د هِجرت کِتاب

پنځم باب

د حضرت مُوسىٰ اؤ حضرت هارُون د مِصر بادشاه په مخکښې ودرېدل

۱د دې نه پس مُوسىٰ اؤ هارُون د فِرعون دربار ته لاړل اؤ هغۀ ته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ د اِسرائيليانو خُدائ پاک وائى چې زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما د عِزت د پاره په صحرا کښې اختر وکړى.“ ۲خو فِرعون ترې تپوس وکړو، ”دا مالِک خُدائ څوک دے؟ زۀ ولې د هغۀ خبره ومنم اؤ اِسرائيليان تلو ته پرېږدم؟ نۀ زۀ مالِک خُدائ پېژنم، اؤ نۀ به اِسرائيليان تلو ته پرېږدم.“ ۳مُوسىٰ اؤ هارُون ورته ووئيل، ”د عبرانيانو خُدائ پاک مُونږ ته په خپله راڅرګند شوے دے. مُونږ پرېږده چې په صحرا کښې درې ورځې سفر وکړُو چې مالِک خُدائ زمُونږ خُدائ پاک ته قُربانۍ پېش کړُو. کۀ مُونږ داسې ونۀ کړل، نو هغه به مُونږ په بيمارۍ يا په جنګ ووژنى.“ ۴فِرعون مُوسىٰ اؤ هارُون ته ووئيل، ”تاسو ولې دا خلق د خپل کار نه وباسئ؟ پرېږدئ چې هم دغه کار کوى! ۵ګورئ! تاسو خلق د مِصريانو نه ډېر زيات شوى يئ. اؤ اوس تاسو دا هم غواړئ چې دوئ کار بس کړى!“ ۶هم په هغه ورځ فِرعون د دوئ سختو مِصريانو مشرانو اؤ اِسرائيليانو آفسرانو له حُکم ورکړو چې :  ۷”خَښتې جوړولو د پاره دې خلقو له بُوس ورکول بند کړئ. دوئ لېږئ چې په خپله يې ځان له راغونډوى ۸اؤ هم هغه هومره خَښتې ترې نه غواړئ چې څومره يې مخکښې جوړلې، تاسو پرې يوه هم مۀ کموئ. دوئ خو کار نۀ کوى، نو ځکه دوئ هر وخت مِنتُونه کوى چې زۀ دوئ پرېږدم چې لاړ شى اؤ خپل خُدائ پاک ته قُربانۍ پېش کړى. ۹په دې خلقو د مخکښې نه نور هم سخت کار کوئ اؤ په داسې کار يې آخته کړئ چې د دې دروغو خبرو اؤرېدو وخت هم ورسره نۀ وى.“ ۱۰د هغوئ نه سخت کار اخستُونکى مشران اؤ د دوئ آفسران بهر لاړل اؤ اِسرائيليانو ته يې ووئيل، ”فِرعون وئيلى دى چې هغه به تاسو له نور بُوس نۀ درکوى. ۱۱هغه وائى چې تاسو ځئ اؤ چې چرته هم تاسو د خپلو ځانُونو د پاره بُوس راپېدا کولے شئ نو پېدا يې کړئ، خو د خښتو د جوړولو په شمېر کښې به کمے نۀ راولئ.“ ۱۲نو خلق د مِصر ټول وطن کښې خوارۀ شول چې بُوس راجمع کړى. ۱۳د هغوئ سختو مشرانو په دوئ زور راوړلو چې هره ورځ هم هغه هومره خَښتې جوړوى چې څومره يې مخکښې جوړولې چې کله هغوئ ته بُوس مِلاوېدل. ۱۴د هغوئ سختو مِصريانو مشرانو اِسرائيليان آفسران وهل، کُوم چې هغوئ د دې کار مشران مُقرر کړى وُو. ورته يې وئيل، ”تاسو ولې هم هغه هومره خَښتې نۀ جوړوئ لکه چې څومره تاسو مخکښې جوړولې؟“ ۱۵نو د بنى اِسرائيلو آفسران راغلل اؤ فِرعون ته يې فرياد وکړو، ”بادشاه سلامت! زمُونږ سره داسې ولې کېږى؟ ۱۶مُونږ له بُوس نۀ راکوى، خو بيا هم هغوئ د خښتو جوړولو حُکم راکوى اؤ ګوره! مُونږ وهلے هم شُو. خو دا ستا د خپلو خلقو غلطى ده.“ ۱۷فِرعون ورته ووئيل، ”تاسو ناراسته يئ اؤ کار کول نۀ غواړئ، نو دا ځکه تاسو مِنت کوئ چې زۀ تاسو تلو ته پرېږدم چې مالِک خُدائ ته قُربانۍ پېش کړئ. ۱۸اوس واپس کار له لاړ شئ، تاسو له به هغوئ لږ بُوس هم نۀ درکوى، خو اوس به خامخا هم هغه هومره خَښتې جوړوئ.“ ۱۹د بنى اِسرائيلو آفسرانو ته پته ولګېده چې دوئ په بد حالت کښې دى، چې کله هغوئ ته ووئيلے شول چې دوئ به هره ورځ هم هغه هومره خَښتې جوړوى چې څومره يې مخکښې جوړولې. ۲۰چې څنګه دوئ د فِرعون د دربار نه راووتل، نو دوئ د مُوسىٰ اؤ هارُون سره مِلاؤ شول، ځکه چې هغوئ د دوئ اِنتظار کولو. ۲۱دوئ مُوسىٰ اؤ هارُون ته ووئيل، ”مالِک خُدائ دې تاسو ته په قهر شى اؤ سزا دې درکړى ځکه چې تاسو د فِرعون اؤ د هغۀ د درباريانو په زړُونو کښې نفرت پېدا کړے دے. تاسو هغۀ له زمُونږ د قتل بهانه ورکړې ده.“

د حضرت مُوسىٰ مالِک خُدائ ته شکايت کول

۲۲بيا مُوسىٰ مالِک خُدائ ته واپس وګرځېدو اؤ ورته يې ووئيل، ”مالِکه خُدايه! تۀ د دې خلقو سره ولې بد سلُوک کوې؟ تا زۀ ولې دلته رالېږلے يم؟ ۲۳ما چې کله هم د فِرعون سره ستا په نُوم خبرې کړې دى، نو هغۀ د دوئ سره بد سلُوک کړے دے. اؤ تا د خپلو خلقو مدد نۀ دے کړے!“