د هِجرت کِتاب

څلوردېرشم باب

د کاڼو نوې تختې

د ګردان کِتاب ۱۰ :  ۱‏-۵

۱بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”د اولنو په شان دوه د کاڼى تختې جوړې کړه اؤ زۀ به په هغې باندې هم هغه حُکمونه ليکم کُوم چې په اولنو تختو باندې وُو، کومى چې تا ماتې کړې وې. ۲سبا سحر تيار شه اؤ د سينا غرۀ ته راوخېژه اؤ د غرۀ په سر ما ته حاضر شه. ۳هيڅ څوک به تا سره نۀ راخېژى، په ټول غرۀ باندې چې يو کس هم ونۀ ليدلے شى، اؤ نۀ چې د غرۀ په لمن کښې ګډې يا څاروى وڅرېږى.“ ۴نو مُوسىٰ د اولنو په شان دوه د کاڼو نورې تختې جوړې کړې اؤ سحر وختى هغۀ دا د سينا غرۀ ته د ځان سره وخېژولې، لکه څنګه چې مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. ۵اؤ مالِک خُدائ په وريځ کښې راکُوز شو اؤ د هغۀ سره هلته ودرېدلو اؤ خپل مُقدس نُوم ”مالِک خُدائ“ يې واخستلو. ۶مالِک خُدائ د هغۀ په مخکښې تېر شو اؤ دا آواز يې وکړو، ”زۀ، مالِک خُدائ، هغه خُدائ پاک يم چې د رحم اؤ ترس نه ډک يم، په آسانۍ سره نۀ غُصه کېږم اؤ ډېره مينه اؤ وفادارى ښايم. ۷زۀ د خپلو خلقو د زرګُونو نسلُونو سره نۀ بدلېدُونکې مينه کوم اؤ زۀ بدى، بغاوت اؤ ګُناه هم معاف کوم. خو زۀ مجرم نۀ معاف کوم خو کۀ څوک جُرم وکړى نو زۀ به د هغوئ بچو، نمسو دريم اؤ څلورم نسل له هم سزا ورکوم.“ ۸مُوسىٰ سمدستى خپل سر زمکې ته ټيټ کړو اؤ سجده يې وکړه. ۹هغۀ ووئيل، ”اے مالِکه خُدايه! کۀ تۀ په رښتيا زما نه رضا يې زۀ تا ته سوال کوم چې تۀ زمُونږ سره لاړ شه، زمُونږ دا خلق ضديان دى، زمُونږ بدى اؤ ګُناه معاف کړه اؤ مُونږ د خپلو خلقو په توګه قبُول کړه.“

