووئيل، ”د بټۍ نه يو څو لَپې ايرې راواخلئ، دا به مُوسىٰ د فِرعون په مخکښې د آسمان طرف ته لړه کړى. ۹دا به د دُوړې په شان د مِصر په ټول وطن کښې خورې شى اؤ په هر ځائ کښې به دا دانې راوخېژوى چې په خلقو اؤ ځناورو به سخا شى.“ ۱۰نو هغوئ ايرې راواخستلې اؤ د فِرعون په مخکښې ودرېدل، مُوسىٰ دا د آسمان طرف ته لړه کړې، نو په خلقو اؤ ځناورو باندې دانې راوختلې اؤ سخا شوې. ۱۱جادُوګران د دې قابِل نۀ وُو چې د مُوسىٰ په مخکښې ولاړ وے، ځکه چې د نورو ټولو مِصريانو په شان دوئ هم په دانو پټ وُو. ۱۲خو مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو، لکه څنګه چې هغۀ وئيلى وُو، چې فِرعون به د مُوسىٰ اؤ هارُون خبره نۀ اورى.

په مِصر اوؤم آفت :  ږلۍ

۱۳بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”سحر وختى پاڅه اؤ د فِرعون په مخکښې ودرېږه اؤ هغۀ ته ووايه چې مالِک خُدائ، د عبرانيانو خُدائ پاک وائى، چې زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما عِبادت وکړى. ۱۴دا ځل به زۀ نۀ صِرف ستا درباريانو اؤ ستا خلقو له سزا ورکوم، بلکې دغه شان تا له به هم سزا درکوم، نو تا ته به پته ولګې چې په ټوله دُنيا کښې زما په شان بل هيڅ څوک هم نشته. ۱۵کۀ ما خپل لاس اُوچت کړے وے اؤ تۀ اؤ ستا خلق مې په بيمارو وهلے وے، نو تاسو به د دُنيا نه ورک شوى وئ. ۱۶خو ما تاسو د دې د پاره ژوندى پرېښودلى يئ چې خپل طاقت درته وښايم اؤ چې زما نُوم په ټوله دُنيا کښې خور شى. ۱۷خو تر اوسه پورې تۀ مغرُور يې اؤ زما خلق تلو ته نۀ پرېږدى. ۱۸ګوره! سبا دا وخت به زۀ درته ږلۍ ووروم، چې داسې ږلۍ به کله د مِصر په تاريخ کښې هم نۀ وى شوې. ۱۹اوس خپل څاروى راولئ اؤ چې په پټو کښې ستاسو نور څۀ هم وى هغه محفوظ ځائ ته راوړئ. ږلۍ به په بهر پاتې خلقو اؤ ځناورو باندې وورېږى اؤ ټول به مړۀ شى.“ ۲۰د فِرعون کُوم درباريان چې د مالِک خُدائ د خبرې نه ويرېدل نو هغوئ خپل نوکران اؤ څاروى په منډه باندې کورُونو ته بوتلل. ۲۱خو چا چې د مالِک خُدائ خبرو ته غوږ کښې نۀ ښودلو نو هغوئ خپل نوکران اؤ څاروى بهر په پټو کښې پرېښودل. ۲۲بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”خپل لاس کښې امسا آسمان ته اُوږده کړه، نو د مِصر په ټول وطن، خلقو، ځناورو اؤ په پټو کښې په ټولو بُوټو به ږلۍ وورېږى.“ ۲۳نو مُوسىٰ خپله امسا آسمان ته اُوږده کړه اؤ مالِک خُدائ تندر اؤ ږلۍ راولېږله اؤ برېښنا زمکه ووهله. مالِک خُدائ د ږلۍ يو لوئ طوفان اؤ آسمانى بجلى راولېږله. د مِصر په ټول تاريخ کښې هم داسې خراب طوفان کله هم نۀ وو تېر شوے. ۲۵د مِصر په وطن کښې بهر چې څۀ هم وُو هغه ټول ږلۍ ووهل، سره د ټولو خلقو اؤ ځناورو. ږلۍ په پټو کښې ټول بُوټى وغورزول اؤ ټولې ونې يې ماتې کړلې. ۲۶خو صِرف د جشن په علاقه کښې، چرته چې بنى اِسرائيل اوسېدل، هلته لږه ږلۍ هم نۀ وه ورېدلې. ۲۷فِرعون مُوسىٰ اؤ هارُون راوغوښتل اؤ ورته يې ووئيل، ”دا ځل زما نه ګُناه شوې ده، مالِک خُدائ صادق دے اؤ زۀ اؤ زما خلق بد عمله يُو. ۲۸مالِک خُدائ ته سوال وکړه! نور مُونږ دې ږلۍ اؤ تندرُونو ته نۀ شُو ټينګېدے. زۀ به تاسو تلو ته پرېږدم، تاسو به دلته نور نۀ ايسارېږئ.“ ۲۹مُوسىٰ هغۀ ته ووئيل، ”زۀ چې څنګه د ښار نه لاړ شم، نو زۀ به د دُعا د پاره خپل لاسُونه مالِک خُدائ ته پورته کړم. نو تندر به بس شى اؤ نوره ږلۍ به نۀ ورېږى، نو داسې تا ته به پته ولګې چې زمکه د مالِک خُدائ ده. ۳۰خو ما ته پته ده چې تۀ اؤ ستا درباريان اوس هم د مالِک خُدائ، خُدائ پاک نه نۀ يرېږئ.“ ۳۱سُنډ اؤ اوربشې تباه شول، ځکه چې اوربشې پخې وې اؤ د سُنډو بُوټى غوټۍ شوى وُو. ۳۲خو د غنمو فصل خراب نۀ شو، ځکه چې دا وروستو پخېږى. ۳۳مُوسىٰ د فِرعون نه لاړو اؤ د ښار نه بهر ووتلو اؤ خپل لاسُونه يې مالِک خُدائ ته پورته کړل. تندرُونه، ږلۍ اؤ باران هر څۀ ودرېدل. ۳۴چې کله فِرعون ته پته ولګېده چې طوفان ختم شو، نو هغۀ بيا ګُناه وکړه. هغۀ اؤ د هغۀ درباريانو خپل زړُونه سخت کړل ۳۵اؤ لکه چې څنګه مالِک خُدائ د مُوسىٰ په ذريعه مخکښې وئيلى وُو، فِرعون بنى اِسرائيل تلو ته نۀ پرېښودل.