د هِجرت کِتاب

دري دېرشم باب

د مالِک خُدائ د سينا غرۀ نه د تلو حُکم ورکول

۱بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”تۀ اؤ دا خلق چې تا د مِصر د وطن نه راوويستل، د دې ځائ نه لاړ شئ اؤ هغه زمکې ته لاړ شئ د کُومې چې ما اِبراهيم، اِسحاق اؤ يعقُوب اؤ د هغوئ اولاد له د ورکولو لوظ کړے دے. ۲زۀ به ستاسو نه مخکښې يوه فرِښته ولېږم اؤ زۀ به کنعانيان، اموريان، حِتيان، فرزيان، حِويان اؤ يبوسيان وشړم. ۳تاسو هغه زرخېزې زمکې له ورروان يئ. خو زۀ به په خپله ستاسو سره نۀ ځم، ځکه چې تاسو ضدى خلق يئ اؤ کېدے شى چې زۀ تاسو په لاره کښې تباه کړم.“ ۴چې کله خلقو دا واؤرېدل، نو هغوئ په ژړا شروع وکړه اؤ هغوئ نور کالى اچول بند کړل. ۵ځکه چې مالِک خُدائ مُوسىٰ ته وئيلې وُو چې هغوئ ته ووايه چې، ”تاسو ضدى خلق يئ. کۀ زۀ د يو ساعت د پاره هم ستاسو سره تلے وے، نو ما به تاسو تباه کړى وئ. اوس خپل کالى لرې کړئ، نو زۀ به فېصله وکړم چې ستاسو سره څۀ چل وکړم.“ ۶چې کله بنى اِسرائيل د سينا غرۀ نه لاړل، نو هغوئ نور کالى اچول بس کړل.

د مالِک خُدائ د حضُور خېمه

۷چې کله به هم اِسرائيليانو خېمې ودرولې، نو مُوسىٰ به مُقدسه خېمه وړله اؤ د خېمو د ځائ نه لږه لرې به يې ودروله. اؤ هغې ته به يې د مالِک خُدائ د حضُور خېمه نُوم اخستلو اؤ چې چا به هم د مالِک خُدائ رضا معلُومول غوښتل نو هغه به ورتللو. ۸چې کله به هم مُوسىٰ هلته تَللو، نو خلق به پاڅېدل اؤ د خپلو خېمو په خُله کښې ودرېدل اؤ مُوسىٰ ته به يې تر هغې پورې کتل چې ورننه به وتلو. ۹څنګه چې به مُوسىٰ دننه تلو نو د وريځې ستن به لاندې راتلله اؤ د خېمې د دروازې په خُله کښې به ودرېدله اؤ مالِک خُدائ به د وريځې نه د مُوسىٰ سره خبرې کولې. ۱۰چې څنګه به خلقو د خېمې د دروازې په خُله کښې د وريځې ستن وليدله، نو هر يو کس به پاڅېدلو اؤ د خپلې خپلې خېمې د دروازې په خُله کښې به يې سجده کوله. ۱۱مالِک خُدائ به د مُوسىٰ سره مخامخ خبرې کولې، لکه چې يو کس يې د خپل ملګرى سره کوى. بيا به مُوسىٰ خېمو ته واپس راتلو. خو هغه ځلمے، د نون زوئ، يشوَع چې د هغۀ مددګار وو، هغه به په خېمه کښې ايسارېدلو.

د حضرت مُوسىٰ د مالِک خُدائ سره خبرې کول

۱۲مُوسىٰ مالِک خُدائ ته ووئيل، ”ګوره، تا ما ته وئيلى دى چې دا خلق به هغه زمکې ته بوځم، خو تا ما ته دا ونۀ وئيل چې زما سره به تۀ څوک لېږې. تا ما ته وئيلى دى چې تا زۀ ښۀ پېژنم اؤ ستا نه رضا يم. ۱۳اوس زۀ تا ته سوال کوم، تۀ ما ته خپلې ارادې وښايه چې زۀ ستا خِدمت وکړم اؤ تا رضا وساتم. دا هم ياد ساته چې تا دا قوم خپل خلق ګڼلى دى.“ ۱۴مالِک خُدائ ووئيل، ”زۀ به په خپله تا سره ځم اؤ زۀ به تا له آرام درکړم.“ ۱۵مُوسىٰ ورته ووئيل، ”کۀ تۀ مُونږ سره نۀ ځې، نو مُونږ د دې ځائ نه مۀ بوځه. ۱۶چې تۀ مُونږ سره نۀ ځې نو چا ته به څنګه پته ولګې چې تۀ د خپلو خلقو اؤ زما نه رضا يې؟ تۀ چې مُونږ سره يې، نو چې د زمکې په مخ څومره خلق دى د هغوئ نه به مُونږ بل شان شُو.“ ۱۷مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”زۀ به هم هغه شان وکړم لکه چې تا څنګه وئيلى دى، ځکه چې تا زۀ ښۀ پېژنم اؤ زۀ ستا نه رضا يم.“ ۱۸بيا مُوسىٰ ووئيل، ”ما له اِجازت راکړه چې زۀ ستا د حضُور سپين جلال ووينم.“ ۱۹مالِک خُدائ ووئيل، ”زما شان اؤ شوکت به ستا په مخکښې تېر شى اؤ ستا په مخکښې به زۀ خپل مُقدس نُوم واخلم کُوم چې مالِک خُدائ دے. زۀ مالِک خُدائ يم اؤ څوک چې زۀ غوره کړم زۀ هغوئ ته خپل رحم اؤ ترس ښايم. ۲۰تۀ به زما ديدار ونۀ کړې، ځکه چې دا نۀ شى کېدے چې څوک ما وګورى اؤ ژوندى پاتې شى، ۲۱خو ګوره، زما سره نزدې يو ځائ دے، تۀ هلته په يو ګټ باندې ودرېدے شې. ۲۲کله چې زما د حضُور سپين جلال هلته تېرېږى، نو زۀ به تا د ګټ په يو چاؤد کښې واچوم اؤ زۀ به تا په خپل لاس سره تر هغې پورې پټ کړم چې تېر شم. ۲۳بيا به زۀ خپل لاس لرې کړم اؤ تۀ به زما شا ووينې خو زما مخ به نۀ ليدلے کېږى.“