د تړون نوى کېدل

د هِجرت کِتاب ۲۳ :  ۱۴‏-۱۹، د ګردان کِتاب ۷ :  ۱‏-۵، ۱۶ :  ۱‏-۱۷

۱۰مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”اوس زۀ د اِسرائيليانو د خلقو سره يو تړون کوم. زۀ به د دوئ په مخ کښې داسې عجيبه عجيبه کارُونه وکړم چې په ټوله دُنيا کښې به په يو ځائ کښې اؤ په يو قوم کښې کله هم نۀ وى شوى. ټول خلق به وګورى چې زۀ، مالِک خُدائ څۀ عجيبه کارُونه کولے شم، زۀ ستاسو د پاره لوئ لوئ کارُونه کوُونکے يم. ۱۱نن چې زۀ تاسو له کُوم قانُون درکوم هغه ومنئ. چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو زۀ به اموريان، کنعانيان، حِويان، فرزيان، حِتيان اؤ يبوسيان ستاسو د مخې نه لرې کړم. ۱۲پام کوئ چې د هغه زمکې د خلقو سره تړون ونۀ کړئ چې تاسو ور روان يئ، ځکه چې دا به ستاسو د پاره يو دام جوړ شى. ۱۳د هغوئ د قُربانۍ ځايُونه وران کړئ، د هغوئ مُقدسې ستنې تباه کړئ اؤ هغوئ له د اشيرې د بُت نښې راوغورزوئ. ۱۴د بل خُدائ عِبادت مۀ کوئ، ځکه چې د مالِک خُدائ نُوم غېرتى دے، هغه غېرتى خُدائ پاک دے. ۱۵د هغه زمکې د خلقو سره چې تړون ونۀ کړئ، ځکه چې کله هغوئ د خپلو خُدايانو عِبادت کوى اؤ هغوئ ته قُربانۍ پېش کوى، نو تاسو له به هم دعوت درکړى چې د هغوئ سره شريک شئ، تاسو به په آزمېښت کښې پرېوزئ اؤ هغه خوراک وخورئ کُوم چې خپلو خُدايانو ته پېش کوى. ۱۶کېدے شى چې د هغوئ لُوڼه تاسو خپلو زامنو له وادۀ کړئ، نو د هغوئ په وجه به ستاسو زامن نافرمانه شى اؤ د هغوئ د خُدايانو عِبادت به شروع کړى. ۱۷د ويلې کړے شوى څيزُونو نه خُدايان مۀ جوړوئ اؤ مۀ يې عِبادت کوئ. ۱۸تاسو د پتيرې ډوډۍ اختر کوئ. لکه څنګه چې ما حُکم درکړے دے، د ابيب په مياشت کښې اووۀ ورځې پتيره ډوډۍ خورئ، ځکه چې دا هغه مياشت ده چې تاسو په کښې د مِصر نه راووتلئ. ۱۹هر يو مشر زوئ اؤ هر وړومبے پېدا شوے نر څاروے زما دے، ۲۰خو تاسو به د هر وړومبنى پېدا شوى خر په بدل کښې يو ګډُورے پېش کوئ. خو کۀ تاسو دا واپس نۀ اخلئ، نو څټ يې مات کړئ. هر يو وړومبے پېدا شوے زوئ به په بيعه اخلئ. هيڅ څوک به زما په حضُور کښې خالى لاسُونه نۀ حاضرېږى. ۲۱ستاسو سره شپږ ورځې شته چې په هغې کښې خپل کار کولے شئ، خو په اوومه ورځ کار مۀ کوئ، د يوې اؤ د لَو په وخت هم تاسو په اوومه ورځ آرام کوئ. ۲۲چې کله تاسو د غنمو وړومبنے فصل رېبل شروع کوئ نو د لَو کولو اختر کوئ اؤ په خزان کښې د فصل راټولولو اختر کوئ. ۲۳په کال کښې درې ځل ستاسو ټول نران دې زما مالِک خُدائ، د اِسرائيليانو خُدائ پاک عِبادت له راځى. ۲۴د هغې نه پس چې کله زۀ قومُونه ستاسو د مخې نه لرې کړم اؤ ستاسو علاقه زياته کړم، نو د دې درېو اخترُونو په دوران کښې به د هيچا دا طمع پېدا نۀ شى چې ستاسو زمکه ونيسى. ۲۵کله چې تاسو ما ته يو ځناور قُربانى کوئ نو خمبيره شوې ډوډۍ ورسره مۀ پېش کوئ. کُوم ځناور چې د فسحې په اختر کښې حلال شوى وى نو د هغې يوه برخه هم په ورپسې سحر پورې مۀ پرېږدئ. ۲۶هر کال د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کور ته د خپلې زمکې نه رېبلے شوې وړومبۍ غله راوړئ. د چېلۍ بچے د خپلې مور په پيو کښې مۀ پخوئ.“ ۲۷مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”دا خبرې وليکه، ځکه چې د دې حُکمُونو په بُنياد باندې زۀ ستا اؤ د اِسرائيليانو سره يو تړون کوم.“ ۲۸مُوسىٰ هلته د مالِک خُدائ سره څلوېښت ورځې اؤ شپې ايسار شو، هغۀ نۀ څۀ خوړل اؤ نۀ يې څۀ څښل. هغۀ په هغه تختو باندې د تړون خبرې يعنې لس حُکمونه وليکل.

د حضرت مُوسىٰ د سينا غرۀ نه راکُوزېدل

۲۹چې کله مُوسىٰ د لسو حُکمُونو د دوه تختو سره د سينا غرۀ نه راکُوز شو، نو د هغۀ مخ ځلېدلو ځکه چې هغۀ د مالِک خُدائ سره خبرې کړې وې، خو هغه ترې نه خبر نۀ وو. ۳۰هارُون اؤ ټولو خلقو مُوسىٰ ته وکتل اؤ وې ليدل چې د هغۀ مخ ځلېدلو اؤ هغوئ مُوسىٰ له نزدې ورتلو نه يرېدل. ۳۱خو مُوسىٰ هغوئ راوغوښتل، نو هارُون اؤ د قوم مشران هغۀ له راغلل اؤ مُوسىٰ د هغوئ سره خبرې وکړې. ۳۲د هغې نه پس، ټول بنى اِسرائيل د هغۀ نه راټول شول اؤ مُوسىٰ هغوئ له هغه ټول حُکمونه ورکړل کُوم چې مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې ورکړى وُو. ۳۳چې کله مُوسىٰ د هغوئ سره خبرې ختمې کړې، نو هغۀ په پړده باندې خپل مخ پټ کړو. ۳۴چې کله هم مُوسىٰ د مالِک خُدائ د حضُور خېمې ته ننوتلو، نو هغۀ به پړده لرې کوله. اؤ چې هغه به راووتلو، نو بنى اِسرائيلو ته به يې هغه هر څۀ وئيل چې هغۀ له به يې د وئيلو حُکم ورکړے شوے وو، ۳۵اؤ هغوئ به دا ليدل چې د مُوسىٰ مخ ځلېږى. نو هغۀ به په خپل مخ واپس هغه پړده اچوله تر هغه وخت پورې چې بل ځل به هغه د مالِک خُدائ سره خبرو کولو له تلو.