د هِجرت کِتاب

دېرشم باب

د خوشبويۍ قُربان‌ګاه

د هِجرت کِتاب ۳۷ :  ۲۵‏-۲۸

۱د خوشبويۍ سوزولو د پاره، د کيکر د لرګى نه يوه قُربان‌ګاه جوړه کړه. ۲دا به څلور‌ګوټه وى، چې اتلس اِنچې اُوږده، اتلس اِنچې پلنه اؤ يو ګز اُوچته وى. د ښکرو په شان څلور ګوټُونه ورله جوړ کړه چې ورسره يو ځائ شى. ۳د هغې په چت، څلورو واړو طرفُونو اؤ د هغې د ښکرو په شان څيزُونو باندې د سُوچه سرو زرو پترى وخېژوه اؤ ګېر‌چاپېره ترې نه د سرو زرو غاړه شان تاؤ کړه. ۴د وړلو د پاره دوه د سرو زرو ګول کَړۍ ورله جوړې کړه اؤ لاندې يې دواړو طرفُونو ته د غاړې سره وتړه چې هغه بازوګان ونيسى چې د کُومو په ذريعه دا وړلے شى. ۵بازوګان د کيکر د لرګى نه جوړ کړه اؤ په دې باندې د سرو زرو پترى وخېژوه. ۶دا قُربان‌ګاه د هغې پړدې نه بهر کېږده کُومه چې د تړون د صندُوق مخې ته ځوړنده ده. دا هغه ځائ دے چې چرته به زۀ ستا سره مُلاقات وکړم. ۷هر سحر وختى چې هارُون کله د ډيوو تيارولو له راځى، هغه به په دې باندې خوشبويۍ سوزوى. ۸چې کله هغه په ماښام کښې ډيوې بلوى نو هم دغه شان به کوى. دا د خوشبويۍ نذرانه به په راتلُونکى ټولو وختُونو کښې جارى ساتلے شى. ۹په دې قُربان‌ګاه باندې حرامه خوشبوئى مۀ پېش کوئ اؤ د يو ځناور نذرانه، يا د غلې نذرانه مۀ پېش کوئ اؤ يا د څښلو څۀ نذرانه هم په دې مۀ تويَوئ. ۱۰په کال کښې يو ځل به هارُون د قُربان‌ګاه د کفارې رسم ادا کوى چې کله د ګُناه د پاره قربان شوى ځناور وينه د قُربان‌ګاه د ښکرو په شان څيزُونو باندې تويَولے شى نو دا پاکېږى. په راتلُونکى ټولو وختُونو کښې به دا د کفارې رسم هر کال ادا کېږى. دا قُربان‌ګاه به پُوره مُقدسه وى، ځکه چې دا ما مالِک خُدائ ته وقف ده.“

د مالِک خُدائ د حضُور خېمې د پاره د کفارې محصُول

۱۱مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ۱۲”کله چې تۀ د بنى اِسرائيلو مردُم شمارى کوې، هر يو سړے به ما له د خپل ژوند قيمت راکوى، چې کله مردُم شمارى کېږى، نو هيڅ بلا به ورباندې نۀ راځى. ۱۳هر يو کس چې په دې مردُم شمارۍ کښې شامِلېږى نو هغه به خامخا د منلے شوى معيار په مُطابق هغه مُقرر شوے قيمت ورکوى. هر يو کس به دا مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه ورکوى. ۱۴هر يو کس به په دې مردُم شمارۍ کښې شمېرلے شى، د هر يو کس عُمر چې شل کاله يا د شلو کالو نه زيات وى، نو هغه به دا قيمت ورکوى. ۱۵چې کله هغوئ مالِک خُدائ ته د خپل ژوند قيمت ادا کوى نو مالدار اؤ غريب به يو برابر ورکوى. ۱۶د بنى اِسرائيلو نه د کفارې دا پېسې راټولوه اؤ زما د حضُور په خېمه يې خرچ کوه. دا محصُول به د هغوئ د ژوند قيمت وى اؤ زۀ، مالِک خُدائ به هغوئ ياد ساتم اؤ د هغوئ حِفاظت به کوم.“

