د هِجرت کِتاب

شپږم باب

۱بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”اوس به تۀ وګورې چې زۀ د فِرعون سره څۀ کوم. زۀ به خپل زور سره هغه دې ته مجبُور کړم چې زما خلق تلو ته پرېږدى، زۀ به د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم چې فِرعون هغوئ د هغۀ د وطن نه وشړى.“

د خُدائ پاک حضرت مُوسىٰ راغوښتل

۲خُدائ پاک مُوسىٰ ته ووئيل، ”زۀ مالِک خُدائ يم. ۳زۀ د قادر خُدائ پاک په توګه اِبراهيم، اِسحاق اؤ يعقُوب ته راڅرګند شوم، خو ما خپل ځان په هغوئ باندې د خپل پاک نُوم ”مالِک خُدائ“ په توګه ونۀ پېژندلو. ۴ما د هغوئ سره د کنعان وطن ورکولو تړون هم وکړو، هغه وطن په کُوم کښې چې دوئ د مُسافرو په شان اوسېدلى وُو. ۵اوس ما د بنى اِسرائيلو فرياد اؤرېدلے دے ځکه چې مِصريان د دوئ نه د غُلامانو په شان کار اخلى. زۀ به د دوئ سره خپل تړون پُوره کوم. ۶نو بنى اِسرائيلو ته ووايه چې زۀ هغوئ ته وايم چې زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ به تاسو بچ کړم اؤ زۀ به تاسو د مِصريانو د غُلامۍ نه آزاد کړم. زۀ به د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم اؤ مِصريانو له به سخته سزا ورکړم اؤ زۀ به تاسو خلاص کړم. ۷زۀ به تاسو خپل خلق جوړ کړم اؤ زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم. تاسو ته به پته ولګې چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم چې کله زۀ تاسو په مِصر کښې د غُلامۍ نه آزاد کړم. ۸زۀ به تاسو هغه وطن ته راولم چې د کُوم ما اِبراهيم، اِسحاق اؤ يعقُوب له د ورکولو پوخ لوظ کړے وو، دا وطن به ستاسو ميراث وى. زۀ مالِک خُدائ يم.“ ۹مُوسىٰ بنى اِسرائيلو ته دا ووئيل خو دوئ د هغۀ خبره وانۀ ورېدله، ځکه چې د هغوئ د سختې غُلامۍ په وجه دوئ خپل زړُونه بائيللى وُو. ۱۰بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ۱۱”لاړ شه اؤ د مِصر بادشاه فِرعون ته ووايه چې هغه دې بنى اِسرائيل د دې وطن نه تلو ته پرېږدى.“ ۱۲خو مُوسىٰ ورته ووئيل، ”بنى اِسرائيل چې زما خبره نۀ اورى، نو فِرعون به يې څنګه واورى؟ زۀ خو په خبرو کولو کښې تکړه نۀ يم.“ ۱۳مالِک خُدائ مُوسىٰ اؤ هارُون له حُکم ورکړو چې :  ”بنى اِسرائيلو اؤ د مِصر بادشاه ته ووايئ چې ما تاسو له حُکم درکړے دے چې بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر بوځئ.“

د حضرت مُوسىٰ اؤ حضرت هارُون نسب‌نامه

۱۴د يعقُوب د مشر زوئ، روبين څلور زامن وُو :  حنوک، فلو، حصرون اؤ کرمى، دا د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو چې په دې نُومونو يادېږى. ۱۵د شمعُون شپږ زامن وُو :  يموئيل، يمين، اُهد، يکين، صحر اؤ شاؤل د کنعانۍ ښځې زوئ، دا د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو چې په دې نُومونو يادېږى. ۱۶د ليوى درې زامن وُو :  جيرسون، قُهات اؤ مرارى، دا د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو چې په دې نُومونو يادېږى. د ليوى ټول عُمر يو سل اووۀ دېرش کاله وو. ۱۷د جيرسون دوه زامن وُو :  لِبنى اؤ سِمعى اؤ د هغوئ ډېر اولاد وو. ۱۸د قُهات څلور زامن وُو :  عُمرام، اِضهار، حبرون اؤ عُزئيل. د قُهات ټول عُمر يو سل درې دېرش کاله وو. ۱۹د مرارى دوه زامن وُو :  محلى اؤ موشى. دا د ليويانو قبيلې اؤ اولاد دے. ۲۰عُمرام د خپل پلار، خور يوکبد وادۀ کړه، چې د هغې نه يې هارُون اؤ مُوسىٰ پېدا شول. د عُمرام ټول عُمر يو سل اووۀ دېرش کاله وو. ۲۱د اِضهار درې زامن وُو :  قورح، نفج اؤ زِکرى. ۲۲د عُزئيل هم درې زامن وُو :  ميسائيل، الصفن اؤ سترى. ۲۳هارُون د عميناداب لُور اليسبع وادۀ کړه چې هغه د نحشون خور وه، د هغې نه يې ندب، ابيهُو، اِلعازار اؤ اِتمر پېدا شول. ۲۴د قورح درې زامن وُو :  اسير، القنه اؤ ابياسف، دوئ د قورح قبيلو پلار نيکۀ وُو. ۲۵د هارُون زوئ، اِلعازار، د فوطئيل د لُوڼو نه يوه لُور وادۀ کړه، چې د هغې نه يې فينحاس پېدا شو. دا د ليوى قبيلې د قومُونو اؤ کورَنو مشران وُو. ۲۶هارُون اؤ مُوسىٰ هغه کسان وُو چا ته چې مالِک خُدائ ووئيل چې، ”د بنى اِسرائيلو قبيلې د مِصر نه بهر بوځئ.“ ۲۷دا هغه کسان وُو چا چې د مِصر بادشاه ته ووئيل چې بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر تلو ته پرېږده.

د مالِک خُدائ حضرت مُوسىٰ اؤ حضرت هارُون له حُکم ورکول

۲۸چې کله مالِک خُدائ د مِصر په وطن کښې مُوسىٰ ته ووئيل چې، ۲۹”زۀ مالِک خُدائ يم. چې زۀ تا ته څۀ وايم هغه هر څۀ د مِصر بادشاه فِرعون ته ووايه.“ ۳۰خو مُوسىٰ مالِک خُدائ ته ووئيل، ”تا ته پته ده چې زۀ په خبرو کولو کښې تکړه نۀ يم، نو فِرعون به زما خبره څنګه واورى؟“