د هِجرت کِتاب

څلورم باب

د خُدائ پاک حضرت مُوسىٰ له لوئ طاقت ورکول

۱بيا مُوسىٰ مالِک خُدائ له جواب ورکړو، ”خو ګوره! کۀ بنى اِسرائيل په ما يقين ونۀ کړى اؤ زما خبرې ته غوږ ونۀ نيسى نو زۀ څۀ وکړم کۀ هغوئ ووائى چې تۀ ما ته راڅرګند شوے نۀ يې؟“ ۲مالِک خُدائ ورته ووئيل، ”دا ستا په لاس کښې څۀ دى؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”دا امسا ده.“ ۳مالِک خُدائ ورته ووئيل، ”دا په زمکه وغورزوه.“ چې کله مُوسىٰ دا په زمکه وروغورزوله، نو يو مار ترې جوړ شو اؤ مُوسىٰ ترې نه منډه کړه. ۴نو بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”ورټيټ شه اؤ د لکۍ نه يې کلک راونيسه.“ نو مُوسىٰ ورټيټ شو اؤ را وې نيولو اؤ بيا ترې نه امسا جوړه شوه. ۵مالِک خُدائ ورته ووئيل، ”هم داسې وکړه چې د بنى اِسرائيلو يقين راشى چې مالِک خُدائ د دوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک، د اِبراهيم، اِسحاق اؤ د يعقُوب خُدائ پاک تا ته راڅرګند شوے دے.“ ۶مالِک خُدائ مُوسىٰ ته بيا ووئيل، ”خپل لاس چُوغې ته دننه کړه.“ نو مُوسىٰ لاس دننه کړو. اؤ چې کله هغۀ لاس رابهر کړو، نو د هغۀ لاس د څرمنې په بيمارۍ پټ شوے وو، داسې سپين لکه واؤره. ۷بيا مالِک خُدائ ووئيل، ”لاس په چُوغه کښې بيا دننه کړه.“ نو هغۀ لاس دننه کړو اؤ چې کله هغۀ دا ځل رابهر کړو، نو هم هغه شان روغ جوړ شو لکه څنګه چې يې نور بدن وو. ۸مالِک خُدائ ورته ووئيل، ”کۀ هغوئ په تا يقين ونۀ کړى يا د هغوئ په اولنۍ مُعجزه باندې يقين رانۀ شى، نو په دې بله به د دوئ يقين راشى. ۹کۀ د دې دواړو معجزو باوجُود هم هغوئ په تا يقين ونۀ کړى اؤ کۀ هغوئ ستا د خبرې اؤرېدو نه اِنکار وکړى، نو لږې اوبۀ د نيل درياب نه راواخله اؤ په وچه زمکه يې توئ کړه. نو د اوبو نه به وينه جوړه شى.“ ۱۰خو مُوسىٰ مالِک خُدائ ته ووئيل، ”اے زما مالِکه خُدايه! ما مۀ لېږه. زۀ مخکښې هم په خبرو کولو کښې ښۀ نۀ وم. خو تا سره د خبرو کولو نه پس زۀ هم هغه شان يم اؤ په خبرو کښې تکړه نۀ يم اؤ هم مې ژبه نښلى.“ ۱۱مالِک خُدائ هغۀ ته ووئيل، ”بنيادم له ژبه څوک ورکوى؟ ګونګول اؤ کڼول څوک کوى؟ نظر ورکول يا ړوندول څوک کوى؟ دا زۀ، مالِک خُدائ کوم. ۱۲نو اوس لاړ شه! زۀ به ستا د خُلې نه خبرې کوم اؤ زۀ به تا ته وښايم چې څۀ به وائې.“ ۱۳خو مُوسىٰ ورته ووئيل، ”اے زما مالِکه خُدايه! زۀ تا ته سوال کوم چې بل څوک ورولېږه.“ ۱۴نو په دې باندې مالِک خُدائ مُوسىٰ ته غُصه شو اؤ وې وئيل، ”ستا ورور هارُون، ليوى خو شته دے، ما ته پته ده چې هغه په خبرو کولو کښې تکړه دے. ګوره! اوس هغه ستا سره مِلاوېدو له راروان دے اؤ هغه به ستا په ليدو په زړۀ کښې خوشحاله شى. ۱۵تۀ به هغۀ ته هغه خبرې وښائې چې کُومې به کوى. زۀ به ستاسو دواړو په خبرو کښې مدد وکړم اؤ زۀ به تاسو دواړو ته ووايم چې څۀ به کوئ. ۱۶هغه به ستا د خبرې کوُونکے وى اؤ ستا په ځائ به خلقو ته خبرې کوى. نو تۀ به د هغۀ د پاره د خُدائ پاک په شان يې اؤ ورته به ښائې چې څۀ به وائى. ۱۷خپل ځان سره دا امسا يوسه، چې د دې سره به تۀ مُعجزې څرګندې کړې.“

