د هِجرت کِتاب

اَتم باب

په مِصر دويم آفت :  چيندخې

۱بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”فِرعون له ورشه اؤ هغۀ ته ووايه چې مالِک خُدائ وائى، زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما عِبادت وکړى. ۲کۀ تا اِنکار وکړو، نو زۀ تا خبروم، چې زۀ به ستا په ټول وطن داسې آفت راولم چې په چيندخو به يې پټ کړم. ۳د نيل درياب به د بې‌شمېره چيندخو نه ډک وى. دا به ستا محل، ستا د څملاستو کوټې اؤ کټ ته، ستا د درباريانو اؤ د خلقو کورُونو ته اؤ ستاسو تنورُونو اؤ د اوړو ښانکُونو ته به هم دروخېژى. ۴چيندخې به په تا، ستا په خلقو اؤ ستا په ټولو درباريانو دروخېژى.“ ۵مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”هارُون ته ووايه چې خپله امسا د دريابُونو، نِهرونو اؤ ډنډُونو د پاسه ونيسه اؤ چيندخې به د مِصر په وطن وروخېژوى.“ ۶نو هارُون دا د ټولو اوبو د پاسه ونيوله اؤ چيندخې راوختلې اؤ ټول وطن يې پټ کړو. ۷خو جادُوګرانو د جادُو نه کار واخستلو اؤ دوئ هم چيندخې جوړې کړې اؤ د مِصر وطن ته يې راوړلې. ۸نو فِرعون مُوسىٰ اؤ هارُون راوغوښتل اؤ ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ ته سوال وکړئ چې دا چيندخې لرې کړى، نو زۀ به ستاسو خلق تلو ته پرېږدم، نو دوئ به مالِک خُدائ ته قُربانۍ پېش کړى.“ ۹مُوسىٰ ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت! تۀ صِرف وخت مُقرر کړه چې زۀ ستا، ستا درباريانو اؤ ستا د خلقو د پاره سوال وکړم. چې تۀ اؤ ستاسو کورُونه د چيندخو نه خلاص شى اؤ د نيل درياب نه بغېر به هيچرته هم پاتې نۀ شى.“ ۱۰فِرعون ورته ووئيل، ”سبا زما د پاره سوال وکړه.“ مُوسىٰ ورته ووئيل، ”زۀ به هم دغسې وکړم لکه څنګه چې تا ووئيل نو بيا به تا ته پته ولګې چې د مالِک خُدائ زمُونږ د خُدائ پاک په شان بل هيڅ څوک هم نشته. ۱۱تۀ، ستا درباريان اؤ ستا خلق به د چيندخو نه خلاص شى اؤ د نيل درياب نه بغېر به هيچرته هم پاتې نۀ شى.“ ۱۲بيا مُوسىٰ اؤ هارُون د فِرعون د دربار نه لاړل. چې کله مُوسىٰ مالِک خُدائ ته سوال وکړو چې هغه چيندخې لرې کړى کُومې چې هغۀ په فِرعون راوستلې وې، ۱۳نو مالِک خُدائ هم هغه شان وکړل چې څنګه مُوسىٰ وئيلى وُو اؤ په کورُونو، صِحنُونو اؤ په پټو کښې چيندخې مړې شوې. ۱۴مِصريانو دا راغونډې کړې اؤ لوئ ډېرى يې ترې ودرول اؤ ټول وطن سخا بُوئ کولو. ۱۵فِرعون چې کله دا وليدل چې خېر شو، نو هغۀ بيا خپل زړۀ سخت کړو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ وئيلى وُو، چې فِرعون به د مُوسىٰ اؤ هارُون خبره نۀ اورى.

