د هِجرت کِتاب

يودېرشم باب

د مالِک خُدائ حضُور خېمې جوړولو هُنر مند کسان

د هِجرت کِتاب ۳۵‏ : ۳۰ - ۳۶‏ : ۱

۱بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ۲”ګوره! ما د يهُوداه قبيلې، بضلى‌اېل غوره کړے دے، چې د اورى زوئ اؤ د حُور نمسے دے، ۳اؤ ما هغه د خپل رُوح نه ډک کړے دے. ما هغۀ له پوهه، هُنر اؤ د هر قِسم هُنر په کار کښې قابليت ورکړے دے. ۴د سرو زرو، سپينو زرو اؤ د زېړو ښائسته کار کولو، ۵قيمتى کاڼى پرې کولو اؤ تيارولو، د لرګى کار کولو، اؤ د هر قِسم د هُنر کار د پاره. ۶اؤ ګوره، ما اهلياب هم خوښ کړے دے چې د اخيسمک زوئ دے اؤ د دان د قبيلې نه دے، چې هغوئ يو ځائ کار وکړى. ما نورو ټولو هُنر مندو له هم لوئ قابليت ورکړے دے، چې هغوئ هغه څۀ جوړ کړى چې ما حُکم ورکړے دے :  ۷زما د حضُور خېمه، د تړون صندُوق اؤ د کفارې تخت چې ورباندې پروت دے، د خېمې نور ټول سامان، ۸مېز اؤ د هغې سامان، د سُوچه سرو زرو ډيوټ اؤ د هغې ټول سامان، د خوشبويۍ د سوزولو قُربان‌ګاه، ۹د سوزېدُونکې نذرانې قُربان‌ګاه اؤ د هغې ټول سامان، د وينځلو ښانک اؤ د هغې بېخ، ۱۰د هارُون اؤ د هغۀ د زامنو د پاره د اِمامانو ښائسته لِباس چې کله هغوئ د اِمامانو په توګه خِدمت کوى نو دا دې استعمالوى، ۱۱د غوړولو تېل اؤ د مُقدس ځائ د پاره خوشبويۍ. دا څيزُونه دې هم هغه شان جوړ کړى چې څنګه ما تا ته حُکم کړے دے.“

سبت، د آرام کولو ورځ

۱۲بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ له حُکم ورکړو، ۱۳چې بنى اِسرائيلو ته ووايه، ”تاسو د سبت، يعنې د آرام کولو ورځ منئ، دا به په راتلُونکى ټولو وختُونو کښې زما اؤ ستاسو په مېنځ کښې يوه نښه وى، چې تاسو ته پته ولګې چې ما مالِک خُدائ تاسو خپل خلق جوړ کړئ. ۱۴تاسو خامخا د سبت ورځ منئ، ځکه چې دا ستاسو د پاره مُقدسه ده. چې څوک هم دا نۀ منى اؤ په هغه ورځ کار کوى، نو هغه دې ووژلے شى. اؤ څوک چې په هغه ورځ باندې کار کوى نو هغه به د اِسرائيليانو نه نۀ شى ګڼلے. ۱۵ستاسو سره د خپل کار کولو د پاره شپږ ورځې شته، خو اوومه ورځ د سبت يعنې د آرام ورځ ده، هغه ما مالِک خُدائ ته وقف شوې ده. هر څوک چې څۀ قِسم کار هم په هغه ورځ وکړى نو هغه دې ووژلے شى. ۱۶بنى اِسرائيل دې دا ورځ د تړون د يوې نښې په توګه همېشه د پاره منى. ۱۷دا به همېشه د پاره زما اؤ بنى اِسرائيلو په مېنځ کښې يوه نښه وى، ځکه چې ما مالِک خُدائ په شپږ ورځو کښې آسمان اؤ زمکه جوړ کړل اؤ په اوومه ورځ ما کار بس کړو اؤ آرام مې وکړو.“ ۱۸چې کله خُدائ پاک د سينا په غرۀ باندې د مُوسىٰ سره خبرې خلاصې کړې، نو هغۀ له يې هغه د کاڼى دوه تختې ورکړې چې په کُومو باندې خُدائ پاک په خپله حُکمونه ليکلى وُو.