د حضرت مُوسىٰ مِصر ته واپس کېدل

۱۸بيا مُوسىٰ واپس خپل سخر يترو له لاړو اؤ هغۀ ته يې ووئيل، ”ما له اِجازت راکړه چې واپس مِصر ته لاړ شم چې وګورم چې زما خپلوان ژوندى دى اؤ کۀ نه.“ يترو مُوسىٰ ته ووئيل، ”په خېر لاړ شه.“ ۱۹چې کله مُوسىٰ په ميديان کښې وو مالِک خُدائ هغۀ ته ووئيل، ”مِصر ته واپس لاړ شه، ځکه چې کُومو خلقو تۀ وژلې هغه ټول مړۀ دى.“ ۲۰نو مُوسىٰ خپله ښځه اؤ زوئ واخستل اؤ په يو خر باندې يې سوارۀ کړل اؤ د دوئ سره مِصر ته روان شو، هغه امسا يې هم يوړه چې خُدائ پاک ورته ښودلې وه. ۲۱مالِک خُدائ مُوسىٰ ته بيا ووئيل، ”اوس چې تۀ واپس مِصر ته روان يې، ګوره! چې د فِرعون په مخکښې هغه ټولې مُعجزې څرګندې کړې د کُومو چې ما طاقت درکړے دے. خو زۀ به د هغۀ زړۀ سخت کړم اؤ هغه به زما خلق تلو ته پرې نۀ ږدى. ۲۲بيا تۀ هغۀ ته ووايه چې مالِک خُدائ وائى چې، اِسرائيليان ما ته د يو مشر زوئ په شان دى. ۲۳ما تا ته ووئيل چې زما زوئ پرېږده چې لاړ شى، چې هغه زما عِبادت وکړى، خو تا اِنکار وکړو. نو زۀ به ستا مشر زوئ ووژنم.“ ۲۴د مِصر په لاره په يو سرائى کښې مالِک خُدائ مُوسىٰ له د دې د پاره راغلو چې هغه ووژنى. ۲۵نو د هغۀ ښځې، صفورې، يو تېرۀ کاڼے راواخستلو، هغې خپل زوئ دې سره سُنت کړو اؤ د سُنت تيکه يې د مُوسىٰ خپو له وروړله. نو د سُنت د وينې د رِواج په وجه هغې مُوسىٰ ته ووئيل، ”تۀ زما د پاره د وينې خاوند يې.“ نو مالِک خُدائ د مُوسىٰ ژوند بچ کړو. ۲۷بيا مالِک خُدائ هارُون ته ووئيل، ”د مُوسىٰ سره مِلاوېدو له صحرا ته لاړ شه.“ نو هغه د هغۀ سره د خُدائ پاک په غرۀ کښې مِلاوېدو له لاړو، اؤ چې کله هغه د هغۀ سره مِلاؤ شو، نو هغه يې ښُکل کړو. ۲۸بيا مُوسىٰ هارُون ته هغه هر څۀ ووئيل چې مالِک خُدائ د وئيلو د پاره لېږلے وو، هغۀ د هغه معجزو په باره کښې هم هغۀ ته ووئيل د کُومو چې مالِک خُدائ د کولو حُکم ورکړے وو. ۲۹نو مُوسىٰ اؤ هارُون مِصر ته لاړل اؤ د اِسرائيليانو ټول مشران يې په يو ځائ راغونډ کړل. ۳۰هارُون هغوئ ته هر څۀ ووئيل چې مالِک خُدائ مُوسىٰ ته وئيلى وُو اؤ د خلقو په مخکښې يې هغه ټولې مُعجزې وکړې. ۳۱نو د هغوئ يقين وشو اؤ چې کله هغوئ واؤرېدل چې مالِک خُدائ هغوئ له راغلے وو اؤ چې کُوم ظلم په هغوئ کېدلو هغه يې ليدلے وو، نو دوئ سجده وکړه اؤ د مالِک خُدائ عِبادت يې وکړو.