په مِصر دريم آفت :  ماشى

۱۶مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”هارُون ته ووايه چې زمکه په خپله امسا ووهه، نو د ټول مِصر د وطن خاورې نه به ماشى جوړ شى.“ ۱۷نو هارُون زمکه په خپله امسا ووهله اؤ د مِصر د وطن د ټولې خاورې نه ماشى جوړ شول، چې ټول خلق اؤ ځناور يې پټ کړل. ۱۸جادُوګرانو هم زمکه ووهله چې د خپل جادُو نه کار واخلى چې ماشى راولى، خو دوئ ناکام شول. نو ماشى په بنيادمو اؤ ځناورو پورې نښتى وُو، ۱۹بيا جادُوګرانو فِرعون ته ووئيل، ”دا د خُدائ پاک کار دے!“ خو د فِرعون زړۀ سخت وو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ وئيلى وُو، چې فِرعون به د مُوسىٰ اؤ هارُون خبره نۀ اورى.

په مِصر څلورم آفت :  مچان

۲۰بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”سبا سحر وختى لاړ شه اؤ د فِرعون سره مِلاؤ شه چې کله هغه درياب ته ځى نو هغۀ ته ووايه چې مالِک خُدائ وائى، زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما عِبادت وکړى. ۲۱کۀ تۀ زما خلق تلو ته پرې نۀ ږدې، نو زۀ به په تا، ستا په درباريانو اؤ ستا په خلقو بې‌شمېره مچان درولېږم، د مِصريانو کورُونه به د مچانو نه ډک وى اؤ زمکه به ورباندې پټه وى. ۲۲خو په هغه ورځ به زۀ د جشن علاقه بچ کړم، چرته چې زما خلق اوسېږى، نو هلته به مچان بېخى نۀ وى. زۀ چې داسې وکړم نو تا ته به پته ولګې چې زۀ مالِک خُدائ، په دې وطن کښې حاضر يم. ۲۳اؤ زۀ به د خپلو خلقو اؤ ستا د خلقو په مېنځ کښې فرق راولم. دا نښه به سبا څرګنده شى.“ ۲۴مالِک خُدائ هم داسې وکړل اؤ بې‌شمېره مچان د فِرعون محل ته اؤ د هغۀ د درباريانو کورُونو ته راننوتل. د بې‌شمېره مچانو په وجه د مِصر ټول وطن وران شو. ۲۵نو فِرعون مُوسىٰ اؤ هارُون راوغوښتل اؤ ورته يې ووئيل، ”لاړ شئ اؤ هم په دې وطن کښې خپل خُدائ پاک ته قُربانۍ پېش کړئ.“ ۲۶خو مُوسىٰ ورته ووئيل، ”داسې کول به ټيک نۀ وى، چې کُوم ځناور مُونږ قُربانى کوُو اؤ مُونږ يې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته پېش کوُو د هغې په وجه به مِصريان نفرت کوى. کۀ د دې ځناورو د حلالولو په وجه مِصريان زمُونږ نه نفرت وکړى نو چې چرته هغوئ مُونږ ووينى، نو مونږ به سنګسار کړى. ۲۷مُونږ به خامخا په صحرا کښې درې ورځې سفر کوُو چې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته په صحرا کښې قُربانۍ پېش کړُو، لکه څنګه چې هغۀ مُونږ له حُکم راکړے دے.“ ۲۸نو فِرعون ووئيل، ”زۀ به تاسو تلو ته پرېږدم چې مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک ته په صحرا کښې قُربانۍ پېش کړئ، خو تاسو ډېر لرې مۀ ځئ. زما د پاره سوال وکړه.“ ۲۹مُوسىٰ ورته ووئيل، ”چې څنګه زۀ لاړ شم، نو زۀ به مالِک خُدائ ته سوال وکړم چې سبا ستا، ستا د درباريانو اؤ ستا د خلقو نه مچان لاړ شى. خو چې بيا تۀ مُونږ له دهوکه رانۀ کړې اؤ چې خلق د تلو نه ايسار نۀ کړې چې مالِک خُدائ ته قُربانۍ وکړى.“ ۳۰مُوسىٰ د فِرعون د دربار نه لاړو اؤ مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو، ۳۱نو مالِک خُدائ د مُوسىٰ سوال قبُول کړو. مچان د فِرعون، د هغۀ د درباريانو اؤ د هغۀ د خلقو نه لاړل، يو مچ هم پاتې نۀ شو. ۳۲خو دا ځل هم فِرعون زړۀ سخت کړو اؤ بيا يې خلق تلو ته نۀ پرې ښودل.