د هِجرت کِتاب

اُووم باب

۱مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”ګوره! زۀ تا فِرعون ته د خُدائ په شان جوړوم اؤ ستا ورور هارُون به ستا د پېغمبر په توګه د هغۀ سره خبرې کوى. ۲چې څنګه ما حُکم درکړے دے هارُون ته هغه هر څۀ ووايه اؤ هغه به فِرعون ته ووائى چې بنى اِسرائيل د هغۀ د وطن نه تلو ته پرېږدى. ۳زۀ به د فِرعون زړۀ سخت کړم، کۀ زۀ هر څومره زياتې نښې اؤ مُعجزې په مِصر کښې ښکاره کړم خو هغه به ستا خبره وانۀ ورى. بيا به زۀ د مِصريانو خِلاف د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم اؤ دوئ له به سخته سزا ورکړم. اؤ زۀ به د خپل قوم خلق، بنى اِسرائيل د مِصر وطن نه وباسم. ۵نو مِصريانو ته به پته ولګې چې زۀ مالِک خُدائ يم، چې کله زۀ د دوئ خِلاف خپل لاس اُوچت کړم نو بنى اِسرائيل به د هغوئ د وطن نه بهر بوځم.“ ۶مُوسىٰ اؤ هارُون هم هغسې وکړل، لکه څنګه چې مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. ۷په هغه وخت چې کله دوئ فِرعون سره خبرې وکړې، مُوسىٰ د اتيا کالو وو اؤ هارُون د درې اتياؤ کالو وو.

د حضرت هارُون امسا

۸مالِک خُدائ مُوسىٰ اؤ هارُون ته ووئيل، ۹”کله چې فِرعون تاسو ته ووائى چې تاسو يوه مُعجزه ښکاره کړئ، نو هارُون ته ووايه چې خپله امسا راواخلى اؤ د فِرعون په مخکښې يې وغورزوى، نو يو مار به ترې نه جوړ شى.“ ۱۰نو مُوسىٰ اؤ هارُون فِرعون له لاړل اؤ هغسې يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. هارُون خپله امسا د فِرعون اؤ د هغۀ د درباريانو په مخکښې وغورزوله، نو يو مار ترې نه جوړ شو. ۱۱نو فِرعون هم خپل د غېب عِلم لرُونکى خلق اؤ جادُوګران راوغوښتل اؤ هغوئ هم د جادُو په ذريعه هم دغسې وکړل. ۱۲هغوئ خپلې امساګانې وغورزولې اؤ د امساګانو نه ماران جوړ شول. خو د هارُون امسا د هغوئ امساګانې تېرې کړې. ۱۳خو د فِرعون زړۀ تر اوسه پورې سخت وو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ وئيلى وُو، هغۀ به د مُوسىٰ اؤ هارُون خبره نۀ اؤرېدله.

په مِصر اول آفت :  د نيل درياب د اوبو نه وينه جوړېدل

۱۴بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”د فِرعون زړۀ سخت دے، هغه خلق تلو ته نۀ پرېږدى. ۱۵په سحر کښې فِرعون له لاړ شه چې کله هغه د نيل درياب ته کُوزېږى. د خپل ځان سره هغه امسا هم يوسه چې مار ترې نه جوړ شوے وو اؤ د درياب په غاړه هغۀ ته ودرېږه. ۱۶بيا فِرعون ته ووايه چې مالِک خُدائ د عبرانيانو خُدائ پاک، زۀ رالېږلے يم چې تا ته ووايم چې د هغۀ خلق تلو ته پرېږده چې دوئ په صحرا کښې د هغۀ عِبادت وکړى. خو ګوره! تا تر اوسه پورې دا خبره ونۀ منله. ۱۷نو اوس، بادشاه سلامت! مالِک خُدائ به يو داسې کار وکړى چې تا ته پته ولګې چې هغه په رښتيا مالِک خُدائ دے. ګوره! زما په لاس کښې چې کُومه امسا ده زۀ د درياب اوبۀ په دې وهم اؤ د اوبو نه به وينه جوړه شى. ۱۸کبان به مړۀ شى اؤ د درياب اوبۀ به دومره سخت بُوئ شروع کړى چې مِصريان به ترې اوبۀ نۀ شى څښلے.“ ۱۹مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”هارُون ته ووايه چې خپله امسا راواخلى اؤ د مِصر ټولو اوبو په طرف يعنى دريابُونو، نِهرونو اؤ ډنډُونو د پاسه ونيسى. نو د اوبو نه به وينه جوړه شى اؤ د مِصر په ټوله زمکه به وينه وى، داسې د لرګى په لوښو اؤ د خټې په منګو کښې به هم وى.“ ۲۰نو مُوسىٰ اؤ هارُون هم هغسې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو. د فِرعون اؤ د هغۀ درباريانو په مخکښې، هارُون خپله امسا اُوچته کړه اؤ د درياب اوبۀ يې پرې ووهلې اؤ د درياب د ټولو اوبو نه وينه جوړه شوه. ۲۱په درياب کښې کبان مړۀ شول اؤ دومره سخا بُوئ يې کولو چې مِصريانو د درياب نه اوبۀ نۀ شوې څښلے. اؤ د مِصر په ټول وطن کښې وينه وه. ۲۲بيا د فِرعون جادُوګرانو د خپل جادُو په ذريعه هم دغه شان وکړل اؤ د فِرعون زړۀ هم هغه شان سخت وو. لکه څنګه چې مالِک خُدائ وئيلى وُو، هغۀ د مُوسىٰ اؤ هارُون د خبرې اؤرېدو نه اِنکار وکړو. ۲۳فِرعون راوګرځېدو اؤ خپل محل ته لاړو، دا خبره يې زړۀ ته ښکته نۀ کړه. ۲۴ټولو مِصريانو د څښلو د اوبو د پاره د درياب غاړه وکنستله، ځکه چې هغوئ د درياب اوبۀ نۀ شوې څښلے. ۲۵چې مالِک خُدائ په درياب آفت راوستلے وو نو اووۀ ورځې د هغې نه پس تېرې شوې.