د زېړو ښانک

۱۷اؤ مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل ۱۸”د وينځلو د پاره د زېړو يو ښانک جوړ کړه چې بېخ يې هم د زېړو وى. دا د خېمې اؤ د قُربان‌ګاه په مېنځ کښې کېږده اؤ په هغې کښې اوبۀ واچوه. ۱۹هارُون اؤ د هغۀ زامن به په دې اوبو خپل لاسُونه اؤ خپې وينځى ۲۰د هغې نه مخکښې چې هغوئ خېمې ته ننوځى يا چې قُربان‌ګاه ته د خوراک نذرانه پېش کولو د پاره نزدې کېږى. نو هغوئ به نه مړۀ کېږى. ۲۱هغوئ دې خامخا خپل لاسُونه اؤ خپې وينځى، چې مړۀ نۀ شى. دا يو قانُون دے چې هغوئ اؤ د هغوئ اولاد به همېشه د پاره په دې عمل کوى.“

د غوړولو تېل

۲۲بيا مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ۲۳”دا ښې مصالحې واخله :  شپږ کيلو اوبۀ شوې خوشبوداره ژاوله، درې کيلو خوشبوداره دارچينى، درې کيلو خوشبودار درږے، ۲۴اؤ شپږ کيلو د سناد د پاڼو مصالحه، دا ټول به د منلے شوى معيار په مُطابق تَللے شوى وى. څلور ليټره د زيتُونو تېل هم ورسره مِلاؤ کړه، ۲۵اؤ د غوړولو مُقدس تېل ترې نه جوړ کړه، داسې يې مِلاؤ کړه لکه چې د عطرو والا دا کار کړے وى. ۲۶په دې باندې دا څيزُونه غوړ کړه، زما د حضُور خېمه، د تړون صندُوق، ۲۷مېز اؤ د هغې ټول سامان، ډيوټ اؤ د هغې سامان، د خوشبويۍ سوزولو قُربان‌ګاه، ۲۸د سوزېدُونکې نذرانې قُربان‌ګاه، ورسره د هغې ټول سامان، اؤ د وينځلو ښانک اؤ د دې بېخ هم په تيلو غوړ کړه. ۲۹په دې طريقه دا څيزُونه وقف کړه اؤ دا به بېخى مُقدس شى اؤ هر څوک يا هر څيز چې د دې سره ولګې نو هغه به هم مُقدس شى. ۳۰بيا هارُون اؤ د هغۀ د زامنو سرونه په تيلو غوړ کړه اؤ زما په خِدمت کښې يې د اِمامانو په توګه مُقرر کړه. ۳۱بنى اِسرائيلو ته ووايه چې دا مُقدس تېل به په راتلُونکى ټولو وختُونو کښې زما په خِدمت کښې اِستعمالېږى. ۳۲دا به د يو عام سړى په بدن باندې نۀ شى تويَولے اؤ تاسو به د دې په شان خوشبويۍ نۀ جوړوئ. دا مُقدس دى اؤ تاسو به خامخا دا مُقدس ګڼئ. ۳۳کۀ هر څوک د دې په شان خوشبوئى جوړه کړى يا يې څوک د يو اِمام نه بغېر په بل چا پورې ولګوى نو هغه به نور زما د خلقو نۀ شى ګڼلے.“

خوشبوئى

۳۴مالِک خُدائ مُوسىٰ ته ووئيل، ”د دې خوشبودارو مصالحو يوه يوه برابره حِصه واخله :  ژاوله، صدف، کنډ اؤ سُوچه لوبان. ۳۵د دې نه عطر جوړ کړه، دا داسې مِلاؤ کړه لکه چې يو د عطرو والا دا کار کړے وى. مالګه په کښې مِلاؤ کړه چې سُوچه اؤ مُقدس وى. ۳۶اؤ د دې څۀ حِصه مېده مېده کړه، دا زما د حضُور خېمې ته يوسه اؤ دا د تړون صندُوق مخې ته کېږده، هلته به زۀ تا سره مُلاقات وکړم. دا پُوره مُقدس وګڼئ. ۳۷د خپلو ځانُونو د پاره داسې خوشبوئى مه جوړوئ چې دا څيزُونه په کښې په دې طريقه اِستعمال شوى وى. دا يو مُقدس څيز اؤ ما مالِک خُدائ ته يې وقف وګڼئ. ۳۸کۀ څوک داسې يو څيز هم جوړ کړى اؤ د عطرو په توګه يې اِستعمال کړى نو هغه به نور زما د خلقو نۀ شى ګڼلے.“